د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، له یوې اوږدې وقفې وروسته، له افغانستان سره د لوړې کچې دوه اړخیز تعاملات پیل شوي دي. محمد صادق دا څرګندونې په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کړي دي.
په افغانستان کې ځینې ځایي سرچینې او عام وګړي ادعا کوي چې لا هم د وړو وسلو او پوځي تجهیزاتو د پېر او پلور تور بازارونه فعاله دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي د مارچ له شلمې راهیسې له ایران او پاکستانه په لسګونه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې.
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده.
د روسیې سترې محکمې پنجشنبه( د اپریل ۱۷ مه) پریکړه وکړه چې طالبان نور د دغه هیواد د ترهګرو په نوملړ کې نه دي. اسوشیتد پریس اژانس دا پریکړه د طالبانو لپاره دیپلوماتیکه بریا بللې ده.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیندیزو سیمو په ځینو برخو کې د بارانونو، سختې واورې او سیلابونو د راوتلوخبر ورکړی دی. د دوی د اوبو او انرژۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړي خبرداري کې له خلکو غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
په افغانستان کې د سړو خونو کمښت د کروندګرو لپاره یوه جدي ستونزه ده. دوی وايي، له دې امله اړ دي چې خپل محصولات د خوسا کېدو له ویرې په ډیره ارزانه بیه وپلوري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونه خونه د سړو خونو د نشتوالي لامل مالي ستونزه یادوي.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان یوه فعاله میرمن پتینګړه کاکۍ او یو خبریال راشد کاشفي د دویم ځل لپاره توقیف او زنداني کړي دي. د دوی دکورنۍ غړو او خواخوږو ازادۍ راډیو ته د هغوی نیول کېدل تایید کړي
طالب او پاکستاني چارواکو په کابل کې خپله پرونۍ غونډه مهمه بللې او ویلې يې دي چې پر " حساسو او ستراتیژیکو " مسایلو یې بحثونه کړي دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ۷مه غونډه وه چې کابل کې د بندو دروازو ترشا ترسره شوه. د پاکستان د پلاوي مشري محمد صادق خان او د طالبانو ملا عبدلقیوم ذاکر کوله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
نور راوښيه