د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

خبرونه

امریکا په اصفهان کې د مهماتو پر زېرمتون سنګرماتوونکي بمونه وغورځول

په داسې حال کې چې د اصفهان ولايت د امنيتي چارو مرستيال والي اعلان وکړ چې «امريکايي او اسرائيلي جنګي الوتکو» د اصفهان، نجف‌آباد، مبارکه، کاشان او شهرضا ښارونه د دوشنبې په ماښام بمباري کړي، په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شوو ګڼو ويډيوګانو ښودلې چې بمبارۍ د سې‌شنبې په سهار وختي هم په اصفهان کې په شدت دوام درلود.

د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بمباري شوي ځای ويډيو د سې‌شنبې په سهار له کوم وضاحت پرته په خپل ټولنيز پلاتفورم ټروت سوشل کې خپره کړه.

په همدې وخت کې، وال سټريټ ژورنال د سې‌شنبې په سهار راپور ورکړ چې «يوه رسمي چارواکي ويلي، امريکا د ۲۰۰۰ پونډه سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله د ايران د اصفهان ښار د مهماتو یو لوی زېرمتون په نښه کړی دی.»

امریکا ډاډه نه ده چې ایراني مرکچیان دې پوره صلاحیت ولري

سي‌این‌این تلویزیوني چاینل د ايران او متحدو ايالتونو ترمنځ د خبرو په اړه د څو امريکايي چارواکو او د خليج د هېوادونو له قوله راپور ورکړ چې امريکا «پوره ډاډه نه ده» چې هغه حکومتي څېرې چې د پاکستان او ترکيې له لارې پيغامونه ترلاسه کوي، د سولې د هر ډول تړون د تاييد يا نتیجې لپاره «وروستی صلاحيت» لري که نه.

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر وايي خبرې په ښه ډول روانې دي او نوي مذاکره کوونکي نسبتاً «معقول‌» بولي، د يوې خبرې سرچينې په وينا، چې له وضعيت سره بلده ده، د ايران د حکومت ځينې کسان پر امريکا «باور نه لري»، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ديپلوماتيکو هڅو پخواني پړاوونه د امريکايي بريدونو له امله ناکام شول.

دا راپور زياتوي چې اوس مهال، د ايران د حکومت د «ډېرو برخو د غيرفعال کېدو» له امله دا روښانه نه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون وروستۍ پرېکړه به څوک کوي.

ترکیه وايي یو بل ایرانی توغندی یې هم شڼډ کړی

بوسفورس تنګی ، د ترکیې بیرغ ، ارشیف
بوسفورس تنګی ، د ترکیې بیرغ ، ارشیف

ترکیې ویلي چې څلورم ایراني توغندی یې شنډ کړی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، له منځه وړل شوی دی.

د اعلامیې له مخې، ددغه توغندي مخه د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم له لارې، چې د مدیترانې ختیځ کې ځای پر ځای دی، نیول شوې ده.

ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.

دا څلورم ایراني بالستیک توغندی دی چې د ترکیې په فضا یا د هغې په لوري د تګ پر مهال شنډېږي.

تر دې مخکې، ترکي چارواکو د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

تر اوسه د شنډ شوي توغندي د مسیر او د نسکوریدو د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي له روسیې دکال ۲ ملیونه ټنه د سون مواد وپیري

په مسکو کې دافغانستان سفارت چې واک یې طالبانو ته سپارل شوی دی .
په مسکو کې دافغانستان سفارت چې واک یې طالبانو ته سپارل شوی دی .

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي هر کال له روسیې څخه دوه میلیونه ټنه سون توکي واخلي.

روسي رسنیو د دې مرکز د مشر رستم خبیبولین له قوله راپور ورکړی چې دا تړون به ډیر نږدې وخت کې د کازان ښار کې لاسلیک شي، خو دقیقه نېټه یې ښودلې نه ده.

ویل شوي چې د دې تړون له مخې به افغانستان د روسیې له سترو نفتی شرکتونو څخه مایع ګاز او پټرول اخلي.

تر دې مخکې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د طالبانو حکومت له روسیې څخه د سون توکو اخیستلو ته لېوالتیا لري او د انرژۍ صادرات د دواړو خواوو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي

دافغانستان د فوټبال ملي ټیم ، سعودي عربستان کې د تمرینونو په مهال ، ارشیف
دافغانستان د فوټبال ملي ټیم ، سعودي عربستان کې د تمرینونو په مهال ، ارشیف

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سه‌شنبه د وري په ۱۱مه د سوریې له ټیم سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه د آسیا جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د افغانستان په وخت د شپې ۸:۴۵ بجې به پیل شي.

د یاد فدراسیون په وینا، د افغانستان ملي ټیم لوبغاړو د دې لوبې لپاره خپله لومړۍ تمریني ناسته د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د جده ښار کې ترسره کړې ده.

تر دې مخکې، د افغانستان ټیم د آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې تېره پنجشنبه خپله لوبه د میانمار ټیم ۱-۲وبایلله.

شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي

شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"۴۶۵ کډوال د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۰۰ نور کډوال د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر له لارې له ایرانه بیرته هېواد ته راستانه شوي دي".

په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې په زرهاوو افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي.

بل پلو، د پاکستان حکومت د پلازمینه اسلام اباد په ګډون د دې هېواد له ټولو ښارونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستانه افغانستان ته اخراج کیږي چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده او د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

ننګرهار کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان دي

په ننګرهار ولایت کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د رسنیو دفتر نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،"د ننګرهار په اچين، بهسودو، شينوارو، نازيانو، مومندرې، ګوشتې، سپين غر، پچير اګام او کوټ ولسواليو کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان مړه، ۱۲ تنه ټپیان او ۲۷کورونه تخریب شوي دي".

بل پلو، د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبې رسنیو ته ویلي،" د سرپل ــ بلخ او بادغیس ـــ فاریاب ولایتونو ترمنځ لوې لارې بندي دي".

خو د هغه په ټکو، د دغو لارو د خلاصیدو چارې روانې دي.

د راپورونو له مخې، په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او په زرهاوو جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.

طالب چارواکو ویلي، په تیرو څو ورځو کې په ۱۳ولایتونو کې د سیلابونو او غره ښویدنه له کبله ۱۷کسان مړه او ۲۶نور ټپیان دي.

ټرمپ؛ که وغواړم په ډیر اسانه د خارک ټاپو نیولی شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" له ایران سره د مذاکراتو سربیره، د خارک ټاپو د نیولو پلان تر څیړنې لاندې دی".

هغه چې نن دوشنبې فایننشنال ټایمز ورځپانې سره خبرې کولې وویل،"کیدای شي خارک ټاپو ونیسو یا يې ونه نیسو، ډیر انتخابونه لرو، دا کار په دې مانا دی چې باید بیا هلته (خارک) د یو څه وخت لپاره پاتې شو".

ټرمپ د خارک ټاپو څخه د ایران د دفاع د پوښتنې په ځواب کې وویل،" فکر نه کوم چې هغوي (ایرانیان) د دفاع لپاره څه ولري، ډیر اسانه کولی شو چې خارک ونیسو".

د ټرمپ په ټکو،"غوره ګڼم چې د ایران د تیلو واک ترلاسه کړم". هغه دا احتمالي اقدام په ونزویلا کې د نیکلاس مادورو له نیول سره پرتله کړ او زیاته يې کړه چې اوس د ونزویلا تیل د امریکا د تیلو چانځایونو ته راځي.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د تیلو د واک د ترلاسه کیدو خبره کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې له پنځوس سلنه لوړې شوي دي.

اوسمهال د تیلو د یو بیرل بیه ۱۱۶ ډالرو ته پورته شوې ده.

ایران؛ د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل شوی

د ایران سپاه پاسداران د دې هېواد د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل کیدل تایید کړل.

سپاه پاسدارانو نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،" هغه د عملیاتو پرمهال هدف وګرځیده او له سخت ټپي کیدو وروسته يې ساه ورکړه".

امریکا او اسراییلو د تیرې پنجشنبې په ورځ د تنګسیري د وژلو ادعا کړې وه.

سپاه په خپل بیان کې د سمندري ځواکونو د قومندان د وژل کیدو او ځایناستي په اړه ډير جزیات ورکړې نه دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) مشر دریادار برد کوپر ویلي،" د تنګسیري وژل کیدل سره سیمه کې امن راوستلی شي".

د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۱۹کال کې تنګسیري د " ځانګړي نړیوال ترهګر" په توګه معرفي کړي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG