خبرونه
افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل کې د یو ښارګوټي د جوړولو د پلان د منظوري خبر ورکوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کابل کې یې د یو ښارګوټي د جوړولو پلان منظور کړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ګلبهار د استوګنې اوتجارتي ښارګوټی به په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې د ۸ ملیاردو ډالرو په لګښت چې خصوصي سکتور یې په غاړه اخلي جوړیږي.
د ښارکوټي د تخنیکي مطالعې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی دی چې خپل راپور به په ۳ میاشتو کې وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ښارګوتی به لسګونو زرو کسانو ته د استوګنې زمینه او د کار زرګونه فرصتونه برابر کړې.
کابل کې ددغه ښارګوټي د تاسیس خبر په داسې مهال خپریږي چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته په وروستیو کلونو کې د ملیونو کډوالو ستنیدو او طبیعي افاتو د مسکن او سرپناه شدید کمی رامینځ ته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) څو ورځې مخکې وویل افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال، ۴.۲ ملیونه کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي موادو ته اړ دي.
روسیې د اوکراین پر دنیپرو ښار بمباري وکړه
روسیې نن سهار( د اپریل ۲۵ مه) د اوکراین په ختیځ کې د دنیپرو پر ښار هوایي بریدونه و کړل. دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې روسیي ځواکونه دا ښار بمباردوي.
د دنیپرو والي اولیکساندر هانزا وویل چې په ننیو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا اته څلویښت نور ټپيان شوې دي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین غیر موجه یرغل وکړ چې دا لړۍ لاهم روانه ده.
طالبانو د قطر په یوه کمپ کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ورشي
طالبانو په قطر کې له میشتو افغانانو چې امریکا ته د تګ انتظار کوي، غوښتنه کړې چې افغانستان ته ستانه شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو، دغو افغانانو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، که کوم افغان بل هیواد ته د تللو اراده لري، کولی شي په مناسبت وخت کې له قانوني لارو بیا ولاړ شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې سې شنبې( اپریل ۲۱ مه) راپور ورکړ چې شاوخوا یولس سوه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په قطر کې په یوه پوځي کمپ کې امریکا ته د تګ په هیله ځای پرځای شوي اوس له یوې سختې پریکړې سره مخامخ دي چې یا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنیږي یا به د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته استول کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تیره اونۍ په ایکسپاڼه کې د هغو افغانانو په اړه اندیښنه ښکاره کړه چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بهرنیو هیوادونو ته تللي او اوس بیرته افغانستان ته استول کیږي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزول شو
د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې د جمعې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.
د غونډې برخه والو د ترهګرۍ، جګړې او مخدره توکو پورې اړوند ګواښونو څخه پاک د یو خپلواک، بې طرفه او سوله ییز هیواد په توګه له افغانستان څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غړیو تر دې مخکې هم باثباته افغانستان په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت د پرمختګ لپاره اړین ګڼلی. د دې سازمان اکثر غړي هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په دوه زره لومړي کال کې جوړ شو؛ روسیه، چین، د منځنۍ اسیا هیوادونه، هند، پاکستان، ایران او بیلا روسی یې غړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې دی
یوه لور ته ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د ولسمشر استازي اسلام اباد ته ورسیږي، بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې داسې پلان تر اوسه نه شته چې عباس عراقچي به له امریکایانو سره ګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تیره شپه اسلام اباد ته رسیدلی دی.
سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف او د هغه سلاکار او زوم جراد کوشنر به د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په مخامخ خبرو کې برخه واخلي. د سپینې ماڼۍ په وینا کله چې په دې خبرو کې پرمختګ وشو بیا به د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس هم اسلام ته ورشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، عباس عراقچي به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته روسیې او عمان ته سفر وکړي.
امریکایي پلاوی له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان دی
ټاکل شوې ده چې شنبې( د اپریل ۲۵ مه) د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د هغه زوم او سلاکار جراد کوشنر پاکستان ته ولاړ شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت فاکس نیوز ته د جمعې په ورځ یو ساعت وروسته تر دې دا خبره وکړه چې سي این این او رویټرز اژانس خبر ورکړ چې سټیف ویټکاف او جراد کوشنر به په اسلام اباد کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د سولې خبرې مخته یوسي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکسپاڼه کې پرون ناوخته ولیکل چې اسلام اباد ته ځي.
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادو استازیو پر اقلیمي بدلون خبرې وکړې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د « غرونه او اقلیمي بدلونونه» په نوم غونډه کې د اقلیمي بدلون اغیزې وارزول شوې، همداراز د اوبو او طبیعي سرچینو د ګډ مدیریت پر مساله بحث وشو او ټینګار وشو چې سیمه ییزه همکاري پياوړې شي.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده
د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادو او یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د استانې په غونډه کې د افغانستان په څېر غرنیو سیمو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وشوه.
په ترکیه کې د افغانستان د جمهوري نظام د یوشمیر چارواکو غونډه
د ترکیې په پلازمینه انقره کې یو شمیر افغانانو د جمعې په ورځ د سیمې د تحولاتو او افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
د دې غونډې یوې ګډونوالې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې دا غونډه د لاجورد یولي په نوم د ترکیې د یوه تحقیقاتي مرکز له لورې جوړه شوې وه.
اغلې بارکزۍ زیاته کړه چې په غونډه کې د افغانستان د جمهوري نظام د کابینې او پارلمان د یوشمیر غړیو ترڅنګ ځینو سیاسونو برخه اخیستې وه او دا غونډه تر ډيره اکاډیمیکه وه.
د لاجورد یولي مرکز په یوه بیان کې ویلي دي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ژورو ننګونو سره مخامخ دی چې د سیمه ییزو بدلونونو له امله اغیزمن شوی دی. د دې مرکز په باور دغو تغییراتو په افغانستان کې د حکومتدارۍ او مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره څه باندې ۷۰۰۰ افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره اووه زره دوه سوه درې شپیته افغانان مدینې منورې ته انتقال شوې دي.
له یوې اونۍ راهیسې دا کسان په الوتکو کې سعودي عربستان ته لېږدیدلي دي.
ټاکل شوې ده چې سږکال دیرش زره افغانان له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
د حج سږني مراسم د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.