د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

چخانسوري: ولایتونو کې د امنیتي مسؤلینو صلاحیتونه ډېرېږي


د طرزالعمل او کاري اصولو له مخې د ولایتونو امنیتي مسؤلین ځانګړي صلاحیتونه او مسؤلیتونه لري.

خو اوس افغان حکومت پرېکړه کړې چې په امنیتي بنسټونو کې د کارونو چټکتیا په خاطر په ولایتونو کې د امنیه قوماندانانو په ګډون د امنیتي مسؤلینو صلاحیتونه ډېر کړي.

ټاکل شوې چې له ارزونې وروسته د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس خپل ځیني صلاحیتونه په ولایتونو کې امنیتي مسؤلینو ته پرېږدي.

د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري
د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري

د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په هغو امنیتي جلسو کې چې هره ورځ جوړېږي پرېکړه وشوه چې د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه او امنیت ریاست په‎کې شامل دي د ځانګړو ارزونو او شرایطو وروسته خپل ځيني نور صلاحیتونه هم په ولایتونو کې مسؤلینو ته وسپاري څو هغوی هم په خپلو پرېکړو کې سرعت ولري او کارونه ژر تر سره کړای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندز په ګډون د ځينو هغو ولایتونو چارواکي چې جګړه په‎کې روانه ده ادعا کوي چې مخالفینو ته د ماتې او ځواب ورکولو لپاره ډېر وخت د لوړپوړو چارواکو اوامرو ته انتظار باسي.

د پوځي چارو کارپوهان وايي چې د ولایتونو امنیه قوماندانان په خپل سر د عملیاتو د ترسره کولو صلاحیتونه نه‌لري.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ په دې باور دی چې په ولایتونو کې امنیتي چارواکو ته د ځينو واکونو ورکول د دې سبب کېږي چې د وسله‎والو مخالفینو حملو ته په وخت ځواب ورکړل شي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ
د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ

ښاغلی پتنګ په دې اړه وایي:

"د دې په ځای چې مرکز امنیتي وضعیت تحلیل او ارزیابي کړي ولایت ښه کولای شي چې هغه وارزوي چې دښمن په کوم ځای کې په کومه کچه دی او څرنګه عملیات ترسره شي چې دا کار ښه تمامېږي، خو ځينې قطعات لکه سرحدي پولیس، عامه نظم، د چټک غبرګون قطعې ډېر وخت له مرکزه هدایات اخلي، دا باید منسجم شي او د خپلو ولایتونو له امنیه قوماندانانو هدایت واخلي چې دا کار به ډېر ګټور تمام شي."

خو په ورته وخت کې د ولایتونو امنیتي چارواکو په مدیریت کې د کمزورۍ اندېښنې هم شته.

ښاغلي پتنګ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په ټیټه کچه قوماندان صلاحیتونه لري، خو ستونزه دا ده چې ځيني قوماندانان صاحبان او چارواکي خپل صلاحیتونه نه‌پېژني، دا چې وایو چې په ولایتونو کې د مدیریت کمزوري موجوده او یا د کار کدرونه کم دي له همدې ځایه منشأ اخلي او څوک چې خپل واکونه ونه‌پېژني نو سخته ده."

د نظامي چارو د کارپوهانو په باور د امنیه قوماندانانو په ګډون د ولایتونو امنیتي مسؤلین د تدارکاتو او لوژستیک په برخه کې لږ صلاحیتونه لري چې که ځیني یې ور ډېر شي دا به د ځواکونو تر منځ د فعالیت او سرعت د ډېرېدو سبب وګرځي.

خو دوی وایي چې باید په دې برخه کې جدي څارنه هم موجوده وي څو خپل سریو ته زمینه مساعده نه‌شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG