افغانستان
د جرمونو د نړيوالې محکمې مشر څارنوال: ډېر ژر به د طالب چارواکو د نيولو حکم صادر کړو
د جرمونو نړیوالې محکمې ICC ته د افغانستان د بشري حقونو د قضیې له راجع کېدو وروسته د دې محکمې مشر څارنوال کریم خان ویلي دي، چې ډېر ژر به د طالبانو د چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.
ښاغلي کریم خان دا څرګندونې پرون (د ډسمبر ۲مه) د هالنډ په هاګ ښار کې د ICC د غړو د ۲۳مې اسمبلې له پیلېدو وروسته په یو بیان کې وکړې.
هغه وویل د افغانستان وضعیت ته په پام سره به ډېر ژر دا حکم صادر شي، خو ښاغلي خان پهدې اړه نور جزیات ورنهکړل.
تېره اوونۍ چیلي، کوستاریکا، اسپانیا، فرانسې، لوکزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د تېري د ادعاوو قضیه ICC ته راجع کړه.
د طالبانو حکومت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې د ښځو له حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي
دې محکمې پهدې وروستیو کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دې هېواد د دفاع وزیر یواف ګالانت او د میانمر د دیکتاتور پوځي مشر د نیولو حکمونه هم ورکړي دي.
ايران د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرينونه ترسره کړي
ایران وايي، د افغانستان پولې ته نږدې یې د خپلو ختیځو پولو په اوږدو کې د تروریستي خوځښتونو په وړاندې پوځي تمرینونه کړي دي.
د ایران د دولتي راډیوتلوېزیون خبري اژانس پرون (دوشنبې) وویل، د دغه هېواد د ځمکني پوځ تمرینونه د طالبانو د حکومت په شمول د ختیځو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ او همغږۍ وشول.
ایران له افغانستان سره په پوله کې ۶۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی او ویلي یې دي چې، د کال تر پایه ۳۰۰ کیلومتره نور رغوي.
په خبر کې ویل شوي، پهدې پوځي مانوره کې له هیليکوپترو او نورو جنګي وسایلو کې کار اخیستل شوی دی.
نن په ايران کې د ايکو سازمان غونډه جوړيږي، طالبان ورته نهدي بلل شوي
د ایکو په نوم د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو اتهویشتمه غونډه نن د ایران په مشهد کې جوړیږي.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور لهمخې، پهدې غونډه کې به د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ترڅنګ د هغوی سفیران، ډیپلوماتان او متخصصان هم ګډون وکړي.
د ایکو سازمان په ۱۹۶۴م کال د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري تاسیس شو، وروسته د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ورسره یوځای شول.
پرون په مشهد کې د دې سازمان د متخصصانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه و کړی او ویل کېږي چې دې سازمان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته هم په نننۍ غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
د سره صليب کمېټه: په ۹ مياشتو کې مو له ۱۱زره د ډېرو افغان ماشومانو درملنه کړې
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جنورۍ او سپټمبر د میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په خپلو طبي مرکزونو کې ۱۱ زره ۴۳ تنه افغان ماشومانو ته، چې سيپي یا (سربرل پالسي) ستونزه یې لرله، حیاتي خدمات وړاندې کړي دي.
سربل پالسي (Cerebral palsy) یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چې، عموماً ماشوم ته د مور په نس کې، یا د زوکړې په مهال او یا هم له زېږېدو سمدستي وروسته ماشوم ته پیدا کېږي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې، تېر کال یې په ورته موده کې د دې ډول ۱۱ زره ۲۹۶ ماشومانو درملنه کړې وه.
منیژه صدیقي: په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوم
د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي چې څو میاشتې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړي، وايي، دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي.
مېرمن صدیقي په هغه ویډیو کې پرون یکشنبه د ښځو د حقونو ځینو فعالانو پر ایکس شبکه خپره کړې، ویلي چې د استوګنې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله افغانستان ته د خپل اخراج د احتمال په باب اندېښنه لري.
هغه وايي: "دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بد وضعیت کې له اقتصادي، امنیتي ستونزو سره او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوم. د بشري حقونو له هر بنسټ، د بشري حقونو او ښځو د حقونو له هر فعال سره چې مې اړیکه ونیوله، غوښتنه مې ور وړاندې کړه، خو زما غوښتنو ته یې پام ونه کړ."
معترضه مېرمن منیژه صدیقي د سږکال په وري یا حمل میاشت کې د طالبانو په زندان کې د شاوخوا اوو میاشتو له تېرولو وروسته خوشې شوه.
هغې ویلي چې د بند پر مهال په جسمي او رواني لحاظ شکنجه شوې او بد چلند ورسره شوی دی.
د طالبانو حکومت په دې باب څه نه دي ویلي.
طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د ښځو د حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو، د پوهنتون د استادانو او خبریالانو په ګډون لسګونه کسان نیولي او بندیان کړي دي.
د دوی ډېری له څه مودې وروسته بېرته خوشې شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپلسرې نیونې ودروي.
طالبان: په بدخشان کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي
بدخشان کې د طالبانو یوه سیمهییز چارواکي ویلي، پرون په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي دي.
د بدخشان په امنیه قوماندانۍ کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو مدیر شفیق اله حفیظي پرون ویلي چې په دغو نیول شویو کسانو کې د څو کلیو اوسېدونکي شامل دي چې د دې ادارې مدیریت د عملیاتو پر مهال د کوکنارو د کښت په وخت کې نیولي دي.
حفیظي ویلي چې نیول شوي کسان د بدخشان ابتدائیه محکمې ته ورپېژندل شوي دي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د ۱۴۰۱لمریز کال په وري یا حمل میاشت کې د یوه فرمان له لارې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، دغه راز د مخدره موادو تولید او قاچاق منع اعلان کړ.
په داسې حال کې چې طالبان وايي، د اخندزاده فرمان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید مخه نیولې ده، خو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تېره میاشت وویل چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله له نیپال سره سیالي لري
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه سیالي سبا سې شنبه د نیپال په وړاندې کوي.
افغانستان تېره جمعه د دغو مسابقو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه بنګلهدېش ته وبایلله او پرون یې د سریلانکا پر وړاندې خپله دویمه لوبه هم وبایلله.
افغانستان په بيB ګروپ کې له بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال سره یوځای دی. په اېA ګروپ کې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، هند او جاپان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې برخه لري.
د متحده عرب اماراتو په کوربه توب په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې شاملې دي او دا سیالۍ تېره جمعه پیل شوي چې پایلوبه به یې د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه وي.
حالوش: د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي
د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي چې د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي دي.
دغه بنسټ پرون یکشنبه په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې د قتل او د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د دغو کسانو د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده.
وړاندې ویل شوي چې د افغانستان وګړی اسماعیل بارکزی نومېده چې د فراه ولایت اوسېدونکی و او په ۱۷ کلنۍ کې په یزد کې د قتل په تور نیول شوی و.
تر دې مخکې په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بل بنسټ ویلي وو چې د سږ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د ۱۳ افغان وګړو په ګډون ۱۶۶ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د لړم یاعقرب میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې د ایران په زندانونو کې د افغان وګړو شمېر د پام وړ زیات دی.
هغه د افغان بندیانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې زیات دغه کسان د مخدره توکو اړوندو جرمونو له کبله نیول شوي او بندیان شوي دي.
د بشري حقونو ډلو په دې باب چې په ایران کې ګڼ بندیان مدافع وکیل نه شي ګمارلی، اندېښنې ښوولې دي.
د افغانستان روغتونونو ته د زړه په سوري ۲۳ اخته ماشومان ته د درملنې لپاره معرفي شوي
افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، خبر ورکړی چې د زړه په سوري ۲۳ نور اخته ماشومان د افغانستان داخلي روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شول.
افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی چې دغه ماشومان په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي چې هلته یې درملنه وشي او لګښت به یې سره میاشت ورکوي.
سرې میاشتې د لګښت د اندازې په باب څه نه دي ویلي.
هر کال لسګونه ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ په نوم یې درملنه کوي.
د ملک سلمان خیریه بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره یو تفاهملیک لاسلیک کړ
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ وايي چې په افغانستان کې یې د ګوزڼ یا پولیو ختمولو لپاره د اسلامي پراختیا له بانک سره یو تفاهملیک لاسلیک کړ.
دغه بنسټ تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د دې تفاهملیک د لاسلیک اعلان وکړ. په همدې حال کې اسلامي پراختیایي بانک پر ایکس شبکه لیکلي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک د ګډو هڅو د یوې برخې په توګه لاسلیک شوی دی.
بانک زیاته کړې چې د دې مرستې موخه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ملاتړ او د لومړنیو روغتیایي خدماتو ښه کول دي.
دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو په پاکستان کې یې د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته رسېږي.
ګوزڼ یا پوليو يوه ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان ترې وژغوري.