د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۱

خبرونه

ایراني چارواکو یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.
حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «هه‌نگاو» راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه د اصفهان په مرکزي زندان کې د قائم حسین په نوم یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی.

قائم حسین په ارین مشهور و او په ایران کې د جنوري د لاریونونو په تړاو نیول شوی و.

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

هغه همدارنګه د یوه افسر د جسد د زیانمنولو او د یوه خیریه مرکز په سوځولو کې په لاس لرلو هم تورن و.

قائم حسیني د اصفهان د علي خاني میدان د قضیې پنځم تورن و چې اعدام شو.

په دې قضیه کې یو بل افغان چې د قائم حسین د ماما زوی و او ګل محمد محمدي نومېده هم څه وخت مخکې له درېیو نورو ایرانیانو سره اعدام شوی و.

په دې قضیه کې اته نور کسان هم د اعدام له خطر سره مخ دي.

لاهور کې د افغان تکواندوکارانو ځلېدل؛ حکمت‌الله زین کوارټرفاینل ته ووت

حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.
حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت‌الله زین په یو لړ نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل او کوارټرفاینل ته ووت.

د تکواندو د ریاست جام په نوم دا سیالۍ د پاکستان د لاهور ښار په کوربه‌توب پیل شوي.

د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر تره‌کي په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې حکمت‌الله زین په منفي ۶۸ کیلو وزن کې لومړی د پاکستان لوبغاړی مات کړ او بیا یې د ازبکستان لوبغاړی امېد بېګ چې نړیوال اتل و له ماتې سره مخ کړ.

زین په دغو دوو بریاوو کوارټرفاینل یا یو اتم پړاو ته وتلی دی.

اخوا په بله لوبه کې امېد سهاک په ۸۷ کیلو وزن کې د پاکستان لوبغاړی ناک اوټ کړی او بله لوبه‌یې له ایراني لوبغاړي سره ده.

د لاهور په کوربه‌توب په دغو لوبو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي په مبارزې او فورم برخه کې سره لوبېږي.

د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی

Hasib Qowai Markaz - NRF Member
Hasib Qowai Markaz - NRF Member

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی دی.

د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشیري د وژنې خبر ورکړی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.

د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.

حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د «وژنو او غلاو» په تور تر تعقیب لاندې و.

دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې نژدې ۹۴ ډالرو ته لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د اومو تېلو د بیو د لوړوالي لړۍ نن هم دوام موندلی او په اروپايي بازارونو کې د برنټ اومو تېلو بیه نژدې ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د WTI اومو تېلو بیه هم له ۸۶ ډالرو لوړه شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، برنټ تېل د اکتوبر لپاره شاوخوا ۹۴.۰۶ ډالر او WTI شاوخوا ۸۷.۶۷ ډالر فی بېرل ته رسېدلي دي. 

دا د روانې میاشتې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د منځني ختیځ روان کړکېچ، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې دي. 

بازارونه اندېښمن دي چې د سیمې د کړکېچ دوام ښايي د نړۍ د تېلو په عرضه کې نور اختلالات رامنځته کړي، چې په پایله کې به د تېلو بیې لا لوړې شي.

هند د کابل روغتون ته طبي توکي ولېږل

ارشیف
ارشیف

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته د طبي توکو مرسته رسولې او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طبي توکو دغه مرسته د کابل یوه روغتون ته سپارل شوې ده. د هند له لوري دا اقدام د افغانستان له خلکو سره د بشري او روغتیايي مرستو د دوام په لړ کې بلل شوی دی.

هند وايي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې افغانانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

امریکا ایران ته د بې‌سارې اقتصادي جګړې ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د ایران د اقتصاد پر وړاندې د پراخو او سختو اقداماتو نوی کمپاین پیلوي او هغه هېوادونو ته یې هم د «ډېرو درنو» اقتصادي سزاګانو ګواښ کړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام، د اسد ۲۸مه، په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې ویلي چې د یوه هېواد پر وړاندې «تر ټولو دروند اقتصادي اقدام» اعلانوي. د هغه په وینا، دا به د اقتصادي جګړې او انزوا یو بې‌ساری اقدام وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې هر هېواد، مالي بنسټ، شرکت، هوايي ډګر یا دولتي اداره چې په هر ډول ایران ته د مرستې زمینه برابره کړي، له «ډېرو درنو اقتصادي پایلو» سره به مخامخ شي.

ټرمپ د احتمالي مجازاتو ډول نه دی مشخص کړی او د ایران ترڅنګ یې د کوم بل هېواد نوم هم نه دی اخیستی.

هغه ادعا کړې چې ایران ته یې د یوې هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي وو، خو د ده په وینا، تهران له دغو فرصتونو ګټه وانخیسته.

له دې اعلان څو ساعته مخکې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له ایران سره به ټول سوداګریز او مالي معاملات تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي.

د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا زیات شوی دی. راپورونه وايي، د اماراتو پر څو تېلو وړونکو بېړیو هم په هرمز تنګي کې بریدونه شوي چې ابوظبي یې مسوولیت پر ایران اچولی دی.

افغانستان او بیلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان او بیلاروس د ګډې اقتصادي او تجارتي کمېسیون دوهمه غونډه د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې ترسره شوې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې ورځې، د اسد ۲۹مې، په یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د دواړو هېوادونو پلاوو ګډون کړی وو. د طالبانو د پلاوي مشري د کرنې وزیر عطاالله عمري او د بیلاروس د پلاوي مشري د کرنې او خوراکي موادو وزیر یوري ګورلوف کوله.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر همکاریو، د ټکنالوژۍ پر لېږد، د کرنیزو ماشینونو پر واردولو او مونتاژ، د کیمیاوي سرې پر تولید، د لبنیاتو او نورو خوراکي محصولاتو پر پروسس او ګډې پانګونې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کانونو او تېلو په برخو کې د بیلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.

بیلاروس د روسیې له نژدې متحدانو څخه دی. طالبان وايي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د طالبانو حکومت تر اوسه، له روسیې پرته، بل هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له پاکستانه په ۱۵ ورځو کې له ۵۳ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۵۳ زره او ۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدنه د جون د دوهمې نیمایي په پرتله ۳۷ سلنه او د هغوی جبري ایستل ۱۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان وايي، ۹۶ سلنه راستنېدونکو دوی ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو وېره افغانستان ته د دوی د ستنېدو تر ټولو مهم لامل و.

د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری

ارشیف، افغانستان کې سېلابونه
ارشیف، افغانستان کې سېلابونه

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په ۲۹مه» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو او خاورو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

په اېکس‌پاڼه د دې ادارې خبرپاڼه وايي، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېل‌ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» ویلي و چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګسټ تر میاشتې پورې په افغانستان کې له ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرمز تنګي د کړکېچ له زیاتېدو سره د نفتو بیې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې

د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د نفتو د نړیوالو بیو د لوړېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د خبرو اترو برخلیک لا هم څرګند نه‌دی.

د چهارشنبې په ورځ «د زمري په ۲۸مه» د برنټ خام نفتو بیه د تېرې ورځې په پرتله یو سلنه لوړه شوه او هر بېرل ۹۲ ډالرو ته ورسېد.

د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.

دغه بیې په تېرو دوو اوونیو کې د نفتو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل: "له اسلامي جمهوریت ایران سره هېڅ ډول خبرې اترې یا مذاکرات روان نه‌دي او د هېڅ ډول خبرو یا مذاکراتو پلان هم نه‌شته."

په عین حال کې، په وروستیو ورځو کې د هرمز په تنګي کې هم کړکېچونه زیات شوي دي.

پر بېړیو د بریدونو دوام او د متحده عربي اماراتو له لوري د ایران د تازه توغندیزو بریدونو پر وړاندې د مقابلې اعلان، د دغو کړکېچونو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG