د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

کندز ته د ولسمشر غني سفر او د دې ولایت ستونزې


د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن "پنجشنبې" له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کندز راغی او د دې ولایت د خلکو په حضور کې یې د کندز د ملي امنیت ریاست یو شمېر کارکوونکي یې په دندې کې د ناغیړې له کبله لېرې کړل.

ولسمشر په هغې غونډې کې چې د کندز ولایت قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو، دیني علماوو، د دې ولایت د سیمه ییزو ادارو چارواکو، د پوهنتون استادانو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو حضور درلود، ګډون وکړ.

د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي له ولسمشره وغوښتل چې د ناټو ځواکونو په مرسته د وسله والو طالبانو ټانګونه او درنې وسلې باید له منځه ولاړې شي همدارنکه باید د طالبانو د له منځه وړلو په هدف باید پراخ تصفیوي عملیات پیل شي.

ښاغلي دانشي زیاته کړه:

"د کندز سقوط سره وسله والو طالبان ډېر تجهیز شوي، اوس مهال هغوي درنو وسلو او ټانګونو ته لاس رسی پیدا کړی او باید د دوی دغه ټانګونه د ناټو ځواکونو په همکارې له منځه ولاړ شي."

په عین وخت کې د کندز یو تن قومي مشر میرزا محمد لغماني په خپلو خبرو کې وویل چې مرکزي حکومت باید کندز ولایت ته ډېره پاملرنه وکړي او دوامداره تصفیوي عملیات پیل شي.

ښاغلي لغماني زیاته کړه:

"د کندز امنیت لا هم ښه نه دی،دا اوس د ښار په دوه کیلومتري کې وسله الو طالبان شته او دولت دې خپل پام زیات کړي، څو کندز بیا سقوط ونه کړي."

همدارنګه د کندز ولایتي شورا رییس، محمد یوسف ایوبي وویل چې د وروستیو جګړو له کبله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ په دې ولایت کې بې ځایه شوي او دا مهال له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دی.

ایوبې زیاته کړه، له بې ځایه شوو کورنیو سره دې ډېر ژر اړینې مرستې وشي:

"ښاغلی ولسمشر صاحب، تاسې باید کندز ته ډېره پاملرنه وکړي، د کندز هوايي ډګر په نړېوال هوايي ډېر باید تبدیل شي، د کندز د سپین زر فابریکه باید بېرته ورغول شي څو بې کاره ځوانانو ته د کار بوختیا هم برابره شي.

د خان اباد ولسوالۍ د برېښنا بند باید بېرته فعاله شي همدارنګه د امو سیند څنډې باید تحکیمات شي څو د خلکو زراعتي ځمکې د اوبو له ګواښه وژغول شي."

هغه همدا راز وویل چې باید د کندز ښار، ښاري ماسټر پلان پلی شي او هوايي ډګر په نړېوال هوايي ډګر تبدیل شي.

بل لور ته ولسمشر محمد اشرف غني د کندز خلکو ټولې غوښتنې ومنلی او خلکو ته یې د کندز د ملي امنیت د رییس په ګډون د دې ریاست د یو شمېر کسانو په دندو کې د ناغيړې له امله د لېرې کېدو خبر هم ورکړ.

همدارنګه ولسمشر غني وویل، دې ولایت ته تازه درې نوې ولسوالۍ هم منظور شوي دي او بودجه یې هم منظور شوې ده.

دغه درې تازه منظور شوي ولسوالۍ اقتاش، کلباد او ګل تپه ده، کلباد د امام صاحب ولسوالۍ یوه لويه سیمه ده، اقتاش د خان اباد ولسوالۍ یوه پراخه سیمه ده چې اوس مهال د طالبانو په حاکمیت کې ده همدا رنګه د ګل تپه سیمه د کندز ښار پورې اړوند سیمه ده چې څه باندې پنځه میاشتې کیږي د وسله والو طالبانو به کنټرول کې ده.

نوموړي، د کندز ولایت سقوط د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږې نشتون یاد کړ.

د ولسمشر د خبرو پر بنسټ، د ملي امنیت ریاست په خپل کاري برخه کې پاتې راغلی دی چې له کبله یې یو شمېر کسان له دندې ګوښه کړل شول او یو شمېر نور به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"د کندز د ملي امیت ریاست ناکامه شوی، نن ما ستاسو خلکو په حضور کې د ملي امنیت د رییس او یو شمېر کارکوونکو د لېرې کېدو امر هم صادر کړ او یو شمېر کسان به یې د عدلي او قضاي ارګانونو د تعقیب لاندې وي او فعلاً د ملي امیت ریاست لپاره یو سرپرست ټاکل کیږي."

ښاغلي غني همدا راز وویل چې د کندز ملي پولیسو ۲۰ تنه منسوبین یې هم له دندې ګوښه کړي او ۲۰ تنه یې د نظارت لاندې دي، که ثابته شې چې دوی د کندز په سقوط کې لاس درلود، څارنوالۍ ته به معرفي شي.

ولسمشر غني د عملیاتو په اړه هم یادونه وکړه چې د ډاډمن امنیت لپاره به په شپږو ولسوالیو کې دوامداره تصفیوي عملیات پیل شي او همدرانګه یې غیر مسوله وسله والو ته خبرداری هم ورکړ چې له خپل سري لاس واخلي، کنه د امنیتي ځواکونو له غبرګونونو سره به مخ شي.

ښاغلي اشرف غني وړاندې وویل:

"زه په کندز کې ټولو خپل سرو وسله والو ته خبرداری ورکوم چې د خلکو له ځورونۍ، باج اخیستنې، عُشر ټولونۍ او خپل سریو څخه لاس واخلي او کنه د دولت له سخت غبرګونه سره مخ شي.

زه چا ته هم اجازه نه ورکووم چې زموږ د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي."

نوموړي د کندز خلکو ته وویل چې اړوندو وزارتونو ته یې دنده سپارلې ده، څو د دې ولایت هوايي ډګر به په نړېوال هوايي ډګر بدل کړي همدا رنګه د دې ښار، ښاري ماسټر پلان هم پلي کړي.

له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې فیض محمد عثماني د ارشاد، حج او اوقاف وزیر، محمدالله بتاش د ټرانسپورټ وزیر، ویس برمک د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر او یو شمېر نورو چارواکو همدا رنګه د ولسمشر ميرمنې رولاغني هم برخه درلوده.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG