خبرونه
مهترلام کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی
د لغمان په مرکز مهترلام کې په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
طالبانو ته نږدې حریت راډیو د جمعې په ورځ (اګسټ ۲۸مه) د لغمان د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې د دې اور لګېدنې له کبله خلکو ته ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دې قوماندانۍ په خبره، د بېاحتیاطۍ له کبله د ګازو یوې ډبې اور اخیستی و چې وروسته د سوداګریز مرکز نورو برخو ته خپور شو.
وړاندې راغلي چې اور څو ساعتونه دوام وکړ او وروسته مهار شو.
هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې
د افغانستان کورنیو رسنیو د جمعې په ورځ (د اګسټ ۲۸مه) په هلمند کې د طالب سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې ده.
دې ښځې د سنګین ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې د قابلې په توګه کار کاوه.
د راپورونو پر اساس، د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي چې "دې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې ده او د پېښې اړوند د ښځې خاوند نیول شوی دی".
ویل کېږي چې دې قابلې د دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
د نیپال او تبت پوله کې د سېلاب له کبله د قربانیانو شمېر ۲،۴۸۲ کسانو ته ورسېد
د نیپال او تبت پوله کې د سېلونو او ځمکې ښویېدنې له کبله د قربانیانو شمېر نږدې ۲،۵۰۰ کسانو ته لوړ شو.
د هغو شمېرو له مخې چې د جمعې ماښام د (اګسټ ۲۸مه) خپرې شوې، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې ۲،۴۸۲ کسان نادرکه او څه باندې ۵۸۴ تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي، د قربانیانو د لټون او پېژندنې د عملیاتو له دوام سره ښايي په شمېرو کې بدلون راشي.
په ورکو کسانو کې سیلانیان، غر ختونکي او هندوان زیارت کوونکي هم شامل دي.
په ورته وخت کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیپال کې د سېلابونو له پېښې وروسته ۹۰ امریکايي اتباع ورک دي، خو تر اوسه د هېڅ امریکايي وګړي د مړینې راپور نهدی ورکړل شوی.
اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.
دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.
د ناروې ۸۹ کلن پاچا ومړ
د ناروې شاهي ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پاچا هارالد پنځم د ۸۹ کلونو په عمر د اوسلو پوهنتون په روغتون کې مړ شو.
د هارالد له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوی، ولیعهد هاکون، د ناروې پاچا شو.
هارالد چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې یې پر ناروې پاچاهي کوله، په وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ او د اګست له ۱۷مې راهیسې په روغتون کې بستر و. شاهي ماڼۍ د هغه له مړینې مخکې د نوموړي روغتیايي وضعیت «ډېر نازک» بللی و.
د پاچا د مړینې له اعلان وروسته، په اوسلو کې د شاهي ماڼۍ بیرغ نیمه ځوړند شو او خلک د هغه د درناوي لپاره د ماڼۍ مخې ته راټول شول.
د ناروې صدراعظم یوناس ګارستوره د دې خبر په غبرګون کې وویل: «ټول ملت ویر کوي»، او د ناروې لپاره یې د دپاچا هارالد د ټول عمر خدمتونو څخه مننه وکړه.
د بریتانیا حکومت وايي په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې تر جون میاشتې پورې په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي.
دې موده کې ټولټال څه د پاسه ۳۳ زره کډوال په غیرقانوني توګه د وړو بیړیو په وسیله دغه هیواد ته رسیدلي چې د افغانانو ترڅنګ ، ۱۸ سلنه نور د اریتیریا ، ۱۲ سلنه د سومالیا او ۱۱ سلنه د ایران څخه دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د ناقانونه افغان کډوالو ورتګ نسبت مخکني کال ته ۳۷ سلنه او د ایرانیانو ۱۵ سلنه کم شوی دی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي نسبت تیرکال ته په مجموع کې ددغو کډوالو په شمیر کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
مخکې د بریتانیا حکومت ویلي وو چې د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
ټرمپ: مونږ نه غواړو ایرانیانو سره ووینو؛ هغوی غواړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د وږي په پنځمه، په بېلابېلو څرګندونو او په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې په یوه خپره کړې لیکنه کې څو ځله د ایران موضوع یاده کړه او ویې ویل چې «موږ نه غواړو له ایرانیانو سره ووینو؛ هغوی غواړي.»
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د «اونټاریو جهیل» نوم د «امریکا جهیل» ته د بدلولو په موخه د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې اترې وکړو. موږ د لیدنې یا بل څه په لټه کې نه یو.»
هغه وروسته په ټروت سوشل کې د فاکس نیوز د خبریال جاناتان هانټ پر یوه راپور نیوکه وکړه او هغه یې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه «ځانګړی او په ناعادلانه ډول ډېر ناهیلې کونکی راپور» وباله.
د امریکا ولسمشر په دې پوسټ کې یو ځل بیا د تهران چارواکو ته په اشارې ټینګار وکړ: «زه نه غواړم ورسره ووینم، هغوی غواړي. په حقیقت کې، هغوی د یوه توافق د ترلاسه کولو لپاره زارۍ کوي.»
تردې څو ساعته وړاندې، امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال سپینې ماڼۍ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې « منځګړو ته څو ځله ویلي چې د اسلاماباد د تفاهملیک شرایطو ته ستنیدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري.»
د زمري په ۲۶ مه د دې تفاهملیک د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو اود یوه دوامدار تړون لپاره د شرایطو په برابرولو کې یې له ناکامۍ وروسته، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې نیت نلري تمدید یې کړي.
اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپارهیې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.
نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنهکړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.
پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسلهوالو ډلو تهیې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي.
ملګرو ملتونو د کانګو د ایبولا د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، د ایبولا پر وړاندې د مبارزې پروګرام ټولټال ۲.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسهیې یوازې ۴۸ سلنه لګښت برابر شوی او موجودې سرچینې یوازې د څو اوونیو لپاره بسنه کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د روان کال د مې له ۱۵مې د ایبولا د خپرېدو له پیل راهیسې، د دغې ناروغۍ څه د پاسه ۵،۶۰۰ پېښې او له ۲،۷۰۰ ډېرې مړینې یې ثبت شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، دا په کانګو کې د ایبولا تر ټولو ستره خپرېدنه ده.
د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو سایبري برید شوی
د منچسټر د هوايي ډګرونو ادارې (اېماېجي) اعلان کړی چې د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو له سایبري برید وروسته د ۸،۷ میلیونه مراجعینو شخصي معلومات له خطر سره مخ شوي دي.
د دغه سایبري برید هدف منچسټر، لندن سټنسټډ او ختیځ میډلنډز هوايي ډګرونه و، خو د شرکت په وینا د الوتنو او د هوايي ډګرونو پر فعالیتونو یې اغېز نهدی کړی.
د شرکت د اعلامیې له مخې، افشا شويو معلوماتو کې برېښنالیک پتې، د ټیلیفون شمېرې، د موټر نمبر پلېټ او پوستي کوډ شامل دي، خو د مشتریانو بانکي او د تادیاتو معلومات خوندي پاتې شوي دي.
د منچسټر هوايي ډګرونو ډلې زیاته کړې چې برید د تېرې اوونۍ په پای کې شوی او د سې شنبې په ورځ تشخیص شوی دی.
دغه ډله وايي، د مشتریانو د معلوماتو د خوندي کولو لپارهیې اړین اقدامات ترسره کړي دي.
بریتانیا کې تېر کال هم د جګوار، لېنډروور، مارکس اېنډ سپنسر او هارودز په شمول په څو شرکتونو سایبري بریدونه شوي وو.