د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۸

خبرونه

کرملین وایي، پوتین د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د تهران دریځ ولسمشر ټرمپ ته رسولی دی

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په همغږۍ، له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي حل‌لارې په اړه د تهران دریځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسولی دی.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، وویل چې پوتین له پزشکیان سره د یوې کتنې پر مهال هغه ته خبر ورکړی و چې د امریکا له ولسمشر سره به ټیلیفوني خبرې وکړي.

پسکوف زیاته کړې چې پوتین وروسته د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د جګړې د احتمالي حل په اړه د تهران دریځ ډونالډ ټرمپ ته ورساوه.

خو د کرملین ویاند په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم وړاندیزونه کړي دي.

پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو سازمان د مشرانو د سرمشریزې او د چاپېریال ساتنې د غونډې په څنډه کې دوه اړخیزه کتنه کړې وه.

دوی همدارنګه د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی و.

بینیټ حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکولو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د جنوبي افریقا حقوقپوهې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوانتم "ناوې" پېلې ته د نوبل د سولې جایزې د ورکولو هرکلی کړی دی.

بېنټ د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مېرمن پېلې خپل ټول عمر د عدالت، سولې، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او دی خوښ دی چې د هغې د ارزښتناکو هڅو درناوی شوی دی.

د هغه په وینا، دې خبر د بشري حقونو مدافعانو ته، په ځانګړي ډول په غزه کې له وروستیو پېښو، د ده په وینا له نسل ‌وژنې او د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا له لوري د بندیزونو له لګولو وروسته، نوې هیلې را ژوندی کړي دي. د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په اوسلو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ناوانتم "ناوې" پیلې ته ورکړل شوې ده.

بینیټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت څارنه کوي، تیره اونۍ یې د ماموریت دوره د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

د افغانستان پنځه لوبغاړي په پارا اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شول

د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، د پاراآسیایي لوبو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره له کابله جاپان ته روان شول.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب پنځه لوبغاړي د وزن پورته کولو، پاراتکواندو او د میز پرسرټېنس په برخو کې سیالۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ورزشه منع شوې دي او ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارې له هېواده وتلې دي.

ټاکل شوې چې د پاراآسیایي لوبو پنځم پړاو د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د اکتوبر په ۱۸مه په جاپان کې پیل شي.

د یوه بل خبري له مخې د کندهار د کرکټ جام سیالۍ، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د "عمر سعادت" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې نعمان شاه د غوره لوبغاړي او نجیب‌الله درمل د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شول.

د کندهار جام په سیالیو کې د افغانستان د اوو ولایتونو نهو لوبډلو ګډون کړی و.

ترکیې له ۱۵ کلونو کشرانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل

ترکیې د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، په رسمي ډول اعلان وکړ چې له ۱۵ کلونو کم عمره کسان نور خواله رسنۍ نه شی کارولی.

دا پرېکړه د پارلمان له تصویب وروسته په رسمي دولتي جریده کې خپره شوې او د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نېټې به عملي شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دې قانون پر بنسټ، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه مکلف دي چې د کاروونکو د عمر د معلومولو او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د دې پرېکړې هدف د ډیجیټلي نړۍ له خطرونو څخه د ماشومانو ساتنه ده. په دغو خطرونو کې د ځیرکوموبایلونو په ډېر کارولو روږدي کېدل، د خوب کموالی، د انټرنېټ له لارې ځورول او د خوړو اړوند اختلالات شامل دي.

استرالیا هم په دې برخه کې محدودیتونه لګولي دي، او بریتانیا او فرانسې هم د ورته اقداماتو د پلي کولو هڅې پیل کړې دي.

له دې جلا د بشري حقونو مدافع ډلې په ترکیه کې د بیان د ازادۍ د محدودیتونو په اړه انتقادونه لري.

د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې دوهمه ورځ: افغانستان توپ وهنه کوي

د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې په دوهمه ورځ د افغانستان لوبډله توپ وهنه کوي.

نن د بنګله دېش د پاتې دوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته افغان لوبډلې بیټنګ یا توپ وهنه پیل کړه.

بنګله دېش چې د لوبې پچه ګټلې وه، پرون توپ وهنه یا بیټنګ غوره کړ او نن وروسته له دې چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، د خپلې لومړۍ پاڼۍ د منډو شمېر یې ۳۴۶ ته ورساوه.

د افغان باولرانو یا توپ اچونکو په منځ کې د سیال ټیم تر ټولو ډېر لوبغاړي محمد سلیم وسوځول. ده څلو، یامین احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځول.

د یمن حکومتي ځواکونه د باب‌المندب تنګي د بېرته نیولو هڅه کوي

د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومتي ځواکونو د ستراتیژیک باب‌المندب تنګي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.

د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د دې ډلې ۱۳۶ پوځي هدفونه ویجاړ کړي دي.

د ائتلاف ویاند ترکی المالکي نن (شنبې) وویل، بریدونه د حوثیانو پوځي وړتیاوې په نښه کوي او ائتلاف شپه او ورځ د یمن د حکومتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. په ورته وخت کې، حوثي رسنیو د یمن په شمال کې د صعده ولایت پر یو شمېر سیمو د سعودي د توغندويي بریدونو خبر ورکړی دی.

دا نښتې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر او د سعودي هوايي شرکت پر یوې الوتکې د برید مسوولیت ومانه. د سعودي چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي، چې یو یې پیلوټ و، او د توغندیو د شنډولو پاتې شونو یوه وړکتون او روغتیايي مرکز ته هم زیان اړولی دی.

د حوثیانو رسنیو همداراز ویلي، د یمن پر پلازمېنه صنعا د سعودي په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي. د یمن حکومتي ځواکونه ادعا کوي چې د سره سمندرګي د ساحل ځینې برخې او د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې یې بېرته نیولې دي، خو حوثیان دا ادعا ردوي.

پوځي سرچینې وايي، جګړه لا روانه ده او د حکومتي ځواکونو پرمختګ محدود دی. د جګړې د ښکېلو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو محدودیتونه نرموي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې هوکړه کړې چې د سون‌توکو د بیو د کمولو لپاره به د روسیې د ډیزلو پر صادراتو محدودیتونه موقناً نرم کړي.

ټرمپ ویلي، روسیه به سمدستي څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډیزل، په نومبر کې ۵۰۰ زره ټنه او ورپسې یو میلیون ټنه ډیزل نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د امریکا د خزانې وزارت هم موقتي جواز صادر کړی چې له مخې به یې د روسیې د ډیزلو پلور، لېږد او واردات د ۲۰۲۷ کال د اپرېل تر اوومې پورې، په محدودو شرایطو کې، اجازه ولري.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واشنګټن تر دې مخکې د اوکراین پر وړاندې د جګړې د تمویل لپاره د مسکو د انرژۍ پر عوایدو بندیزونه لګولي وو.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي دا پرېکړه پوتین ته «ډالۍ» بللې او ویلي یې دي چې د روسیې د تېلو د محصولاتو پلور ته اجازه ورکول د هغې جګړې د دوام لپاره پانګونه ده چې باید پای ته ورسېږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله عمان ته ځي

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله نن «د اکتوبر په ۱۰مه» عمان ته سفر کوي، څو له عمان او بنګله‌دېش سره اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نارینه‌وو اسیا جام ته د لوبډلې د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.

د سفر لپاره په اعلان شوي نوملړ کې سهیل خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به په هره بڼه چې وي، ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، امریکا د اتومي وسلو په ترلاسه کولو کې د ایران مخه نیولې او د تېلو بیې به هم په څرګند ډول راټیټې شي. هغه زیاته کړه چې جګړه ښايي په ډیپلوماسۍ یا له پوځي لارې پای ته ورسېږي.

ټرمپ ادعا وکړه چې ایران نور سمندري او هوايي ځواک او د هوايي دفاع سیستمونه نه لري. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ډیزلو د بیو په اړه مهم خبرونه اعلان کړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) هم هوکړه کړې چې د سون‌توکو د بیو د راکمولو لپاره له خپلو بېړنیو زېرمو څخه د ۱۰۰ میلیون بېرله اومه تېل او ډیزل بازار ته وړاندې کړي.

د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې کسان وژل شوي

د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید
د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید

د سعودي عربستان چارواکو پرون (جمعه) وویل چې د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو هم د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، په بریدونو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته هم زیان اوښتی او د نړیوالو الوتنو بهیر له پراخو ګډوډیو سره مخامخ شو.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل چې هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ دوه ځله په نښه شوی و.

د دې ادارې په وینا، په لومړي برید کې د هوايي ډګر تأسیسات او په دوهم برید کې د سعودي د دولتي هوايي شرکت «سعودیه» یوه الوتکه په نښه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG