د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۸

خبرونه

د حوثیانو د بریدونو له دوام سره سره د ریاض نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو تړل کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل، خو د یمن حوثي یاغیانو پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ریاض له هوايي ډګره یو شمېر الوتنې ترسره شوې، خو ډېری نورې لا هم لغوه دي.

د هوايي ډګر د فعالیتونو له بیا پیلېدو سره سم، د یکشنبې په سهار په ریاض کې د چاودنو غږونه واورېدل شول او اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې د حوثیانو لږترلږه لس بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. د سعودي چارواکو په وینا، د توغندیو د ټوټو د لوېدو له امله د دغه هېواد په جنوب کې دوه کسان ټپیان شوي او یو شمېر ودانیو او موټرو ته زیان رسېدلی دی.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر لا هم خوندي نه دی او د دوی پوځي هدف ګڼل کېږي.

د روانې میاشتې په پیل کې پر دغه هوايي ډګر د حوثیانو په یوه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.

ملګري ملتونه: پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر،اوچا وايي، پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه او نورې ستونزې لا هم په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشري مرستو رسولو مخه نیسي.

اوچا د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې په ټول افغانستان کې بشري مرستو ته د لاسرسي په تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي چې د اګست په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښيي.

د راپور له مخې، له دغو پېښو ۱۸ یې په بشري فعالیتونو کې د لاسوهنې اړوند وې او ۱۴ پېښې د افغانستان په لوېدیځ کې ثبت شوې دي.

اوچا ویلي، د افغانستان په لوېدیځ کې شاوخوا ۹۰ سلنه سروې شویو مرستندویه بنسټونو ښځو او نجونو ته د خدمتونو په رسولو کې له ستونزو شکایت کړی دی.

د اوچا په خبره چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په دې سیمه کې د ۱۳۹ ارزول شویو بشري پروژو له ډلې د ۲۶ پروژو فعالیتونه بند، ځنډول شوي یا محدود شوي او یا یې د پیل مخه نیول شوې ده.

اوچا ټینګار کړی چې بشري مرستو ته باید له خنډ پرته لاسرسی خوندي شي او د ثبت شویو پېښو کموالی د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه دی.

قالیباف: ایرانیان دې په ژمي کې د ګازو مصرف کم کړي

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ګډو هڅو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې حکومت به هغو کسانو ته چې ګاز سپموي، د سپما له اندازې سره سم پیسې مستقیم د هغوی بانکي حسابونو ته ولېږي.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف تر دې مخکې ویلي وو چې له امریکا او اسرائیل سره د جګړې پر مهال د ګازو تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو له امله ښايي په ژمي کې دغه هېواد هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه متر مکعبه ګازو له کمښت سره مخ شي.

ایران، سره له دې چې د طبیعي ګازو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، له کلونو راهیسې د ژمي په موسم کې د ګازو له کمښت سره مخامخ دی. د روان کال جګړې دغه ستونزه نوره هم سخته کړې ده.

 په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو یوه برخه/ انځور له ارشیف څخه
په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو یوه برخه/ انځور له ارشیف څخه

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي.

افغان سوداګر محمد نبي افغان ازادي راډیو ته تایید کړه چې د پاکستان حکومت د خپل تاوان د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو مالونه لیلام کړي دي.

د افغان په خبره، په لیلام شویو کانتینرونو کې ساختماني مواد، خوارکي توکې، د موټرو پرزې، د موټرو روغنیات او یو شمیر نور توکي شامل دي.

ښاغلي افغان ازادي راډیو ته وړاندې وویل چې که څه هم د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته د دې مالونو د لیلام په اړه خبر ورکړی وو، خو لارې بندي وې او افغان سوداګر ونه توانیدل چې خپل مالونه افغانستان ته راورسوي.

دا روښانه نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانتیرونه لیلام ته اېښودل شوي دي.

د پاکستان او د طالبانو حکومت تراوسه د دغو مالونو د لیلام په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پاکستان د روان کال په پیل کې له دې هېواده د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي و چې د افغان سوداګرو نژدې شپته سلنه بند کانتینرونه بیرته خپلو اصلي هېوادونو ته چې توکې ترې راوارد شوي وو، ستانه کړای شوي دي.

د کرکټ ملي ټيم د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۷ مقام خپل کړی

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځینو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړی دی.

په دې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د ۹۴نومرو په ترلاسه کولو سره اووم ځای ترلاسه کړی او په جدول کې د انګلستان له ملي ټیمه مخکې شوی دی.

هند د جدول په سر کې ځای لري او ورپسې د نیوزلینډ، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا او سریلانکا ټیمونه په ترتیب راغلي دي.

له دې مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوه ستورو راشدخان او عظمت الله عمرزي د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي وو.

پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو دوام؛ په ریاض کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د درې چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.

له ریاضه د چاودنو راپورونه په داسې حال کې دي چې تمه وه نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر له دوو اوونیو بندښت وروسته پرانستل شي.

فرانس پریس د الوتنو د څرک معلومولو سایټ په حواله لیکلي چې نن سهار له دې میدانه یوه نړیواله الوتنه شوې ده.

د ریاض نړیوال هوايي ډګر چې ملک خالد نړیوال هوايي ډګر یې هم بولي دوه اوونۍ وړاندې د حوثيانو د بریدونو له کبله د هر ډول پروازونو پرمخ تړل شوی و.

بل پلو، د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیي سریع پرون شنبې اعلان کړی و چې دې ډلې په سعودي عربستان کې یو شمیر سیمې په نښه کړې دي.

سریع له خلکو غوښتي چې نن د ریاض نړیوال هوايي ډګر ته ورنه شي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د ریاض اوسیدونکو د هوايي بریدونو خبرداری ترلاسه کړی او له خلکو غوښتل شوي چې امن ځایونو ته پناه یوسي.

په عین حال د سعودي حکومت ویلي چې هغه دوه بالیستیک توغندي يې شنډ کړي چې پر ریاض توغول شوي وو.

ټرمپ پر ایران د نوي برید احتمال مطرح کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نویو پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی، په داسې حال کې چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي خبرداری ورکړی چې خلیج ته به د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې یوې انتخاباتي غونډې ته وویل چې ښايي د ایران پر وړاندې نور پوځي عملیات ترسره کړي، خو د برید د وخت او هدفونو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په همدې حال کې، د امریکا د ملي استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې ایران په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکايي وګړو او کارکوونکو د ویشتلو هڅې زیاتې کړې دي.

د امنیتي اندېښنو له امله، امریکا په سعودي عربستان کې له خپلو دیپلوماتیکو استازولیو څخه د غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د ایستلو امر کړی او په متحده عربي اماراتو، قطر، اردن او لبنان کې یې هم د خپلو استازولیو د کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د تېلو د ککړتیا له امله د رأس‌الخیمې ټول ساحلونه تړل شوي

د متحده عربي اماراتو چارواکو د تېلو د ککړتیا له امله د رأس‌الخیمې ټول ساحلونه تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي. تر دې وړاندې د ام‌القیوین ټول ساحلونه او د شارجې د الحمریه ساحل هم تړل شوي وو.

د اماراتو د اقلیمي بدلون او چاپېریال وزارت د جمعې په ورځ تایید کړې چې د خلیج په اوبو کې له یوه تېل وړونکې بېړۍ څخه د تېلو د بهېدو له امله د ام‌القیوین ساحلي اوبه ککړې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ښايي د «جم نمبر ۲» په نوم تېل‌وړونکې بېړۍ د تېلو د بهېدو لامل وي. دې بېړۍ د اکتوبر په ۹مه د یوه نامعلوم توغندي یا توغول شوي شي د لګېدو له امله اور اخیستی و.

د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې د تېلو خپره شوې ککړتیا ښايي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې وي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې سمندري جریانونه دا ککړتیا د شارجې او عجمان بندرونو او د اوبو د خوږولو تاسیساتو ته رسولی شي.

چارواکو لا هم په رسمي ډول د ککړتیا علت نه دی تایید کړی.

په پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي او ۴۹۹ نور له دغه هېواده شړل شوي دي.

د راپور له مخې، چې د شنبې په ورځ خپور شو، په همدې موده کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي چې ۸۳ سلنه یې بې‌اسناده وو.

راپور زیاتوي چې د نیول کېدو وېره د بې‌اسناده افغانانو او د افغان تابعیت کارت لرونکو د بېرته ستنېدو اصلي لامل و.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې، له پاکستانه څه باندې ۲.۷۴ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یونیسف: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په پراخېدو دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، د اوبو د اړتیاوو زیاتېدو او د اوبو د سرچینو د ناسم مدیریت له امله په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د یونسیف استازي، تاج‌الدین اویوالې، د شنبې په ورځ وویل چې ماشومان او ټولنې د دې کړکېچ له پایلو سره ورځ تر بلې ډېرې مخ کېږي.

یونیسف د روان کال په جون کې ویلي و چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان د وچکالۍ، سېلونو او سختې ګرمۍ په ګډون د اقلیمي بدلونونو له لږ تر لږه درېیو ګواښونو سره مخ دي.

یونیسف ټینګار کړی چې د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره دوامداره مالي مرستو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړ اسانتیاوو او د اوبو د سرچینو غوره مدیریت ته اړتیا ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG