د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

نوې کرښې سازمان: د کندز ناامنیو کې د دې ولایت چارواکي ښکېل دي


د نوې کرښې په نوم سازمان د کندز په نا امنیو کې د دغه ولایت والي او امنیتي مسؤلین ښکېل ګڼي او د دوی د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

کندز کې د افغان ځواکونو او وسله‎‎والو طالبانو تر منځ د جګړې په پراخېدو سره د "نوې کرښې" په نوم سازمان د حکومت پر مشرانو انتقاد کوي چې د یادو ناامنیو پر وړاندې بې‌غوري کوي.

د نوې کرښې په نوم دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د یوه پرېکړه‎لیک په خپرولو سره وویل چې حکومت باید د کندز د دغې پېښې لپاره د حقیقت موندنې کمېسیون جوړ کړي.

د دغه سازمان یو غړي مهدی حقیار مبشر د غونډې د پرېکړه‎لیک په یوه برخه کې داسې وویل:

"مرکزي حکومت باید د کندز د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ورکوونکی وي او یو بې‌طرفه حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکي څو د دغې پېښې ریښې پیدا او د کندز هغه بې‌کفایته او سهل انګاره مسؤلین لکه د کندز والي او امنیتي مسؤلین د قانون منګولو ته وسپارل شي."

کندز ته د ناامنیو د لاملونو د څېړلو په هدف د حقیقت موندونکي کمېسیون د لېږلو خبره په داسې حال کې کېږي چې تېر کال هم ورته یو کمېسیون د کندز ښار د سقوط او ناامنیو د څېړلو لپاره جوړ شوی و چې خپلې موندنې یې حکومت ته وسپارلې.

له بلې‎خوا په سېمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي په کندز ښار کې د اوومې ورځې لپاره هم د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

همدارنګه د کندز د عامې روغتیا رئیس وایي چې د دغه ښار حوزوي روغتون ته له تېرو شپږو ورځو جګړو څخه درې سوه ټپیان او درې جسدونه راوړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان متحد ملت ګوند سیاسي مشر محمد هارون بارکزي په دغه ناسته کې وویل، دوی داسې شواهد لري چې کندز یوازې د یو شمېر کسانو د معاملو قرباني شوی دی.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"کوم شواهد چې موږ لرو د کندز په قول اردو او امنیتي قومندانۍ کې معامله کېږي او فساد موجود دی."

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا په امنیتي ارګانونو کې د وظیفوي غفلت خبره ردوي.

وزیري: دفاع وزارت امنیتي ارګانونو کې د وظیفوي غفلت خبره ردوي.
وزیري: دفاع وزارت امنیتي ارګانونو کې د وظیفوي غفلت خبره ردوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په ‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"امنیتي مسؤل چارواکي هېڅکله په خپله پوسته، ولایت او ولسوالۍ معامله نه‌کوي، زموږ لپاره دښمن دښمن دی، زموږ لپاره څوکۍ اهمیت نه‌لري او یوازې د هېواد د امنیت لپاره کار کوو."

ښاغلي وزیري همدارنګه وویل، که ثابته شي چې کندز کې امنیتي مسؤلینو په خپلو دندو کې غفلت کړی د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG