خبرونه
د اسیا د فوټبال جام سیالۍ وځنډول شوې
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې په سعودي عربستان کې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام سیالۍ د سیمهییزو امنیتي اندېښنو له امله نږدې یو کال ځنډول شوې دي.
ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د راتلونکي کال د جنورۍ له اوومې د فبرورۍ تر پنځمې ترسره شي، خو د نوي مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر پر ۲۳مه پیل او د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ پر ۲۱مه پای ته ورسېږي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون نن سې شنبه «د لړم په ۱۲مه» وویل چې د سیمې استثنايي وضعیت، د سفرونو ګډوډۍ او لوژستیکي ستونزو ته په پامیې دا پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د یمن حوثي یاغیانو په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي.
د اسیا جام سیالیو کې به ۲۴ ملي لوبډلې برخه واخلي او لوبې به په ریاض، جدې او الخبر ښارونو کې ترسره شي.
نوی مهالوېش لا د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) تصویب ته اړتیا لري.
په امریکا کې منځمهاله ټاکنې
په امریکا کې د سې شنبې په ورځ منځمهاله ټاکنې ترسره شوې چې پایلې بهیې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ پر پاتې دوو کلونو مهم اغېز ولري.
په دغو ټاکنو کې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د ۱۰۰ کسیزې سنا جرګې د ۳۵ څوکیو لپاره استازي او د ۳۶ ایالتونو والیان ټاکل کېږي.
اوسمهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، خو ډیموکراتان هڅه کوي چې د یوې یا دواړو جرګو واک ترلاسه کړي.
د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ د رای اچوونې پیل
نن په امریکا کې منځمهالې ټاکنې دي.
خلک د کانګرس د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سنا جرګې د ۳۵ غړیو د ټاکلو لپاره رایې کاروي.
همدارنګه د امریکا د ګڼو ایالتونو د والیانو لپاره هم رایې کارول کېږي.
دغو ټاکنو ته منځمهالې ځکه ویل کېږي چې د یوه ولسمشر د کاري دورې په نیمايي کې ترسره کېږي.
د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.
خو ډموکراټان وایي هڅه کوي د کانګرس په دواړو خونو کنټرول خپل کړي.
دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی
دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دغو پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده چې ناپیژاندو وسله والو پرې برید وکړ.
د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.
په پاکستان کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي پخوا هم د داسې بریدونو هدف ګرځېدلي.
د راپورونو له مخې وروستی وار تېر سپټمبر د پولیو د واکسیناسیون دوه پولیس ساتونکي د بلوچستان په نوشکۍ کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې لا پکې پولیو له منځه نه دی تللی او هر یو نیم وخت پکې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.
ایراني چارواکو دوه افغان بندیان د اصفهان په زندان کې اعدام کړي
ایراني چارواکو دوه افغان بندیان په اصفهان کې اعدام کړي.
د ایران د بشري حقونو دوو سازمانونو هنګو او هرانا نن خبر ورکړی چې دا دوه افغانان مبارک محمدي او قاسم ملا امیني نومېدل او د افغانستان د شبرغان اصلي اوسیدونکي وو.
دوی د مخدره موادو له جرمونو سره تړلیو قضیو په تور اعدام شوي.
که څه هم د دوی د اعدام حکمونه د میزان/تلې په ۲۹مه اجرا شوي وو خو لا یې خبر نه وو خپور او نه هم ایراني چارواکو څه ویلي و.
د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ۲۰۲۶ کال له جنوري تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ افغانان اکثر د مخدره موادو جرمونو سره تړلیو قضیو کې اعدام شوي.
ځینې نور افغانان بیا د سیاسي – امنیتي ملحوظاتو په تېره د حکومت ضد مظاهرو او وژنو په تړاو هم اعدام شوي.
د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو له حکومت غوښتي چې د لسګونو افغان کډوالو ایستل لغوه کړي
د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو له حکومت غوښتي چې د لسګونو افغان کډوالو ایستل لغوه کړي.
د امریکا د استازیو او سنا جرګو دغو اکثر ډموکراټ غړيو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مالین ته پرون یو لیک استولی.
په دغه لیک کې راغلي چې: «افغانستان او ایران ته د هغو زیانګالو خلکو استول چې په امریکا کې یې پناه غوښتې هغوی د تعقیب، ځورونې او وژل کېدو له ګواښ سره مخ کوي.»
دوی ویلي چې اکثرو دغو افغانانو له امریکا سره په ګډه جګړه مخته وړې او خپل او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې اچولی.
په دغه لیک کې د یو شمېر ایرانيانو د احتمالي اخراج په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.
افغان ایواک او له امریکا د کډوالو د ډیپورټ پروازونو یوه څارونکي بنسټ ویلي چې ښايي د تکساس له ایلپاسو څخه الوتکه کې دا خلک وایستل شي.
د امریکا کورني امنیت وزارت لا رسماً د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو او ځینو ایرانیانو د ایستلو په باب څه نه دي ویلي.
له ۱۱۰ زرو زیاتو ستنو شویو افغانانو سره د «ایاواېم» روغتیايي مرستې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) وايي د اروپايي اتحاد یې په ملاتړ یې د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر اکټوبر میاشتې پورې خپل هېواد ته د څه د پاسه ۱۱۰ زرو ستنو شویو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې تېره اوونۍ یې کندهار کې له پاکستانه د راستنو شویو لپاره د روغتیا پالنې، ساتنې او نورو اساسي خدماتو د وړاندې کولو تأسیساتو څخه لیدنه کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د ځنغوزیو په صادراتو کې ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي سږکال د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ځنغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د خونې د اطلاعاتو امر احسانالله احسان ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د ۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ځنغوزي صادر شوي و او نسبت تېر کال ته د ځنغوزیو په صادراتو کې سږکال ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې سږکال د ځنغوزیو حاصلات هم نسبت تېر کال ته زیات دي او په انتقال کې یې هم سوداګرو ته تسهیلات منل شوي دي.
د سوداګرۍ خونه وايي د افغانستان ځنغوزي د هوايي دهلېزونو له لارې، خلیج هېوادونو، هند، اروپايي هېوادونو او اکثر چین ته صادرېږي.
د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان (الف) لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې اکرام عليخېل به د ۱۵ کسیزې لوبډلې مشر وي.
د اکرام عليخېل تر څنګ حسن عیسیخېل، اعجاز احمدزی، عمران میر، دروېش رسولي، فیصل شینوزاده، بهیرشاه محبوب، اسحاق رحیمي، فرمانالله ساپی، الله محمد غضنفر، بشیر احمد، نوید ځدراڼ، قیس احمد، نصیر معروفخېل او بلال سمېع په لوبډله کې شامل دي.
دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې په دوحه کې ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان الف ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۹مه د سیریلانکا په وړاندې وي، دوهمه د نومبر په ۲۱مه د بنګلهدېش او درېیمه به د نومبر په ۲۳مه د هانګ کانګ په وړاندې وي.
ټاکل شوې ده چې د سیالیو نیمه پایلوبه د نومبر په ۲۶مه او ۲۷مه او پایلوبه د نومبر په ۲۹مه وشي.
زلنسکي ټرمپ ته: پاټریوټ راکړئ، د روسیې د تېلو په تصفیهخونو بریدونه دروو
د اوکراین ولسمشر وايي که چېرې واشنګټن کیف ته ژر دافع هوا پاټریوټ ډوله توغندي ورکړي، نو اوکراین به لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ورڅخه غوښتي د روسیې د تېلو په تصفیهخونو له بریدونو څخه لاس واخلي.
ولودیمیر زلنسکي د یکشنبې په ورځ فاکسنیوز سره مرکه کې وویل چې د امریکا ولسمشر او مرستیال سرهیې د موضوع په هکله څو ځله بېلابېلې خبرې کړې دي.
هغه په دې مرکه کې وویل کله چې روسیه د اوکراین د انرژي په تأسیساتو، برېښناکوټونو، تصفیهخونو او هرڅه باندې بریدونه کوي او د اوکراین ولس وژني، نو اوکراین لاس تر ځنې نهشي پاتې کېدای.
امریکايي پاټریوټ ډوله دافع هوا سیستم د لوېدیځوالو په لاس کې د هغو محدودو وسلو څخه یو دی چې کولای شي هغه بالیستیک توغندي چې روسیهیې د اوکراین د ښارونو په لور توغوي په هوا کې وولي او نسکور کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په خپل هېواد کې د انرژۍ د بیو د چټک لوړوالي له امله له سیاسي فشارونو سره مخ دی، له روسیې او اوکراین غوښتي چې د یو بل د انرژۍ پر تأسیساتو بریدونه ودروي.