د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۲

خبرونه

اوچا له ترټولو زیانګالو افغانانو سره د ۳۵ ملیون ډالرو د یوه پروګرام د پیلیدو خبر ورکوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا په افغانستان کې د ترټولو زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره د ژوند ژغورنې د یوه پروګرام د پیلیدو خبر ورکوي. اوچا د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغه پروګرام د تمویل لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لوري ۳۵ ملیونه ډالره بیلې شوې چې د خپلو شریکانو، غیردولتي موسسو له لارې به د ژوند ژغورنې بیړنیو اړتیاووته د رسیدګي پرچارو لګیږي. د اوچا په خبره دا پیسې د بېړنیو مرستو د همغږي کوونکي، "په یو وخت کې یوژوند" د نوښت یوه برخه ده او هدف یې دادی چې تر ټولو زیانګالو خلکو ته د بشري اصولو پر بنسټ، حساب ورکوونکې او اغېزمنه مرسته ورسوي.

په افغانستان کې د ترټولو زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره دغه پروګرام داسې مهال پیلیږي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یوان ډي پي مشر افغانستان ته دسفر په ترڅ کې وویل چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه چې ټولټال نژدې ۲۹ ملیونه کیږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.


ایمانویل مکرون: سوریه باید د بې ثباتۍ ښکار نشي

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې سوریه باید د بې ‌ثباتۍ ښکارنه شي. نوموړي دغه څرګندونې د سوریې له پلازمیني دمشق څخه د رسمي کتنې په ترڅ کې وروسته له هغې وکړي چې په دې ښارکې د هغه هوټل په مخکې چې ده پکې شپه تیره کړې وه، دوه بمي چاودنې وشوې.

دغو غبرګو چاودنو سوریې ته له ۲۰۲۴ کال راهیسې چې احمد الشرع د ولسمشرپه توګه ټاکل شوی، د اروپایي ټولنې د یوه غړي هیواد د لومړني ولسمشر رسمي سفر ترسیوری لاندې راوست.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر احمد الشرع هڅه کوي له څه باندې یوې لسیزې جګړو وروسته په نړیوال ډګر کې د سوریې انځور بېرته ورغوي.

دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې به لا پیاوړې کړي او په دواړو هېوادونو کې به نوي سفیران وټاکل شي.

مکرون په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ باید "اجازه ور نه کړو چې دا ډول بریدونه مو بې ‌ثباته کړي." نوموړي یو ځل بیا له دمشق سره د پاریس پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د مکرون "زړورتیا" وستایله چې له دغو چاودونو سره سره یې خپل سفرته دوام ورکړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد جاوید نیازي د خوشې کیدو خبر ورکوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پیګرد خبري آژانس د مسول مدیر احمد نیازي د خوشې کیدو خبرورکوي. دې مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې یوې باخبره سرچینې ورته ویلي چې نوموړی د سې شنبې د ورځې په سهار د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست له زندانه خوشې شو. د بیان له مخې هغه شاوخوا دوه میاشتې له طالبانو سره بندي و خو په خبره یې پیګرد خبري آژانس لاهم د طالبانو له خوا تړلی دی. دې مرکزد ښاغلي نيازي د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې د ۶۳ ورځو لپاره نيول او له ازادۍ محرومول یې د بشري او مسلکي حقونو ښکاره نقض و اوهغه يې غندلي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه په کابل کې د پیګرد پردفتر چاپه ووهله، له خبريالانو سره يې سخت او تاوتريخجن چلند وکړ، د اژانس وسايل يې ضبط کړل او له ځان سره يې يوړل.

تر اوسه پورې د نيازي پر ضد د لګېدلو تورونو جزئيات او د هغه د خوشې کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه د طالبانو له استخباراتو غوښتي چې نور بنديان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هم خوشې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د نورو محدوديتونو او فشارونو تر څنګ، وخت ناوخت د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو نيول کیدو اندیښنې راپورته کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري هند ته تللی

د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د هند د بهرنیو د وزارت مرستیال انند پرکاش
د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د هند د بهرنیو د وزارت مرستیال انند پرکاش

د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ نن سه شنبې هند ته تللی دی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیستوال دغه خبر ورکړی او ویلي دي" نوی ډیلي د افغانستان او هند ترمنځ د روغونکو خبرو اترو لپاره بې صبرانه په تمه دی".

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دغه سفر موخه د دواړو خواوو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د همکاریو پراختیا یاده کړې ده.

دمشق کې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له سفر سره همهاله څو چاودنې شوي

هغه هوټل چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په کې میلمه و
هغه هوټل چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په کې میلمه و

د سوریې پلازمینه دمشق کې، د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له سفر سره همهاله، څو چاودنې شوي.

الیزه ماڼۍ ویلي،"د مکرون امنیت تامین دی".

په رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د دمشق په مرکز کې له څو سیمو لوګي پورته کیږي او د پېښې له ځایه امبولانسونه روغتونونو ته روان دي.

عیني شاهدانو خبري اژانسونو ته ویلي، د دوو چاودونو غږونه يې اوریدلي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي په حواله ویلي،"دوه بمي چاودنې د فورسیزنز هوټل ته نژدې شوي دي".

دا هغه هوټل دی چې امانویل مکرون په کې میلمه و.

تراوسه د دغو چاودونو له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د فرانسې حکومت اعلان کړی چې د چاودونو پرمهال مکرون په هوټل کې نه و.

د سوریې ټلویزیون د امانویل مکرون او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ګډ انځورنه خپاره کړې دي.

مکرون د ترکیې په پلازمینه انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په سفر و.

هغه په سوریه کې د احمدالشرع د لیدو په موخه لنډه دمه وکړه.

سوریه اوسمهال د لویدیځ له مهمو متحدانو ده.

په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي.

یو سمیه ییز لوړپوړی چارواکي عبدالقدوس فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،"د پولیسو پر هغې پوستې چې د "منګي" بند د پروژې امنیت يې تامینوه وسله وال برید شوی چې نهه پولیس په کې وژل شوي او یو شمیر نور نادرکه دي".

د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند شاهد ریند د پېښې په تایید سره ویلي،" لوړپوړي افسران په وژل شویو کسانو کې شامل دي".

هغه د برید مسولیت پر اسلام پالو ډلو اچولی دی.

تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی .

شاپورځدراڼ ومړ

شاپور ځدراڼ - افغان کرکټر
شاپور ځدراڼ - افغان کرکټر

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی ستوری لوبغاړی شاپورځدراڼ ومړ.

د کرکټ بورډ مطبوعاتو څانګې ازادي راډیو ته تایید کړه چې شاپور ځدراڼ تر اوږدې ناروغۍ وروسته په هند کې تېره شپه ساه ورکړې.

شاپورځدراڼ په هند کې تر درملنې لاندې و خو په دې وروستیو کې یې د وضعیت د خرابېدو راپورونه خپاره شوي و.

شاپورځدراڼ شاوخوا ۳۹ کلن وو.

ده د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۷ شل اووریزې نړیوالې لوبې کړې وې چې په دواړو فارمټونو کې یې شاوخوا ۸۰ ویکټې اخیستې وې.

په دې سربېره یې په کورنیو او نورو تجارتي لوبو کې هم برخه اخیستې ده.

د فوټبال په نړیوال جام کې نن ارجنټاین له مصر او سویس له کولمبیا سره لوبې لري

د فوټبال په نړیوال جام کې نن سه شنبې ارجنټاین له مصر او سویس له کولمبیا سره لوبې لري.

د تیرې ورځې په لوبو کې بلجیم امریکا ته ۴ د ۱ پر وړاندې، او اسپانیايې ۱ د صفر پر وړاندې پرتګال ته ماتې ورکړي وه.

د فوټبال په ډګر کې د پرتګال پرونۍ لوبه د نړۍ د ستوري او د پرتګال لوبډلمشر کرستیانو رونالډو وروستۍ لوبه وه.

روڼالډو له دې مخکې تایید کړې وه چې له نړیوال فوټبال سره مخه ښه کوي.

ولسمشر ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه انقرې ته ورسید

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د ترکیې پلازمینې انقرې ته ورسید.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي،" د اروپا امنیت او د غړو هېوادونو د امنیتي بودیجې لوړول د اجنډا مهمه برخه ده".

له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو،"پنټاګون په دې غور کوي چې په اروپا کې د خپلو ځواکونو شمیر را کم کړي".

د ناټو سرمنشي مارک روته وايي،" اروپا په امنیتي برخو کې د بودیجې د لوړولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي".

بل پلو، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هڅه کوي چې د وسلو د اخیستلو په نویو قراردادونو سره ټرمپ قانع کړې چې د ناټو غړو هېوادونو د امنیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ناټو سرمشریزې په حاشیه کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د ناټو مشران سه شنبې انقره کې غونډه کوي

 د ناټو سرمنشي مارک روته
د ناټو سرمنشي مارک روته

د ناټو د غړو هېوادونو مشران به د انقرې په غونډه کې د میلیاردونو ډالرو په بیه د وسلو د پیرلو نوي تړونونه اعلان کړي.

د ناټو سرمنشي، مارک روته د غونډې په درشل کې د دوشنبې په ورځ وویل چې دا ګام د دې لپاره اخیستل کېږي څو د امریکا ولسمشر ته وښودل شي چې دوی د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره خپلې ژمنې عملي کوي.

ولسمشرټرمپ به د سې شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي.

ټرمپ تردې مخکې ، د ایران پر ضد د خپلې جګړې په اړه د اروپا پر غبرګون سختې نیوکې کړې دي.

د ناټو غړو هیوادونو یو کال مخکې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنه د دفاع او امنیت اړوندو لګښتونو ته ځانګړې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG