خبرونه
افغانستان کې د جګړې په اړه د امریکا دفاع وزیر څرګندونو ته د پولنډ غبرګون
د پولنډ د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د پوځي رول په اړه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسېټ څرګندونې په کلکه رد کړې.
هګسېټ د امریکا په ټېنېسي پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د شاوخوا ۵۰ غړو او متحدو هېوادونو له ډلې یوازې یو یا دوه هېوادونه په رښتیني توګه په جګړه کې ښکېل و او د جګړې ډېره برخه امریکایي ځواکونو پر مخ وړله.
خو د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه د دغو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: "ښاغلی وزیره، دا خبره د هغو ۴۴ پولنډي سرتېرو کورنیو ته وکړه چې د افغانستان په غزني ولایت کې د امنیت د ټینګښت پر مهال ووژل شول."
پولنډ له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې پوځي حضور درلود او زرګونو پولنډي سرتېرو په دغه هېواد کې خدمت کړی دی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د متحدینو ځواکونه تر ډېره د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي و.
دغو څرګندونو هم د اروپایي متحدینو سخت غبرګونونه پارولي و.
جرمني کې د یو افغان او ډنمارکي وګړي محکومیت؛ برلین د ایران سفیر احضار کړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ایران سفیر احضار کړ.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې یوې جرمنۍ محکمې تېره اوونۍ یو افغان او یو ډنمارکی وګړی د ایران لپاره د اسرائیل د ملاتړو شخصیتونو د وژلو د دسیسې په تور په بند محکوم کړل.
د هامبورګ محکمې ډنمارکی وګړی په اتهنیم کاله او افغان وګړی په څلور نیم کاله بند محکوم کړي دي.
د فرانسپرس د راپور له مخې، د جرمني د څارنوالانو په وینا، ډنمارکي وګړي د ایران له استخباراتو سره مستقیمه همکاري لرله او افغان وګړی یې چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، د بریدونو د ترسره کولو لپاره ګومارلی و.
محکمې ویلي چې دواړه کسان د ایران په لارښوونه په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران ته به اجازه ورنهکړي چې د دغه هېواد ازاده ټولنه وګواښي.
خو په برلین کې د ایران سفارت تر دې وړاندې دا تورونه بېبنسټه بللي و.
د پوتین، ټرمپ و شي احتمالي غونډه؛ اوکراین د روسیې د دې ابتکار مخالفت وکړ
کرملېن وايي، امکان لري چې د روسیې، امریکا او چین ولسمشران راتلونکې میاشت په چین کې د اسیاـ پاسفیک د اقتصادي همکاریو سازمان، اپېک د سرمشریزې په څنډه کې درې اړخیزه غونډه وکړي.
د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، د دغې احتمالي غونډې موضوع مطرح شوې، خو تر اوسهیې د ترسره کېدو او اجنډا په اړه کومه هوکړه نهده شوې.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره د دې غونډې وړاندیز کړی دی.
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها له دې نظر سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او امریکا د مشرانو غونډه به پوتین د جګړې دوام ته وهڅوي.
کرملېن ټینګار کړی چې د اوکراین له ګډون پرته د جګړې د پای ته رسولو وروستۍ هوکړه ناشونې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ اړخیزو سیالیو دویم مقام خپل کړ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د شپږاړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د برازیل په وړاندې شپږ پر صفر ماتې وخوړه، خو د دغو سیالیو د دویم مقام په ګټلو بریالۍ شوه.
افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د پام وړ لوبې وکړې او په نیمه پایلوبه کې یې د کېپ وېرد لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
افغانستان په داسې حال کې په پایلوبه کې له برازیل سره مخامخ شو چې د فوټسال د نړیوالې درجهبندۍ له مخې، برازیل د نړۍ لومړی مقام لري، خو افغانستان په دې نوملړ کې په ۲۲م مقام کې دی.
د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو لوبې د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره شوې.
افغانستان په ګروپي پړاو کې له جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې و، په داسې حال کې چې برازیل، اندونیزیا او کېپوېرد په بل ګروپ کې سیالۍ وکړې.
ولسمشر ټرمپ وايي روسیه اوسمهال ایران سره چندان مرسته نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیه اوس مهال له ایران سره ډېره مرسته نه کوي او دی غواړي چې دا وضعیت همداسې دوام وکړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې دا څرګندونې کړې دي.
هغه زیاتوي: «روسیه د هغه څه په پرتله چې له ایران سره یې د مرستې لپاره کولی شي، ډېر لږ کار کوي، که په اصل کې کوم کار کوي هم.»
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي رسنیو په وار وار له ایران سره د روسیې د مرستو په اړه راپورونه خپاره کړي دي. خو ټرمپ، چې تمرکز یې ایران سره پر جګړې دی، تورن شوی چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې ته کافي پاملرنه نه کوي.
د ټرمپ په مشرۍ دامریکا حکومت هڅه کړې چې د مسکو او کیف ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي؛ خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې پرېکنده پایلې ته نه دی رسېدلی.
ولسمشرټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه «نه غواړي دا جګړه پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې هم د پای ته رسولو اراده نه لرله.»
د طالبانو حکومت په خلکو غږ کوي چې د ژمي په درشل کې ستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي
د طالبانو حکومت وايي په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا اته ملیونو ته رسیدلی او په خلکو یې ستنو شویو کډوالو سره د مرستې غږ وکړ.
پاکستان او ایران هلته پر میشتو افغانانو فشارونه زیات کړي چې له کبله یې هره ورځ سلګونه کډوال افغانستان ته اخراجېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د را ستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون مشر هم دی د یکشنبې په ورځ پر افغانانو باندې غږ وکړ چې د سره میاشتې او نورو موسسو له لارې راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.
مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو هم افغانستان ته د استول شویو کسانو ژوند د اندیښنې وړ بللی دی.
ولسمشر مکرون د فرانسې په لاریونونو کې د «بېحده تاوتریخوالي» غندنه وکړه
د فرانسې ولسشمر ایمانویل مکرون په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په پاریس کې لاریونونو دوام وکړ ، په یوه ټلوېزیوني وینا کې په واټونو کې د «بېحده تاوتریخوالي» سخته غندنه وکړه.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د شنبې په ورځ نږدې دوه زره او ۴۰۰ کسان نیول شوي او په مقابل کې یې نږدې زر پولیس او د ژاندارم ځواکونو غړي په تاوتریخوالي کې ټپیان شوي دي. د ځینو امنیتي ځواکونو ټپونه «جدي» بلل شوي دي.
د ولسمشر له ټلوېزیوني وینا څو ساعته وروسته، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۷مه، ومنله چې پولیسو په ځینو ښارونو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.
نونز وویل پولیس د ورانکارو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځکه چمتو نه وو چې دداسې وضعیت اټکل نه و شوی. هغه همداراز اعلان وکړ چې له همدې امله یې خپله استعفا وړاندې کړې ده.
تر دې وړاندې د اپوزیسیون ګوندونو او د کیڼ او ښي اړخ سیاستوالو د لوران نونز د استعفاء غوښتنه ځکه کړې وه چې دغو لاریونونو حکومت غافلګیر کړی .
خو د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د هغه استعفا ونه منله. مکرون له نونز څخه وغوښتل چې د لوټمارانو د مخنیوي لپاره «په چټکۍ سره نوې لارې چارې» په کار واچوي.
لاریونونه د شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د لوړوالي پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو وروسته د پاریس، لیون او لیموژ په ګډون په څو ښارونو کې په تاوتریخوالي، چور او تالان، او اور اچونې واوښتل.
په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ هم په اور کې له منځه تللې ده.
د دغو پېښو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه سلګونو میلیونو یورو اټکل شوي.
په هانک کانګ شپږ اووره سیالیو کې د افغان ټیم ګډون
د هانک کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ بورډ یو ټیم اعلان کړ.
تمه ده د هانک کانګ شپږیزې سیالۍ همدا اکتوبر پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ګلبدین نایب به لوبډلمشر وي، ورسره صدیق پاچا، عمران میر، کریم جنت،ننګیالی خان،فرمان الله صافی او عبدالرحمن په ټیم کې شامل دي.
تمه ده د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په دېرشمه د جنوبي افریقا په وړاندې وي او دویمه یې د اکتوبر په ۳۱مه له عمان سره ده.
د هانک کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د نړۍ د دولسو ټیمونو تر منځ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تر منځ د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا تړون وشو
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د بشري فعالیتونو د پياوړتیا په هدف یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.
دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه خبر ورکړی.
د بیان په اساس دا تړون د بیړنیو خدماتو، روغتیا پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو په کمولو او د معیشت په ملاتړ تمرکز کوي.
دا تړون د «افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شوی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي څو د لا ډېرو ستونزو پر وخته رسیدنه وشي.
په فرانسه کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پایله کې نږدې ۱۸۰۰ کسان نیول شوي
په فرانسه کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پایله کې، ۱۸۰۰ کسان نیول شوي او په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا یو نیم زر دوکانونه او مغازې زیانمنې شوي.
د دغو پېښو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه سلګونو میلیونو یورو اټکل شوي.
لاریونونه د شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د لوړوالي پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو وروسته د پاریس، لیون او لیموژ په ګډون په څو ښارونو کې په تاوتریخوالي، چور او تالان، او اور اچونې واوښتل.
په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ هم په اور کې له منځه تللې ده.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۵۰۰ پولیس، د اور وژنې کارکوونکي او د روغتیایي بیړنیو مرستو پرسونل ټپيان شوي دي.
سربېره پر دې، د سینټ ایټین (Saint-Étienne) په ښار کې د یو ۱۷ کلن هلک لاس د ګڼې ګوڼې د کنټرول لپاره د کارول کېدونکي بم (ګرینیډ) د چاودنې له امله پرې شوی دی. په پاریس کې د یو لاریون پر مهال یو کس هم مړ شوی دی؛ خو چارواکو ویلي چې دغه مړینه د روغتیایي ستونزې له امله وه او له لاریونونو سره تړلي تاوتریخوالي سره یې ربط نه درلود.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې رامنځته شوې ګډوډۍ د کډوالۍ له مسلې سره تړلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپل د کډوالۍ قوانین لا سخت کړي.