د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کندز یو شمېر استازي: امنیتي مسؤلین باید محاکمه شي


په ولسي جرګې کې د کندز ولایت یو شمېر استازي وايي چې د امنیتي مسؤلینو د بې غورۍ له کبله دغه ولایت د نا امنۍ له ګواښ او انساني ناورین سره مخ دی.

دوی وايي چې د کندز په اکثرو سیمو کې طالبان حضور لري اوخلک په خورا بدو امنیتي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.

په ولسي جرګې کې ددغه ولایت یو شمېر استازي وايي، طالبان ددغه ولایت په اکثرو سیمو کې حضور او فعالیت لري.

په ولسي جرګې کې د کندز د خلکو استازې فاطمې عزیز د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دغه ولایت اوسېدونکي په خورا بدو امنیتي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي او امنیتي مسؤلین باید په دې اړه ځواب ووایي.

فاطمه عزیز
فاطمه عزیز

نوموړې زیاته کړه:

"د دوهم ځل لپاره یې د کندز خلک د نهنګ خولې ته وسپارل، دوی به د ولس او خدای په مقابل کې څه ځواب ورکوي، په کندز کې ګڼ بې ګناه خلک ووژل شول چې جسدونه په واټونو کې پراته دي، ددې ځواب به څوک ورکوي، دوی ټول باید په علني توګه محکمه شي."

کندز، فراه ، بادغیس، ارزګان او هلمند هغه ولایتونو دي چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ پکې نښتو زور اخیستی.

په یادو ولایتونو کې کندز له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دی او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ پر کندز ښار حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ددغه ښار ځینې سیمې ونیولې.

په کندز کې لاهم د جګړې اور بل دی او په ولسي جرګې ددغه ولایت د استازو په خبره زرګونه تنه د جګړې له کبله په ښار کې بند پاتې دي او د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي او یو شمېر سیمې یې بېرته له طالبانو نیولې هم دي.

خو دا چې ولې کندز ښار د دویم ځل لپاره سقوط وکړ، پوځي کارپوه شېرمحمد کریمي یې په اړه وایي:

شېر محمد کریمي
شېر محمد کریمي

"اساسي مشکل دا دی چې د قوتونو ترمنځ همغږي او همکاري نشته او په عین وقت کې بې تفاوتي خورا ډېره ده، یو متل دی چې وايي مارچیچلی له رسۍ هم ډارېږي په کندز کې مار یوځل موږ وچیچلو، خو بیا موهم عبرت وانخیست."

تېرکال کله چې د لنډې مودې لپاره کندز ښار د طالبانو لاس ته ورغی له هغې وروسته ولسمشر غني دغه ولایت ته سفر وکړ او له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې طالبان به بیا کندز ونه نیسي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې په کندز کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او د دوهم ځل لپاره به دغه ولایت د طالبانو له موجودیت نه پاک شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

هغه زیاته کړه:

"په کندز کې زموږ عملیات روان دي دښمن تحرکات لري، خو موږ یې هم پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکوو او اوس دومره ستونزه نشته، په ځانګړې توګه زموږ خاص قطعات د شپې لخوا ډيرې سیمې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پرته تصفیه کوي ، تیرشپه مو د بالا حصار او سپین زر شرکت سیمې تصفیه کړې."

ښاغلی رادمنش همدا راز د فراه، هلمند، ارزګان او بغلان ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکوي او وايي په هغو سیمو کې چې امنیتي ګواښونه موجود دي د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG