د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۲

خبرونه

ایران یو بلوڅ وګړی د پولیسو پر پوستې د برید په تور اعدام کړ

ایران د شنبې په ورځ محمدعارف شه ‌بخش، چې د بلوچستان اوسېدونکی و، د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې په وسله ‌وال برید کې د لاس لرلو په تور اعدام کړ.

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، راپور ورکړی چې شه ‌بخش د جیش‌ العدل ډلې د غړیتوب او د «بغي» او «محاربې» په تورونو محکوم شوی و.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران قضايي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې یو شمېر پولیس وژل شوي او ټپیان شوي وو، خو د برید کره نېټه او د مرګ ‌ژوبلې شمېر یې نه دی څرګند کړی.

د ایران د اسلامي جمهوریت په قوانینو کې «بغي» د نظام پر ضد وسله ‌وال پاڅون ته ویل کېږي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د «محاربې» او «بغي» په څېر تورونه مبهم سیاسي او امنیتي تورونه بللي او په ایران کې یې د محاکمو پر ناڅرګندو او ناعادلانه بهیرونو نیوکې کړې دي.

جیش‌العدل ډله، چې د ایران په جنوب ختیځ کې فعالیت کوي، د ایران او امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې ده. خو دا ډله ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو لپاره مبارزه کوي. په ایران کې د اعدامونو زیاتېدو هم نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، تېره اوونۍ په ایران کې د بېړنیو محاکمو او عادلانه محاکمې ته د لاسرسي د حق د نقض په اړه خبرداری ورکړی و.

افغانستان د زیمبابوې پر وړاندې د ټسټ لوبې په دریمه ورځ ۴۰۲ منډې جوړې کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره د ټسټ لوبې د درېیمې ورځې تر پایه د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او لا هم له سیالې لوبډلې ۱۰۲ منډې وروسته ده.

زیمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان په توپ‌ وهنه کې رحمان‌الله ګربز ۱۱۳، صدیق‌الله اتل ۱۰۵ او رحمت شاه ۹۳ منډې جوړې کړې.

رحمت شاه او ضیاالرحمن، چې لا نه دي سوځېدلي، سبا یکشنبې به خپلې توپوهنې ته دوام ورکړي.

دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او ټاکل شوې د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.

د پولنډ په کراکوف ښار کې په ډزو پنځه کسان وژل شوي دي

آرشیف
آرشیف

د پولنډ په کراکوف ښار کې د یوه وسله وال کس په ډزو پنځه کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان دي.

د پولنډ پولیس وايي، دا پېښه نن شنبه د کراکوف ښار په مرکزي بازار کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا، یوه وسله‌ وال کس چې پوځي ډوله جامې اغوستې وې، له موټره پر خلکو ډزې پیل کړې. د پولیسو په خبره دغه وسله وال د نیولو پر مهال پر پولیسو هم ډزې وکړې چې دوه پولیس پکې ټپیان شول.

د راپورونو له مخې پولیسو بریدګر په ډزو ټپي کړی او روغتون ته لېږدول شوی دی. تراوسه چارواکو په دې اړه چې د دغې پیښې ترشا څه انګیزه پرته وه، څه ندي ویلي. د پولنډ ولسمشر کارول ناوروتسکي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله
د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د اسیا جام په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې مالیزیا لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۴۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې۴۳ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په دریم اور کې د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته پوره کړ.

بل پلو، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او زیمبابوي ترمنځ په روانه ټسټ لوبه د ملي لوبډلې دوه توپ اچوونکو صدیق الله اتل او رحمان الله سلیزې وهلي دي.

دا ټسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه پیل شوې چې د لړم تر ۱۹مې به دوام وکړي.

سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه مقرر شو

چپ اړخ ته سټفین میلر
چپ اړخ ته سټفین میلر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټفین میلر د سپینې ماڼې د ویاند په توګه دنده وګوماره.

تمه ده ۴۱کلن میلر د سوزي وایلز په ځای د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړي.

ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼه میلر یو وفادار کس یاد کړی دی.

امریکا د ایران د اټومي پروګرام د معلوماتو پر سر ۲۰میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" پروګرام د ایران د اټومي وسلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر۲۰میلیونو ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

دې پروګرام پر خپلې ایکس شبکې او ویب پاڼې پرون جمعه په فارسي او انګلیسي ژبو د ایران د اټومي پروګرام، د ځای، کارکوونکو، ساینس پوهانونو، تخصصي او تخنیکي برخو او د دغه پروګرام اړونده د نورو جزییاتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټروټ سوشل پاڼې لیکلي چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړی وای، اوس به نه اسراییل و او نه به منځنۍ ختیځ.

دا ایران د اټومي پروګرام پر سر د جایزې اعلان وروسته له هغه دی چې د راپورونو له مخې ایران هوکړه چې د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره د سولې مذاکرات مخته یوسي.

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: داعش وسله والې ډلې بې‌پیلوټه الوتکې او تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي

د داعش وسله والې ډلې بیرغ
د داعش وسله والې ډلې بیرغ

د ملګروملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي دي.

زویف دا څرګندونې پرون جمعه د (سبټمبر ۶مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.

هغه وړاندې ویلي چې د داعش ډلې غړو د دغو وسیلو د عملي کارونې روزنې هم بشپړې کړي دي.

د زویف په ټکو چې انټرنیټ او انلاین اړیکو په مجازي فضا کې د ترهګرو ډلو د جلب او جذب له کبله منځنۍ اسیا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې زیان منونکې کړې ده.

په همدې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثیق ویلي چې داعش وسله واله ډله د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې څخه کار اخلي.

د هغه په ټکو، "د مصنوعي ځیرکتیا په اوسني وخت کې داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی ".

وثیق وړاندې وویل چې طالبان د دغه "نړیوال دښمن "د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

وثیق د دغو محدودیتونو په اړه جزییات ور نه کړل، خو د ټکنالوژۍ له شرکتونو یې وغوښتل چې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تیرو څه باندې پنځو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله واله ډله په کلکه ځپلې ده.

د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو۳۳ پلاوو ګډون کړی و.

د ناستې اجنډا د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او ترهګرۍ او امنیتي ګواښونه و.

ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي

ارشیف، د افغانستان وارداتي برېښنا
ارشیف، د افغانستان وارداتي برېښنا

ملګري ملتونه وايي افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (یو اېن ډي پي) دا خبره د افغانستان د «انرژۍ د اوونۍ» د غونډې په درشل کې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې افغانستان هر کال د برېښنا د رانیولو لپاره څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.

د نومبر په نهمه او ۱۰مه «د افغانستان د انرژۍ د اوونۍ» تر عنوان لاندې دوه ورځنی مناسبت چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له‌خوا دایرېږي، پر همکارۍ، مشارکتونو او د انرژۍ پر وارداتو د شدیدې اتکا د ستونزې پر حل تمرکز کوي.

اسلام‌اباد افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې پر مهال له افغانستانه امریکا ته لېږدول شوي و.
ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې پر مهال له افغانستانه امریکا ته لېږدول شوي و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې اسلام‌اباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکایي فدرالي محکمې په روانه اوونۍ کې افغانستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو پلان وځنډاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوس‌مهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه‌یې له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ له امریکا څخه د څه د پاسه ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډاوه.

د کډوالو د حقونو مدافع ډلو ویلي چې د دغه اقدام له امله د یادو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شو.

امریکایي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې به په امریکا کې مېشت دغه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي له درېېمو هېوادونو هم غوښتي چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه‌کړي.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو مخکې یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

د سیمه‌ییز کړکېچ د پای ته رسولو په اړه د قطر د امیر او ډونالد ټرمپ خبرې

ارشیف، د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
ارشیف، د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

قطر وايي، د دغه هېواد امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د قطر د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي چې موخه‌یې د سیمې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې «هر اړخیزې هوکړې» ته رسېدل دي.

د قطر د امیر دیوان په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۵مه» خپره شوې، ویل شوي چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په دې خبرو کې «د مذاکراتو پر دوام، د اختلافاتو په حل او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو لارو چارو پر کارولو» ټینګار کړی دی.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوې دي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته لاره هواره شي.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ایران د قطر له لارې واشنګټن ته د خپل اټمي پروګرام په اړه یو وړاندیز سپارلی دی.

د دغه چارواکي په وینا، امریکا دا وړاندیز ارزوي، خو د خبرو اترو پیل په دې پورې تړلی چې واشنګټن لومړی د تهران اووه غوښتنې ومني.

په دغو غوښتنو کې د بندیزونو لغوه کول، کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول او د جګړې د زیانونو جبران شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ټینګار کوي چې د اټمي پروګرام موضوع باید په لومړنیو مذاکراتو کې شامله وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG