د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

کندز به درېیم ځل له انساني نارورین سره مخ شي؟


یو شمېر مدني فعالان او په ملي شورا کې د کندز ځیني استازي خبرداری ورکوي که د کندز د سقوط عاملین مجازات نه‎شي ممکن دا ولایت د درېیم ځل لپاره له انساني ناورین سره مخ شي.

لسګونو دغو مدني فعالانو، ملي شورا کې د کندز استازو او د دغه ولایت اوسیدونکو د جمعې په ورځ د کندز خلکو لپاره د عدالت غوښتنې په نوم یوې غونډې ته وویل چې حکومت باید کندز کې د وروستیو ناامنیو عاملین پیدا او محاکمه کړي.

همدارنګه د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق دغې غونډې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړ، که د کندز د سقوط عاملین مجازات نه‎شي ممکن دا ولایت د درېیم ځل لپاره له انساني ناورین سره مخ شي.

ښاغلي قلق زیاته کړه:

"که مجازات نه‎شي او هغو کسانو چې دندو کې غفلت کړی، په اړه یې اقدام ونه‎شي، زموږ اندېښنه بیا هم دا ده چې کندز به بیا له انساني ناورین سره مخ شي، په‎دې اساس زموږ جدي وړاندیز دا دی چې کندز د سقوط عاملین د قانون منګلو ته وسپارل شي."

کندز ښار
کندز ښار

د دغې غونډې ګډون‎والو همدارنګه وویل چې کندز کې د تېرو لسو ورځو جګړو له امله خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي او افغان حکومت باید د دغو ناامنیو عاملین مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ژمنه کړې چې کندز کې به هغه کسان مجازات شي چې په دندو کې غلفت کړی وي.

کندز کې له تېرو لسو ورځو جګړو وروسته د دغه ولایت چارواکي وایي چې دغلته وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی.

خو د کندز یو شمېر اوسیدونکي اندېښنه څرګندوي چې لا هم کندز د وسله‎والو مخالفینو په لاس کې دی او خلک نه‎شي کولای چې په ډاډه زړه خپلو کورونو ته ورشي.

د کندز یو قومي مشر محمدامین ایماق د جمعې په ورځ د کندز خلکو لپاره د عدالت غوښتنې یادې غونډې ته وویل:

"دوی وایي چې کندز مو بېرته له وسله‎والو طالبانو نیولی، خو اوس هم لېرې پرتې سیمې او د ښار شاوخوا سیمې د طالبانو لاس کې دي، دوی پخوا هم په همدې بسنه کړې وه او اوس هم وايي چې موږ کندز نیولی."

په همدې حال د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د کندز په بېلابېلو برخو کې د دوی تصفیوي عملیات روان دي او ډاډ ورکوي چې کندز به بیا د وسله‎والو طالبانو لاس ته ورنه‎شي.

ویاند مرستیال محمد راد منش
ویاند مرستیال محمد راد منش

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ښار نه ۱۲ کیلو مټره کمربند نه اخوا عملیات جاري ساتلی او خلکو ته ډاډ ورکوم چې نور به کندز د وسله‎والو مخالفانو لاس ته ورنه‎شي او عملیات به دوام وکړي."

د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه وایي، که چېرې ثابته شي چې کندز کې امنیتي مسؤلینو په خپلو دندو کې غفلت کړی د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG