خبرونه
د افغانستان په جګړه کې اتل استرالیايي سرتېری په حنګي جرم تورن شو
د استرالیا یو سرتېری، چې پخوا د جګړې د اتل لقب ورکړل شوی و، په افغانستان کې د ادعا شويو جنګي جرمونو له امله نیول شوی دی.
فدرالي پولیسو د هوايي خدماتو پخوانی ځانګړی سرتېری ۴۷ کلن بن رابرټس-سمیت، د هغو تورونو له امله ونیوه چې ګواکي ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ بېوسلې بندیان وژلي دي.
چارواکي وایي چې پر نوموړي د جګړې د جرمونو په تړاو د وژنې ۵ تورونه پورې شوي دي، او څېړونکي ادعا کوي چې قربانیان یا خپله ده ویشتلي او یا د هغه د امر پر بنسټ د ده تر قوماندې لاندې کسانو وژلي دي.
بن رابرټس-سمیت، چې د استرالیا لوړ نښان یې ګټلی، دا تورونه د اتلولۍ له مقامه د یوه تورن کس مقام ته رسوي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله له ترکمنستان سره مخامخ کېږي
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله نن (سېشنبې) د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان سره مخامخ کېږي.
دا سیمهییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.
ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې پیل شي.
دا مسابقه د افغانستان د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې پرون پر قرغیزستان وبایلله.
که دا لوبه هم وبایلي، نو په پاتې سیالیو کې به پر لوبډلې فشار نور هم زیات شي.
افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.
سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده
د سعودي عربستان رسنيو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.
چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.
په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.
د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې
د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضربالاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.
په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».
د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.
رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».
د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل
د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.
په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول
په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.
روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.
د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.
تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.
چارواکي وايي چې بارانونو او سېلونو کرنیزې ځمکې، لارې، د اوبو کانالونه او مالداري هم زیانمنه کړې ده.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو
د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.
دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.
دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.