د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

نن د ولسمشرۍ انتخاباتو د شکایتونو ارزولو وروستۍ ورځ ده

نن دوشنبه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ارزولو وروستی ورځ ده.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې د ورځې تر پایه به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د رسیدګۍ او پرېکړې پروسه بشپړه کړي.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سیدقطب الدین رویدار ازادي راډیو ته وویل چې له ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند پرته په ټولو ولایتونو کې ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي او پرېکړې شوې دي.

هغه وویل د ورځې تر پایه د همدغو شپږو ولایتونو په اړه هم پرېکړې کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخکې اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه ټاکنیزو ډلو له دوی سره څه باندې شپاړس زره شکایتونه ثبت کړي و.

شلو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه نن پیل نه شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په شلو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرني د بهیر پيل، وځنډول شو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن شنبه د جنورۍ ۱۱مه پیل کېږي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رأیو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسون په عمومي ډول متعهد دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې همکاري وکړي."

د افغانستان د جمهوري ریاسټ ټاکنې د میزان په ۶مه نېټه ترسره شوې.

له شلو ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رأیې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي.

وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض نن ازادي راډیو ته وویل چې دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی.

د ښاغلي فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څیړنې پروسه په سلو کې نژدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دغه راز زیاته کړه چې یوشمېرانتخاباتي ټیمونو له مخکې د استنیاف لپاره ورسره شکایتونه ثبت کړي دي.

شکایتونو کمېسیون: نن د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی قطب الدین رویدار
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی قطب الدین رویدار

نن د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده.

د شکایتونو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی و.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه غړي قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر لسو زرو واوړي.

د هغه په خبره اکثر دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ثبت کړي.

ښاغلي رویدار وویل چې د شکایتونو تر ثبت وروسته به څېړنې پیلیږي او شکایتونو ته رسیدګي کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یکشنبه اعلان شوې چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله په دویم مقام کې راغی.

عبدالله عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو دا پایلې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل چې د شکایتونو کمېسیون دې د دوی شکایتونو ته رسېدګي وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې د اصولو په رعایت سره دې شکایتونه ثبت او قانونمند چلند وکړي.

د اشرف غني ډله وايي چې دوی هم شکایتونه ثبت کړي او ادعا کوي چې د رایو کچه به یې د شکایتونو له څېړلو وروسته لا پسې پورته لاړه شي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په شفافیت او مسلکي توب د هر شکایت په اړه قضاوت وکړي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې ټاکنیز شکایتونه باید قانون سره سم وارزول شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمیسون ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د انتخاباتو د قانون سره سم باید شکایتونو ته رسیدګي وشي.

اروپايي ټولنې په دې خبر پاڼه کې همدارنګه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غوښتي چې د شکایتونو په اړه دې په شفاف او مسلکي توګه قضاوت وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون له درې میاشتو وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

ددې پایلې پر بنسټ محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو په تر لاسه کولو د لیست په سر کې دی او عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ عشاریه ۵۲ فیصده رایو په خپلولو په دویم ځای کې راغلی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج کله اعلانیږي.

ټاکنو شکایاتو کمېسیون: سبا د لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو ثبت بهیر پیلیږي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، سبا ( دوشنبه ۹) د سهار له اتو بجو تر درې ورځو پورې ټول نوماندان کولاي شي په مرکز او ولایاتونو کې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایاتونه له دوی سره ثبت کړي.

د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه نوماندان چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو په اړه شکایتونه لري کولای سر له سبا ( دوشنبه) اته بجې خپل شکایتونه د شکایاتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون غړي قاسم الیاسي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، کمېسون د ټولو نوماندانو شکایاتونو ته د انتخاباتي قانون او طرزلعملونو په ترڅ رسیدنه کوي.

هغه وویل: "ټول کاندیدان کولای شي سر له سبا خپل شکایتونه تر درې ورځو پورې په مستند ډول ثبت کړي او کمېسون به دې ټولو ته تر پنځلسو ورځو پورې په قانوني ډول رسیدنه وکړي."

ښاغلي الیاسي وايي، د شکایتونو تر پنخلس ورځنۍ څېړنې ورسته د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي چېې د دې بهیر ارزولو ته بیا پنځلس ورځې وخت په بام کې نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټولکه کې کمېسیون تر ۳۶ ورځو پورې خپل وروستي پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئيسه زهره بیان شینوارې وايي، د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون په بې پرې ډول اقداماتو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: "مونږ له ټولو ښکیلو خواو غواړو چې د دواړو کمېسیونونو له پریکړو ملاتړ وکړي او دواړه کمېسیونونه پریږدي چې خپل کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي."

په ورته وخت کې د افغانستان پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان سره بحث د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی، او یاد کمیسیون مکلفیت لري چې د قانون په چوکاټ کې عدالت تامین کړي.

دا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نېږدې درې میاشتې ځنډ ورسته نن ( يکشنبه) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال: راتلونکې اوونۍ حتماً د ټاکنو پایلې اعلانوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایله اعلان شي.

د دې کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل نن ازادي راډیو ته وویل، د ۷ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش په‌کې پیل شوی و، د څلور ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي او تمه ده چې د بدخشان، فاریاب او بغلان پایلې هم سبا مرکز ته راواستول شي.

ښاغلی مل وايي، سیستم ته د دې موادو د لېږد بهیر به تر یوې ورځې پیل شي.

هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلی مل زیاتوي:​ "سل فیصده ان‌شاءالله، موږ درې ولایتونو ته په تمه وو چې درې ولایتونه‌یې بشپړ شوي او په بدخشان او فاریاب کې د هوا حالاتو له کبله دا پروسه له مشکلاتو سره مخ شوې او مواد نه‌دي رالېږل شوي، موږ په تمه یوو چې ژر کابل ته راورسېږي."

بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، جوزجان او پنجشېر کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او هم‌پالنې ټیم د مخالفت له امله د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش نه‌و ترسره شوی، خو پاتې ۲۷ ولایتونو کې دغه بهیر بشپړ شوی و.

دغه ډله شااوخوا ۳۰۰ زره رأیې باطلې او به شرایط برابرې نه‌بولي او وايي ترڅو چې له شمېرنې ونه‌غورځول شي، هېڅ ډول پایلې ورته د منلو نه‌دي.

له بغلان پرته پاتې ۶ ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شوې

ارشیف- ۱۵/۱۲/۲۰۱۹
ارشیف- ۱۵/۱۲/۲۰۱۹

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، له بغلان ولايت پرته په شپږو ولايتونو کې د رأيو د بيا شمېرنې پروسه پرون ناوخته بشپړه شوه.

د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په بغلان کې دا پروسه ځکه نه‌ده بشپړه شوې چې هلته ډېرې رأيې کارول شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په شپږو ولايتونو کې د رأيو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پاى ته ورسېده، يوازې په بغلان کې دغه پروسه دوام لري، ځکه په بغلان کې د محلونو شمېر زيات دى، همکاران مو کار کوي، موږ هم کاري قوه زياته کړې ده."

سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله پلویانو په‌کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش مخه نیولې وه او انتخاباتي ولایتي دفترونه‌یې تړلي وو.

پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار کې د رأیو بیاشمېرنه پشپړ شوه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په څلورو ولایتونو کې د رأيو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پای ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په دوه نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار له هغو ولایتونو څخه دي چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په‌کې بشپړه شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

د دې کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د بغلان د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې پر وړاندې د ځینو ټاکنیزو ډلو څارونکي خنډونه جوړوي، خو هڅه کېږي چې تر راتلونکې جمعې ورځې پورې په دې ولایت کې هم د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شي.

خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله د درېیم ځل لپاره په ۲۷ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې غوښتنه کوي.

د دغه ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون وايي: "موږ تېره ورځ په رسمي ډول شکایتونو کمېسیون ته خپل وړانډیز سپارلی چې یوه کاپي يې د ټاکنو کمېسیون ته هم سپارل شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه ۲۷ ولایتونو کې چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په غیر قانوني ډول ترسره شوې ده دا باید یو وار بیا وڅېړل شي او زموږ په ګډون باید د ټولو ټاکنیزو ډلو استازي په‌کې ګډون ولري."

خو د افغانستان ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وايي د ۲۷ ولایتونو درېیم ځل رأی شمېرنه امکان نه‌لري ځکه د ده په وینا دا رأی شمېرنه او څېړنه د نړیوالو او کورنیو څارونکو او ځینو ټاکنیزو ډلو د استازو په حضور کې شوې ده.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ "دولت جوړوونکې" ټاکنیزه ډله له کمېسیون غواړي چې له ژمنې سره سم باید د اوو ولایتونو د رأیو د بیاشمېرنې او څېړنې نه وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG