د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

افغانستان

بدخشان او نورستان کې د سختو ورښتونو او سېلونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې د اټکل پر اساس، نن جمعه هم په بدخشان او نورستان ولایتونو کې د باران او سېلونو احتمال شته.

د هواپېژندنې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې په دغو دوو ولایتونو کې به د پنجشنبې او جمعو په ورځو له ۱۵ تر ۲۵ میلي مترو پورې ورښت وشي او ښايي سېلونه هم جاري شي.

د هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او د سالنګونو په ګډون په مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې له اټکل سره سم، د باد شدت به په ساعت کې د ۶۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.

وروستیو سېلونو په افغانستان کې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.

د پخواني ولسمشر ورور عبدالقیوم کرزی ومړ

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقیوم کرزی چې امریکا کې ومړ.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقیوم کرزی چې امریکا کې ومړ.

د افغانستان ځینو محلي رسنیو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مشر ورور قیوم کرزي د مړینې خبر ورکړی دی.

قیوم کرزی چې ویل کېږي له څه مودې ناروغ و، د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې د چهارشنبې ناوخته مړ شوی دی.

قیوم کرزی په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو و چې بیا د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شوی و.

د متحده عربي اماراتو او امریکايي چارواکو د دوحې په راتلونکې غونډه خبرې کړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیر محمد ابوشهاب وایي چې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې په دوحه کې د راروانې میاشتې د غونډې په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ګډو اندېښنو او د دې مسئلې چې هغوی زده‌کړو ته لاسرسی ولري، د یقیني کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په خپله اغلې امیري چې اکثره وختونه په خپله ایکس پاڼه کې د خپلو لیدنو کتنو خبرونه خپروي، تراوسه د دغې کتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وړمه ورځ وویل چې د دوحې په غونډه کې د دوی لومړیتوب به پر بشري حقونو او د ښځو پر حقونو راڅرخي.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې د جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي او دوه ورځې به دوام وکړي، طالبانو ته هم په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تراوسه یې په دې اړه چې ایا دوی په‌کې ګډون کوي که یې نه کوي، رسماً پرېکړه نه‌ده کړې.

روسي چارواکي: هیله ده چې طالبان خپلې کړې ژمنې پرځای کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو تمه کوي چې طالبان د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون ټولې هغه ژمنې پرځای کړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال اندرې رودینکو نن پنجشنبې په مسکو کې په یوه غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د دوی له‌خوا د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو شرط په خپل حال پاتې دی، وویل: "موږ دا مسئله له هېڅ شي سره نه تړو، خو هیله‌من یو چې د طالبانو حکومت خپلې کړې ژمنې پرځای کړي."

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپور له مخې رودینکو د روسیې د ترویستي سازمانونو له نوملړه د طالبانو د لیرې کولو د وړاندیز په اړه وویل چې د افغانستان په اړه د روسیې په ټوله پالیسي کې بدلون نه‌دی راغلی، خو د دې کار هدف دا دی چې د طالبانو لپاره د دې ښه زمینه برابره شي چې له نړیوالې ټولنې سره ښکېلتیا زیاته کړي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي، خو د روسیې د ولسمشر په ګډون د دې هېواد جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د تروریستي سازمانونو له نوملړه د طالبانو پر لیرې کولو غور کوي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

وروستیو سېلابونو په بغلان کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په بغلان کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن، سبا او بل سبا د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ډېر اټکل د پنج آمو او کابل سينديزو حوزو کې شوی دی.

له خبرپاڼې سره سم د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان سيندونو پر لاره او د دې سیمو د ځینو ځایونو په سېلابونو کې شته.

د دغو سیندیزو حوزو په غاړو کې له هستوګنو غوښتنه شوي چې د ځان او د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره دې له احتیاطه کار واخلي او هم دې نور له خطرونو خبر کړي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو په تېره شمال حوزه کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

کرکټ؛ د افغانستان او عمان سیالي بې پایلې تمامه شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتووالي سیالیو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره سیالي پیل کړې وه خو ورښت بې پایلې تمامه کړه.

دغه سیالي چې د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ماښام د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

عمان د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۴ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته لوبډلمشر عاقب الیاس ۶۶ ناسوځېدلې، ذېشان مقصود او کېشپ پرجاپټي هر یوه ۳۵-۳۵ منډې وکړې.

افغان لوري ته نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټ وسوځوله او درېیمه رن اوټ شوه.

د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ د ورښت له امله ترسره نه شوه او سیالي هم بې پایلې شوه.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به د چمتووالي بله سیالي د مې په ۳۱مه له سکاټلنډ سره ترسره کوي.

د اروپایي ټولنې او د قطر چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دوحه کې شوې دغې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان پر تحولاتو او هغه هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف په نړیوالو ګډو هڅو خبرې وکړې.

دغه لیده کاته داسې مهال شوي چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته قطر د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وي.

دغې غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون دغې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، خو ویلې یې دي، په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې ټول جزییات شریک کړي.

طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې چې تېره فبروري میاشته کې جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ.

په افغانستان کې د څه باندې لسو زرو ښوونځیو زده‌کوونکو ته مقوي خواړه برابرېږي

ارشیف: په افغانستان کې پر خوراکي توکو بار د خوړو نړیوال سازمان موټریز کاروان
ارشیف: په افغانستان کې پر خوراکي توکو بار د خوړو نړیوال سازمان موټریز کاروان

د خوړو نړیوال پروګرام با "ډبلیو‌ایف‌پي" د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د دفتر له‌خوا د لس میلیونه ایرو د مرستې د هرکلي ترڅنګ ویلي چې په دې مرستې سره به دا پروګرام وکولای شي چې په افغانستان کې د څه باندې لسو زره ښوونځو ماشومو زده‌کونکو، نجونو او هلکانو ته په ښوونځیو کې مقوي خواړه برابر کړي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې هسیو وي‌لي په یوه غږیزپیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې د اروپایي ټولنې په دغې مرستې سره به دوی وکولای شي چې روان میلادي کال په افغانستان کې نژدې دوه میلیونه زده کونکو ته ښه یعنې مقوي خواړه برابر کړې.

هغې زیاته کړه، دغه پروګرام چې "ډبلیو‌ایف‌پي" له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پیل شوی، ښه اغېز لرلی.

د نوموړې په خبره ډېرو زده‌کونکو ښوونځیو ته مخه کړې او هم پر زده‌کړو د زده‌کونکو تمرکز ښه شوی دی.

افغان سېلاب ځپلو مېرمنو ته د بېړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړل شو

د بغلان د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنې مېرمنې او ماشومان
د بغلان د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په افغانستان کې د سېلابونو زیانمنو ښځو او نجونو سره د بېړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

دې صندوق پرون چهارشنبې په یوه بیان کې ویلي چې د دې صندوق په ملاتړ په افغانستان کې ۲۱۶ ګرځنډه روغتیایي ټیمونه فعال دي او په کلیوالو سیمو او هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ګران دي، ښځو او نجونو ته د بېړني زېږون او رواني ملاتړ په برخو خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي، په بغلان ولایت کې چې هلته وروستیو سېلابونو ډېره وراني پېښه کړې، په اوس وخت کې یې څلور روغتیایي ټیمونه فعال چې په هر ټیم کې یو ډاکتر، یو نرس، یوه قابله، یو واکسیناتور او د درملو یو متخصص شامل دي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو روغتیایي خدمتونو او موقتې سرپناه د برابرولو خبر ورکوي.

خو د دې کمېټې په وینا، په بغلان کې د سېلابونو زیانمنې زر کورنۍ سخت بشري مرستو ته اړې دي.

ایف‌اې‌او: ۹ میلیونه افغانان به د غنمو د ویشل شویو تخمونو پر مټ ځان لپاره خواړه برابر کړي

ارشیف: په سرپل کې بزګران د غنمو د رېبلو پر مهال
ارشیف: په سرپل کې بزګران د غنمو د رېبلو پر مهال

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا "ایف‌اې‌او" وایي، روان ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې لږترلږه ۹ میلیونو کسانو د غنمو د هغو تخمونو پر مټ د ځان لپاره خواړه برابر کړي چې دې ادارې ویشلې دي.

خو د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې ۲۷ سلنه خلک بیا هم د خوراکي توکو له بحران یا بېړني حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د خوړو په برخه کې افغانستان مرستې ته اړتیا لري، خو کرنه کولای شي چې د خوړو له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته وده ورکړي که یوه ښه ستراتیژي چې له سیمه‌ییز اقلیم سره سمون ولري، مخ ته ونیول شي.

دې ادارې ویلي چې د غنمو تخمونو یې له دې کارسره مرسته کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG