د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

کندز ښاریان وايي، ښار کې امنیتي وضعیت نورمال شوی


کندز ښار کې د نورو ورځو په توپیر امنیتي وضعیت نورمال شوی، همدارنګه په بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې.

کندز ښاریان وايي چې اوس‌مهال په ښار کې وضعیت نورمال دی او هغه کورنۍ چې د جګړو له کبله نورو ولایتونو ته تللي وي دا مهال د راستنېدو په حال کې دي.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو او برېښنا نشتوالی دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي:

"اوس په ښار کې وضعیت ښه شوی او خلک هم د راستنېدو په حال کې دي دوکانونه هم خلاص شوي او بازار هم د نورو ورځو په پرتله ښه جوش دی."

"پرته له نورو ورځو په بازار کې د خلکو تګ راتګ ډېر شوی خو لا هم د خلکو سره وېره شته."

دوی له مرکزي حکومته غواړي څو د ښار څنډې او لیرې پرتې سیمې هم د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاکې کړي څو خلک په کلي کور کې ارامه ژوند وکړي.

د خلکو په وینا که مرکزي حکومت کندز ته جدي پاملرنه ونه‌کړي نو وروسته له دې په دې ښار کې هېڅ‌څوک هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د کندز ښار څو تنو دوکاندارانو خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

"نسبتاً نورو ورځو ته په ښار کې ژوند ښه شوی دی، ټول خلک پر خپل کار و بار بوخت دي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې په کلي کور کې هم باید امنیت راشي."

"اوس وضعیت ښه دی د پخوا په شان، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید نور هم امنیت راولي، څو خلک خپل کار و بار وکړي."

په ورته وخت کې د کندز سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې اوس‌مهال د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات د دې ښار په شاوخوا سیمو کې جریان لري.

چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې خپلو کورونو ته راستانه شي ځکه اوس‌مهال په ښار کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د کندز ښار ۱۰ ورځې د وسله‎والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د درنې جګړې شاهد وو او د دغې جګړې له کبله ښار په بشپړه توګه تړلی وو او څه باندې ۲۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوې وې، خو اوس‎مهال یو شمېر کورنۍ ورو-ورو خپلو کورونو ته د راستېدو په حال کې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG