خبرونه
د طالبانو حکومت: ایټالیا دې د درېو افغان کډوالو د وژلو عاملین عدالت ته راکاږي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېو افغان کډوالو د وژل کیدو د پیښې په غبرګون کې د ایټالیا له حکومت څخه غوښتي چې د دې پیښې عاملین عدالت ته راکاږي. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په ایټالیا کې دا پیښه یوه جنایي او ظالمانه برید بللی چې په وینا یې دغه افغانان په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي اوپه شهادت رسیدلي دي. وزارت همدارنګه په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، امنیت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایټالیا صدراعظمې دا پیښه غندلې او د څلورو کډوالو د سوځولو عاملانو ته د سزاورکولو ژمنه یې کړې ده.
د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پیښه کې چې د ایټالیا په جَنوبي سیمه کالبریا کې رامینځته شوې، دری افغان او یو پاکستانی کارګر په یوه موټر کې دننه سوځول شوي دي.
چارواکو ویلي چې د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان چې پاکستاني اتباع ښودل شوي، نیول شوي دي. ویل شوي چې د پیښې قربانیانو په کروندو کې د ځمکني توتانو د راټولو په چارو کې بوخت وو.
۷۹ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزادشول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د په لسګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت نن پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ۷۹ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم دروازې له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي دغه کسان چې کورنۍ هم پکې دي، په هغه هیواد کې د هستوګنې په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې. د بیان له مخې دوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.
اسرائیل او لبنان د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اوربند د غځولو په اړه موافقه وکړه
اسرائیل او لبنان د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اوربند د غځولو په اړه موافقه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په هغه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ماښام خپره شوې، ویل شوي چې غځول شوی اوربند په دې پورې تړلی دی چې د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله بریدونه په بشپړه توګه ودروي او د لیتاني سیند په جنوبي برخه کې اسراییل پولې ته نژدې له سیمو په شاشي.
په اعلامیه کې د "ازمایښتي امنیتي سیمو" د جوړېدو یادونه هم شوې ده. د دغو سیمو کنټرول به یوازې د لبنان د وسله والو ځواکونو په لاس کې وي او هېڅ غیر دولتي وسله وال ځواک ته به پکې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
خو په اعلامیه کې نده روښانه شوي چې دغه امنیتي سیمې به په څه ډول جوړې او چارې به یې عملي کېږي.
د امریکا متحده ایالات او اسراییل حزب الله یوه ترهګره ډله ګڼي خو اروپایي ټولنه یې یوازې پوځي څانګه ترهګره بولي.
د حزب الله سیاسي څانګه د لبنان په سیاسي ډګرکې هم د پام وړنفوذ لري او غړي یې د دې هیواد په پارلمان کې هم شامل دي.
د امریکا استازیو جرګې د ایران جګړه کې د ولسمشر د واک محدودولو لایحه تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته مثبته رایه ورکړه چې له ایران سره د جګړې د دوام په برخه کې د ولسمشر واک محدودوي.
دغه لایحه چې د دې جرګې د ډیموکراټ استازو له خوا طرحه او وړاندې شوې، له ایران سره هر ډول جګړه د کانګرس له موافقې او رسمي اجازې سره مشروطه ګڼي.
د دغې لایحې لپاره د چهارشنبې د ورځې په رایې اخیستنه کې څلورو جمهوريغوښتونکو استازو هم د ډیموکراټانو ملاتړوکړ او هغه په ۲۱۵ موافقو رایو سره تصویب شوه. ۲۰۸ غړیو مخالفې رایې ورکړي.
په سناجرګه کې هم ډیموکراټانو څو ځله هڅه کړې چې ورته لایحه تصویب کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
که ورته لایحه په سنا جرګې کې هم تصویب شي، ولسمشرکولای شي هغه ویتو کړي.
د دې لپاره چې لایحه د ولسمشر له ویټو څخه خوندي پاتې شي، باید هم په استازو او هم سناجرګو کې د پام وړ اکثریت ملاتړ ترلاسه کړي.
اروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې
اروپايي ټولنې د افغانستان د وروستیو سېلځپلو لپاره ۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. دا مرسته به د افغاني سره میاشت ټولنې له لارې اړو کورنیو ته ورسول شي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرونه، چې شاوخوا ۴۰۲ زره امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د اوچا په وینا، دغه مالي مرسته به د هغو بشري بنسټونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې بحران ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د ډنمارک په کابینه کې یوه افغان الاصله ښځه د کابینې غړې شوه
سمیرا نوا، چې افغان الاصله ده او کورنۍ یې ډنمارک ته د کډوالو په توګه تللې وه، د دغه هېواد د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو وزیرې په توګه وټاکل شوه.
۳۸ کلنه نوا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک د پارلمان غړې ده او د اقلیم او انرژۍ په برخو کې د خپل ګوند له مخکښو سیاستوالو ګڼل کېږي.
نوموړې د ډنمارک په البورګ ښار کې زېږېدلې او له کوپنهاګن پوهنتون څخه یې د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
کویټ د ایران دوه ډیپلوماتان وایستل
کویت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له وروستي برید وروسته یې د ایران د سفارت دوه کارکوونکي له هېواده ایستلي دي.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کویت کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کویتي چارواکي د ایران د روانو بریدونو په اړه رسمي اعتراض سپارلی او د کویت د حکومت پرېکړه یې ورته ابلاغ کړې چې له مخې به یې په هېواد کې د ایران د سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو شمېر کمېږي، دوه ایراني ډیپلوماتان «نامطلوب اشخاص» اعلان شوي او باید تر ۲۴ ساعتونو پورې د کویت له خاورې ووځي.
د کویت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ایران د چهارشنبې په سهار د ۳۰ بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر کویت برید کړی دی.
د راپور له مخې، د کویت د پلازمېنې پر هوايي ډګر د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید له امله یو هندي وګړی وژل شوی او لږ تر لږه ۶۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
ټرمپ: ایران منلې چې اټومي وسلې به نه جوړوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران منلې ده چې اتومي وسلې به نه ترلاسه کوي. نوموړي همداراز د ایران له ستر مشر محتبي خامنهيي سره د لیدنې هیله څرګنده کړې ده.
ټرمپ د «پاد فورس ون» په نوم پوډکاسټ سره په خبرو کې ویلي: «هغوی لا دمخه منلې چې اتومي وسلې به نه لري.»
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران مشر په دې موضوع کې بشپړ رول لري او د ایران چارواکي ورته ډېر درناوی لري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ایران د مشر د روغتیايي وضعیت په اړه یې اورېدلي چې ښه نه دی، خو بیا هم د مهمو پرېکړو او خبرو اترو ملاتړ او تایید کوي.
امریکا او ایران نن په فارس خلیج کې پر یوبل هوايي بریدونه وکړل
امریکا او ایران په داسې حال کې چې نازک اوربند یې له ازمیښت سره مخ دی او دسولې د خبرو نتایج یې هم څرګند نه دي نن چهارشنبې په فارس خلیج کې پریول د ډرون اوتوغندیو بریدونه وکړل.
په سیمه کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام) وویل چې ځواکونو یې په بریالیتوب سره د ایرانی بالستیک توغندیو او ډرونونو مخه ونیوله.
سنتکام رپوټ ورکړ چې درې توغندي چې د بحرین لور ته توغول شوي وو د بحریني او امریکايي ځواکونو لخوا شنډ کړای شول او دوه توغندي چې د کویټ لور ته توغول شوي وو هدف ته له رسیدو مخکې لویدلي یا په هوا کې ټوټې شوي دي.
خو کویتی چارواکو وویل چې د ایران د "وحشیانه" بریدونو په نتیجه کې لږ ترلږه یو کس مړ او ۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ددغو بریدونو له امله د کویت هوايي ډګر وتړل شو او د دیپلوماتیکو استازولیو په شمول مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې "د ایران لخوا دتیري څرګند دغه اقدامات سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي،د سیمې امنیت او ثبات زیانمنوي، او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي."
بلخوا دایران سپاه پاسداران ځواکونو وویل چې دا بریدونه یې دامریکايي ځواکونو وروستیو بریدونو ته غبرګون کې ترسره کړي دي.
دغه راز، د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) وویل د ایران درې هغه تهاجمي بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې نسکورې کړې چې په سیمه ییزو اوبو کې یې ملکي بېړۍ په نښه کولې.
امریکايي ځواکونه زیاتوي چې په ځوابي اقدام کې یې له ځان څخه د دفاع لپاره په قشم ټاپو کې د سوق او ادارې یو مرکز په نښه کړی دی.
قشم ټاپو د هرمز تنګي په سیمه کې موقعیت لري.