د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۴

خبرونه

له ۱۷ کلونو کم عمره افغان فوټبال لوبډله له خپلې تاجیکستانۍ لوبډلې سره لوبه کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان سره لوبه کوي.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه ده. ننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پيلیږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

د امریکا او ایران پلاوي اسلام اباد ته رسیدلي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په اسلام اباد کې. د اپریل ۱۱-۲۰۲۶
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په اسلام اباد کې. د اپریل ۱۱-۲۰۲۶

د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس نن اسلام اباد ته ورسید. د ایران پلاوی د دغهَ هیواد د پارلمان د رییس محمد باقر قالیباف په مشرۍ تیره شپه د پاکستان پلازمینې ته رسیدلی و.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا قالیباف وویل چې زموږ نیت ښه دی خو اعتماد او باور نه لرو.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس بیا د جمعې په ورځ پاکستان ته تر تګ مخکې ویلي و، له ایران سره د مثبتو خبرو اترو په تمه دی، خو نوموړي په ورته وخت کې خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه، که چیرته تهران د تیر ایستو په فکر کې وي، نو وبه ګوري چې زموږ مرکچي پلاوي ته داسې څه د منلو نه دي.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره په پلازمینه اسلام اباد کې دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. پاکستاني چارواکي د لویو دیپلوماتیکو پېښو لپاره تل د امنیتي دلالیلو لپاره داسې رخصتۍ اعلانوي.

د تهران او واشنګتن خبرې به د اسلام اباد په سرینا هوټل کې ترسره شي. هلته تر لس زره ډير امنیتي سرتیرې ځای پرځای شوې دي او د اپریل په اتمه لا له سرینا هوټل څخه مسافر ایستل شوې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي

په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای
په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې پیلېږي

مخکې ویل شوي و چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پیلېږي، خو پرون څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (۲۲ حمل) ترسره شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي.

د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ټاکل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو ته یوازې دوه ساعته پاتې و؛ هغه ضرب‌الاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران ټول تمدن به له منځه ولاړ شي».

د امریکا مرستیال ولسمشر له ایران سره د مثبتو خبرو هیله څرګندوي

ونس پاکستان ته د روانېدو په مهال
ونس پاکستان ته د روانېدو په مهال

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د جمعې په ورځ له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته د روانېدو په مهال وویل چې له ایران سره د مثبتو خبرو هیله لري، خو په عین وخت کې یې تهران ته خبرداری ورکړ چې «موږ مه تېرباسئ».

ونس له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل: «موږ خبرو ته لېواله یوو. زه فکر کوم دا خبرې به مثبتې وي.»

هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي، که ایرانیان وغواړي په صداقت خبرې وکړي، موږ حتماً چمتو یوو چې د دوستۍ لاس ور وغځوو. خو که دوی وغواړي موږ تېر باسي، نو وبه ویني چې د خبرو ټیم به دا ډول چلند ونه مني.»

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له ایران سره د دوه اوونیز اوربند له ټینګېدو وروسته خپل مرستیال له دوو ځانګړو استازو سره یوځای د خبرو لپاره استوي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکي وایي تر هغو چې لبنان د اوربند په هوکړه کې شامل نه شي او اسرائیل د حزب‌الله پر ضد خپل بریدونه بند نه کړي، دوی به له امریکا سره په خبرو کې ګډون ونه کړي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې خبرې نن (شنبې) په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي، او د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دا به په «غیرمستقیم» ډول وي.

د اسراییل د پوځ او حزب الله ترمنځ د نښتو دوام

د اسرائیل د پوځ او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ د جمعې په ورځ هم د ډزو تبادله روانه وه، او حزب‌الله اعلان وکړ چې د اشدود سمندري اډې او د اسرائیل په شمال کې پر څو نورو سیمو یې توغندويي بریدونه کړي دي.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دې بریدونو له امله یو کور ویجاړ شوی، خو ویلي یې دي چې مرګ‌ژوبله نه لري. د دې بریدونو په غبرګون کې، د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې ځینې سیمې بمباري کړې، چې د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.

اتحاد هوايي شرکت کابل ته ورځنۍ الوتنې پیلوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د مسافرو د غوښتنې د زیاتوالي او د نړیوالو اړیکو د ښه کېدو لپاره د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې څخه به د کابل او ابوظهبي ترمنځ خپلې الوتنې ورځنۍ کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ خپره کړې، ویل شوي چې دا پرېکړه د بازار له قوي غبرګون او د تمې څخه د زیات بوکینګ وروسته شوې.

اتحاد هوايي شرکت دا پرېکړه یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې وکړه چې کابل ته یې الوتنې پیل کړې.

وروستیو سېلونو د خوست د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې بندې کړي

د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلونو په دغه ولایت کې د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې یو مخ به منځه وړي دي.

ځايي اوسېدونکو پرون کورنیو رسنیو ته وویل چې د تېرو دوو اوونیو د سېلونو له امله د خوست ولایت د شمل دوه مند ولسوالي د بورګي د سیمې او ګڼو نورو سیمو لارې داسي ویجاړې کړي چې نور پرې تګ راتګ نه کېږي.

دوی وايي چې له دې کبله د روغتیايي اسانتیاوو په شمول له لومړنیو اړتیا وړ شیانو بې برخې شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.

لبنان او اسراییل په امریکا کې خبرې کوي

پر لبنان د اسراییل بمباري
پر لبنان د اسراییل بمباري

په داسې حال کې چې د لبنان په جنوب کې متقابل بریدونه روان دي، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د لبنان او اسرائیل ترمنځ په امریکا کې خبرې ترسره شي.

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي، نعیم قاسم، د جمعې په ورځ د لبنان له حکومته وغوښتل چې اسرائیل ته له «وړیا امتیاز» ورکولو ډډه وکړي.

د هغه په لیکلي پیغام کې چې د المنار تلویزیون له لارې خپور شو، راغلي: «موږ پخواني حالت ته بېرته ستنېدل نه منو.»

ایران د لبنان پر وړاندې د اسرائیل د بریدونو بندېدل د وروستي اوربند له شرطونو څخه بللي، خو امریکا او اسرائیل وایي چې دغه اوربند لبنان نه رانغاړي.

هرات کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

تازه خبر
تازه خبر

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم یاد نه کړ، ازادي راډیو ته وکړه.

د سرچینې په وینا، نا معلومه وسله والو نن جمعه ( د حمل ۲۱مه) پر هغو کسانو ډزې کړي چې د تفریح لپاره یوه میله ځای ته تللي وو.

پیښه د انجیل ولسوالۍ په ده مهري سیمه کې شوې ده او د مرګ ژوبلې شمیر هم ډیر لومړنی دی.

تراوسه د پیښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.

ونس : هیله من یم چې اسلام اباد کې له ایران سره خبرې به مثبتې وي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس اسلام اباد ته له رسیدو مخکې
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس اسلام اباد ته له رسیدو مخکې

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هیله ښودلې چې اسلام اباد کې له ایراني لوري سره خبرې به یې مثبتې وي.

د رویټرز د راپور له مخې ونس دغه څرګندونې نن جمعه پاکستان ته له روانېدو مخکې کړې دي.

د امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي.

فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده پرون وویل چې د دوی د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ممکن د ایراني پلاوي مشري وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG