د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د کندز ښاریان: لاهم د ښار څنډو کې وسله وال طالبان حضور لري


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د ښار یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي او لاهم تصفیوي عملیات په ښار کې دوام لري.

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې لاهم وسله وال طالبان د ښار په ځینو څنډو کې حضور لري او خلک نشي کولاي د ښار ځینو برخو ته په ازادانه توګه تګ را تګ وکړي.

د ولایتي شورا یو تن غړي سید اسدالله سادات ازادي راډیو ته داسې وویل:

سید اسدالله سادات
سید اسدالله سادات

"دولت باید خپل تصفیوي عملیات ګړندې کړي څو ډېر ژر ښار د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي چې خلک خپلو کورونو ته بېرته راستانه شي او په ارامه فضا کې ژوند وکړي."

د کندز ښار جګړه اتمې ورځې ته وغځېده او لاهم د ښار په بېلابېلو څنډو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري همدارنګه د ښار له ځېنو څنډو څخه خال خال ډزې او اورېدل کېږي، خو د نورو ورځو په توپېر نن د ښار په ځېنو برخو کې خلک تګ را تګ راکوي او د ګوتو په شمار دوکانونه هم خلاص شوي دي.​

په ورته وخت کې د کندز ښاریان بیا وايي چې اوس مهال دوی د اوبو، خوراکي توکو او برېښنا نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړي دي، دوی له مرکزي حکومت څخه غواړي کچېرې دغه جګړه له دې هم اوږدیږې نو دوی ته دي وخت ورکړل شي، څو خپلې شتمنۍ او کورنۍ له دې ښار څخه د هېواد نورو ولایتونو ته انتقال کړي:

"بد حال دی هرې خواته جنګ دی او ډزې دي، خلک هرې خواته اواره شوي دي ښار تړلی دی، نه ډوډۍ پیدا کېږي، نه اوبه پیدا کېږي او برق هم نشته."

"زیاتي ستونزې دي د ښار په بېلابېلو سیمو کې جنګ دی ښار په بشپړه توګه نه دی تصفیه شوي، ښار تړلی دی او خوراکي توکي ډېر قیمت شوي دي، بس بد حال دی."

دغه خلک وايي چې ددغې جګړي له کبله خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ ژوبله هم او اوښتې ده.

د کندز د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې د کندز حوزوي روغتون ته څه باندې ۳۰۰ تنه ټپیان انتقال شوي دي چې ډېره برخه یې ملکي وګړي جوړوي.

په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو پرمختګ کړی او هغه ځایونه یې نیولي دي چې وسله والو طالبانو په کې د جګړې پلانونه جوړول.

په کندز کې د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شېرعزیز کاموال وايي چې دوی طالبان په شاتمبولي دي او د څو سوه مترو په اندازه یې پرمختګ کړی.

کاموال زیاتوي چې په روان جګړه کې ۱۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات وسله وال ټپيان شوي دي.

شېر عزیز کاموال
شېر عزیز کاموال

هغه زیاته کړه:

"د ښار یو شمېر سیمې خو موږ پرون چیک او تلاشي کړې او نن هم موږ د انګور باغ سیمه همدارنګه د سه درک سیمه او شمال لورې ته تر شفتالو باغ پورې تصفیه کړي او سبا به ان شاءالله زموږ عملیات تر چرغ آب پورې ورسېږي."

د یادونې وړ ده، د کندز د کډوال او راستېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو اتو ورځو کې له دې ښار څخه څه باندې ۲۰ زره کورنۍ تخار، بغلان، بلخ او کابل ولایتونو ته بې ځایه شوي دي او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي د کندز د سیمه ییزو چارواکو دغه ادعا ردوی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG