د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د کندز ښار جګړه شپږمې ورځې ته وغځېده


د کندز والي ویاند وايي، تېره شپه هم د کندز ښار په لودیځه او ختیځه څنډه کې د افغان سرتېرو او سله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه وه.

سید محمود دانش نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو څخه بېرته نیول شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي چې اوس هم په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په ورته وخت کې د کندز ښار اوسېدونکي، افغان ځواکونو په یادې جګړې کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی او وسله وال طالبان لاهم کندز ښار کې فعال حضور لري.

دوی له دولت څخه د یادې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

په داسې حال کې چې تېره شپه هم د کندز ښار په ځینو سیمو کې جګړه روانه وه ددې ولایت والي وايي، هغه سیمو کې چې له طالبانو نیول شوي اړو خلکو ته یې د عاجلو مرستو د رسولو چارې پیل کړي دي.

اسدالله عمر خیل د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، ځینو سیمو ته یې بېړنۍ مرستې رسولې دي او نن شنبې به نورو هغو سیمو ته هم لومړنۍ مرستې ورسېږي چې ورته عاجله اړتیا ده.

نوموړي د کندز ښار په ځینو برخو کې د څښاک د اوبو د نشتوالي په اړه وویل چې پرې شوې نلونه د جمعې په ورځ تړل شوي او هغو سیمو ته چې اوبه په کې نه اوبه رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه:

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

"په ځینو ځایونو کې یې د اوبو نلونه پرې کړي وو، نن بېرته دا نلونه ورغول شول او اوبه خلکو ته ورسېدې، د اوبو زخیره تقریباً ډکه شوې ده."

هغه وویل چې په کندز کې د اړو کسانو د معلومولو لپاره یوه سروې هم پیل شوې ده څو هغه کورنۍ او کسان چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري معلوم کړی شي.

د کندز والي وویل چې دا بېړنۍ مرستې دوی له خپلو اضطراري امکاناتو څخه برابروي او تر اوسه له کابل څخه بشري مرستې کندز ته نه دي رسېدلي.

وسله والو طالبانو شپږ ورځې وړاندې پر کندز ښار له څو طرفونو حمله وکړه.

تېرکال هم کندز ښار د څو ورځو لپاره د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلی و چې وروسته افغان ځواکونو بېرته ونیو.

خبریال: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG