خبرونه
د امریکا مرکزي قوماندانۍ: له اوړي راهیسې د هرمز تنګي له لارې یو نیم میلیارډ بېرله تېل صادر شوي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام، وايي چې له اوړي راهیسې یې د ایران له بندیزونو سره سره د خلیج له هېوادونو سره د هرمز تنګي له لارې د څه باندې یو نیم میلیارډ بېرله خامو تېلو په صادرولو کې مرسته کړې ده.
سېنټکام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې له درې زرو زیاتې سوداګریزې بېړۍ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ له دغه تنګي تېرې شوې دي.
د سېنټکام قوماندان براډ کوپر ویلي چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ اصلي لارې د ایران له سمندري ماینونو پاکې ساتل شوې دي.
ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پر دغه مهم تنګي کنټرول ټینګ کړی و، خو واشنګټن ادعا کوي چې تهران اوس پر دې لارې بشپړ کنټرول له لاسه ورکړی دی.
نتنیاهو: ایران ښايي د اسرائیل د ټاکنو د ګډوډولو هڅه وکړي
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران او متحدې ډلې یې ښايي د سې شنبې ورځې د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو لپاره بریدونه وکړي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې استخباراتي معلومات د داسې بریدونو احتمال ښيي.
هغه ایران ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل د ازمویلو هڅه دې نه کوي، کنه له سختو ځوابي بریدونو سره به مخ شي.
نتنیاهو، چې د امریکا په ملتیا یې د فبرورۍ په میاشت کې د ایران پر ضد جګړه پیل کړې، د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر امنیتي موضوعاتو ډېر ټینګار کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې زلزلې لړزولې دي
د یکشنبې د ورځې ناوخته د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې لړزولې دي.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د زلزلې ټکانونه په کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې احساس شوي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان جیو نیوز هم ویلي چې زلزله د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو او ګلګت بلتستان کې احساس شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري یا حمل میاشتې په نیمایي کې په بدخشان کې د ۵ اعشاریه ۸ درجې زلزلې له امله، چې ټکانونه یې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شوي وو، ۱۲ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.
د قطر منځګړي د امریکا په همغږۍ تهران ته تللي دي
د قطر منځګړي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو په همغږۍ تهران ته تللي دي.
رویترز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه د یوه باخبره چارواکي په حواله ویلي چې دا سفر د سیمه ییزو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې قطري منځګړو له کومو ایراني چارواکو سره کتلي او د خبرو پایله څه وه.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو پر سر اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
ایران وړاندیز کړی چې د امریکا د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د ایران د تېلو پر صادراتو د محدودیتونو د کمېدو، د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو او د جګړې د درولو په بدل کې به د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.
خو واشنګټن غواړي چې د ایران اټومي پروګرام هم د خبرو له پیل څخه د مذاکراتو برخه وي.
د حوثیانو د بریدونو له دوام سره سره د ریاض نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو تړل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل، خو د یمن حوثي یاغیانو پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ریاض له هوايي ډګره یو شمېر الوتنې ترسره شوې، خو ډېری نورې لا هم لغوه دي.
د هوايي ډګر د فعالیتونو له بیا پیلېدو سره سم، د یکشنبې په سهار په ریاض کې د چاودنو غږونه واورېدل شول او اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شو.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې د حوثیانو لږترلږه لس بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. د سعودي چارواکو په وینا، د توغندیو د ټوټو د لوېدو له امله د دغه هېواد په جنوب کې دوه کسان ټپیان شوي او یو شمېر ودانیو او موټرو ته زیان رسېدلی دی.
حوثیانو خبرداری ورکړی چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر لا هم خوندي نه دی او د دوی پوځي هدف ګڼل کېږي.
د روانې میاشتې په پیل کې پر دغه هوايي ډګر د حوثیانو په یوه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.
ملګري ملتونه: پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر،اوچا وايي، پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه او نورې ستونزې لا هم په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشري مرستو رسولو مخه نیسي.
اوچا د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې په ټول افغانستان کې بشري مرستو ته د لاسرسي په تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي چې د اګست په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښيي.
د راپور له مخې، له دغو پېښو ۱۸ یې په بشري فعالیتونو کې د لاسوهنې اړوند وې او ۱۴ پېښې د افغانستان په لوېدیځ کې ثبت شوې دي.
اوچا ویلي، د افغانستان په لوېدیځ کې شاوخوا ۹۰ سلنه سروې شویو مرستندویه بنسټونو ښځو او نجونو ته د خدمتونو په رسولو کې له ستونزو شکایت کړی دی.
د اوچا په خبره چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په دې سیمه کې د ۱۳۹ ارزول شویو بشري پروژو له ډلې د ۲۶ پروژو فعالیتونه بند، ځنډول شوي یا محدود شوي او یا یې د پیل مخه نیول شوې ده.
اوچا ټینګار کړی چې بشري مرستو ته باید له خنډ پرته لاسرسی خوندي شي او د ثبت شویو پېښو کموالی د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه دی.
قالیباف: ایرانیان دې په ژمي کې د ګازو مصرف کم کړي
د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ګډو هڅو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې حکومت به هغو کسانو ته چې ګاز سپموي، د سپما له اندازې سره سم پیسې مستقیم د هغوی بانکي حسابونو ته ولېږي.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف تر دې مخکې ویلي وو چې له امریکا او اسرائیل سره د جګړې پر مهال د ګازو تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو له امله ښايي په ژمي کې دغه هېواد هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه متر مکعبه ګازو له کمښت سره مخ شي.
ایران، سره له دې چې د طبیعي ګازو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، له کلونو راهیسې د ژمي په موسم کې د ګازو له کمښت سره مخامخ دی. د روان کال جګړې دغه ستونزه نوره هم سخته کړې ده.
په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي
په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي.
افغان سوداګر محمد نبي افغان ازادي راډیو ته تایید کړه چې د پاکستان حکومت د خپل تاوان د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو مالونه لیلام کړي دي.
د افغان په خبره، په لیلام شویو کانتینرونو کې ساختماني مواد، خوارکي توکې، د موټرو پرزې، د موټرو روغنیات او یو شمیر نور توکي شامل دي.
ښاغلي افغان ازادي راډیو ته وړاندې وویل چې که څه هم د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته د دې مالونو د لیلام په اړه خبر ورکړی وو، خو لارې بندي وې او افغان سوداګر ونه توانیدل چې خپل مالونه افغانستان ته راورسوي.
دا روښانه نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانتیرونه لیلام ته اېښودل شوي دي.
د پاکستان او د طالبانو حکومت تراوسه د دغو مالونو د لیلام په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
پاکستان د روان کال په پیل کې له دې هېواده د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي و چې د افغان سوداګرو نژدې شپته سلنه بند کانتینرونه بیرته خپلو اصلي هېوادونو ته چې توکې ترې راوارد شوي وو، ستانه کړای شوي دي.
د کرکټ ملي ټيم د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۷ مقام خپل کړی
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځینو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړی دی.
په دې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د ۹۴نومرو په ترلاسه کولو سره اووم ځای ترلاسه کړی او په جدول کې د انګلستان له ملي ټیمه مخکې شوی دی.
هند د جدول په سر کې ځای لري او ورپسې د نیوزلینډ، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا او سریلانکا ټیمونه په ترتیب راغلي دي.
له دې مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوه ستورو راشدخان او عظمت الله عمرزي د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي وو.
پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو دوام؛ په ریاض کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي
فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د درې چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.
له ریاضه د چاودنو راپورونه په داسې حال کې دي چې تمه وه نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو بندښت وروسته پرانستل شي.
فرانس پریس د الوتنو د څرک معلومولو سایټ په حواله لیکلي چې نن سهار له دې میدانه یوه نړیواله الوتنه شوې ده.
د ریاض نړیوال هوايي ډګر چې ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې هم بولي دوه اوونۍ وړاندې د حوثيانو د بریدونو له کبله د هر ډول پروازونو پرمخ تړل شوی و.
بل پلو، د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیي سریع پرون شنبې اعلان کړی و چې دې ډلې په سعودي عربستان کې یو شمیر سیمې په نښه کړې دي.
سریع له خلکو غوښتي چې نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر ته ورنه شي.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د ریاض اوسیدونکو د هوايي بریدونو خبرداری ترلاسه کړی او له خلکو غوښتل شوي چې امن ځایونو ته پناه یوسي.
په عین حال د سعودي حکومت ویلي چې هغه دوه بالیستیک توغندي يې شنډ کړي چې پر ریاض توغول شوي وو.