د پاکستان د سنا پخوانی غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي پاکستان لومړی افغان کډوالو ته سزاوې ورکوي او بیا یې په بې رحمانه ډول له دغه هېواده باسي. له ښاغلي خټک سره زموږ همکارې فېروزې عزیزي مرکه کړې ده .
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین وايي، ځینې طالب چارواکي [مدرسه يي] ذهنیت لري او د نجونو د زده کړو مخه یې نیولې ده. دوی دا هم وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې له بیلابیلو ادرسونو هڅې شوي خو همغږې نه دي. زمونږ همکار د یاد کمپاین د مشرتابه شورا له غړي ډاکټر خوشحال روهي سره په دې اړه مرکه کړې ده .
ازادي میلمه له حنیف الله پښه یې سره
له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت له لوري ټاکل شوې موده یا ضرب الاجل پای ته ورسید. خو دغه هیواد هغو افغان کډوالو ته، چې غیرقانوني یې بولي، ۱۰ ورځې نور مهلت ورکړ.
د تورخم دروازې د خلاصون لپاره د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ لومړني مذاکرات پرون، یکشنبه، په لومړي پړاو کې پای ته ورسېدل. خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وایي، د دې ستونزې د حل لپاره به د دوشنبې په ورځ د قومي مشرانو یوه بله جرګه جوړه شي. له نوموړي سره صادق ریښتیني مرکه کړې.
زمزمه غزل شاعره وه خو غوښتل یې ډاکټره شي او د طب د وروستي کال محصله وه چې پر افغان نجونو د زده کړو دروازې وتړل شوې. هغه لا هم ډاکترۍ ته د رسیدو هېله زړه کې پالې خو اوس چې د اغلې غزل پرمخ پوهنځی تړلی نو د شعرپه ژبه د تعلیم څخه د محرومو نجونو نهیلۍ زمزمه کوي. نور دلته واورئ
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو پرون چهارشنبه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه غونډه وکړه.
افغانۍ چې په وروستیو څو کلونو کې د امریکایي ډالرپه وړاندې ډیره پیاوړې شوې وه، په وروستیو دوو اوونیو کې یې یوڅه ارزښت له لاسه ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي که رښتیا وي چې طالبانو نور امریکايي اتباع هم یرغمل کړي پر مشرانو به یې دومره لویې جایزې وټاکي چې د اسامه بن لادن تر جایزو هم ډېرې وي. د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې له مشر میرعبدالواحدسادات سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولې نړۍ ته د بشري مرستو د ځنډولو امر کړی. پر افغانستان به د دې پریکړې اغیزې څه وي؟ په دې اړه د احمد شیبر مرکه د سیاسي علومو له استاد نصر اله ستانکزي سره دلته اوریدلی شئ.
د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات د نړیوالې جزايي محکمې تازه پرېکړه مهمه ګڼي. ښاغلي سادات له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د نړیوالې جزايي محکمې تازه حکم پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره یوه وسیله وبلله. هغه هوسۍ احمدزۍ ته په مرکه کې دا خبره وکړه
نور راوښيه