د دغو خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي چې د اپریل په لومړیو لسو ورځو کې نږدې ۴۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. دغې کمشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دې شمېر کې له ۱۴ زره ډېر یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کې چې واردمخه له پراخې لوږې سره مخ دی وضعیت لا پسې خرابه کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې، موتینتا چیموکا، ای اېف پي ته وویل مرستندویان باید له افغانستان سره چې له لوی بشري ناورین سره مخ دی مرسته وکړي.
د امریکا د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" د پروګرام د لغوه کیدو له امله زرګونه افغانان اغیزمن شوي دي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د زرګونو افغانانو او کامرونیانو لپاره د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" پروګرام لغوه کړی دی.
ماشومان له رسم سره مینه لري د دې مینه خپل علتونه دي او د ارواپوهانو په باور انځورګري د ماشومانو پر روحیاتو اغیزې شیندي.
تمه ده د منځني خیتځ لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی سیټف ویتکاف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.
په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په عام محضر کې د څلورو کسانو تر اعدام وروسته، یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو حکومت دا عمل غندلی دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ مثبتې پېښې د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور چنده زیاتې شوې دي. د دې سازمان بیړنۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ په خپل راپور کې دا هم وویل چې په پاکستان کې، دا پېښې ۱۲ چنده زیاتې شوې دي.
سټیف ویتکوف هغه څوک دی چې د شنبې په ورځ ( اپریل ۱۲) به په عمان کې له ایراني چارواکو سره د امریکا د پلاوي مشري کوي، دی عمان ته تر تګ مخکې په په سنت پیترزبورګ کې تم شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې نن ( جمعه د اپریل ۱۱) څلور تنه په افغانستان کې په عام محضر کې اعدام شول. له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا په یوه ورځ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمیره ده.
د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (اې سي جي) دویمه او وروستۍ ورځ، سرچینې وایي اکثرو ګډونوالو په کې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ټټر وهلی.
نور راوښيه