خبرونه
په بادغیس کې سیلونو د پنځو تنو ژوند اخیستی
په بادغیس کې د ورښتونو له امله پنځه تنه مړه شوې دي. په دغهَ ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند صدیق اله صدیقي وایي چې د سیلونو له امله درې تنو د قادس ولسوالي په « شش مني ها» کلي کې او دوو تنو د یوې درې کلنې نجلۍ په شمول د دره بوم په ولسوالي کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي چې د سیلونو له امله د دغو ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه اوښتې دي او یوشمیر زراعتي مځکې تخریب شوې دي.
د بارانونو له امله د هرات-کندهار لویه لار هم پرون د لنډ وخت لپاره بنده شوه.
د یمن حوثیانو د ایران په ملاتړ د اسراییل په لوري لومړني توغندي وتوغول
د یمن حوثي وسله والې ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، ویلي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې د ایران د ملاتړ په هدف یې پر اسراییل لومړني توغندي ور ویشتلي دي.
د اسراییل پوځ هم ویلي چې د یمن له خوا یې یو توغندی کشف کړی دی.
په صنعا کې د حوثيانو ویاند په یوه ویډیو کې چې پر اکس یې خپره کړې ویلي چې دوی څو بالستیک توغندي اسراییل خواته توغولي دي.
حوثیانو تر دغه برید څو ساعته مخکې په یوه جلا خبرپاڼه کې وویل، که چیرته پر ایران د اسراییل او امریکا جګړه شدیده کیږي، دوی به د اسراییل او امریکا په ضد پوځي اقدام وکړي.
په دې توغندیز برید سره داسې ښکاري چې د اسراییل په ضد روانه شخړه کې یوه نوې جبهه پرانستل شوه.
حوثیانو ویلي، دغه بریدونه به یې تر هغو روان وي چې خپلو هدفونو ته په کې ورسېږي.
د طالبانو حکومت پاکستان تورنوي چې پر کونړ یې تازه سلګونه توغندي توغولي دي
په کونړ کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي ادعا کوي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له لوري نژدې ۵۰۰ توغندي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو لګیدلي دي.
کونړ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن شنبه ( د حمل ۷مه) کورنیو رسنیو ته ویلي چې دغه توغندي پر مرکز اسعد اباد او دغه راز ناړۍ، شلتن، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو لګیدلي دي.
خبر کې راغلي چې دغو بریدونو ملکیانو ته د سر او مال زیان اړولی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني لوري که څه هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزیر یې خواجه اصف ویلي چې پر افغانستان به د دوی بریدونه تر هغو دوام ولري چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.
غزني کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي
د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن شنبه دغه خبر خپور کړی دی، خو د پیښې د کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
وړاندې راغلي چې دغو ماشومانو پر یوې ناچاودې وسیلې لوبې کولې چې تر چاودنې وروسته یې دوتنه ځای په ځای ووژل شول او دوه ټپيانو وروسته روغتون کې سا ورکړه.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې لا هم د تېرو جګړو د مهال ماینونه او ناچاوده توکي پاته دي چې وخت ناوخت د ملکیانو ژوند ګواښي.
پاکستان د منځني ختیځ د شخړې په تړاو یوه غونډه پلان کړې
اسلام اباد به یکشنبه او دوشنبه د منځني ختیځ د شخړې په تړاو د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.
فرانس پریس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله نن شنبه ( د حمل یا وري ۸مه) لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپلو دغو سیالانو ته بلنه لېږلې ده.
ویل شوي چې د خبرو تمرکز به په منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو وي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د یوه کلیدي منځګړي په توګه مطرح شوی دی.
د پاکستان حکومت له ایران او د منځني ختیځ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او صدر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر یې عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره شخصي اړیکې جوړې کړې دي.
بیروت کې د ایران شپږ ( ډيپلوماتان) د اسراییل په برید کې وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي ( شپږ ډيپلوماتان) یې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ( د حمل یا وري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډيپلوماتان په خپل هستوګنځای کې تر برید لاندې راغلي دي.
ایران دغه برید " په لبنان کې د ایراني ډيپلوماتانو جنایتکارانه ترور" بللی دی.
د ازادۍ راډيو ایراني څانګې راډیو فردا د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو ته په اشارې لیکلي چې وژل شویو ډيپلوماتانو پوځي یونیفورم درلود.
پر ایراني ډيپلوماتانو دا برید وروسته تر هغه وشو چې لبنان د حمل په ۴مه په بیروت کې د ایراني سفیر باورلیک ومانه.
اسراییل نن پر ایران تازه بریدونه کړي، ایران هم اسراییل، سعودي او اماراتو کې زیانونه پیښ کړي
پر ایران نن سهار او تېره شپه هوایي بریدونو دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې سهار مهال تهران او دغه راز کرج، اصفهان او اراک ښارونه د درنو بمباریو شاهدان وو.
دغه بریدونه تر ډیره پر صنعتي تاسیساتو او کارخونو باندې شوې دي.
ایران هم تېره شپه او پرون پر اسراییل او منځني ختیځ کې پر امریکایي اهدافونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په امیر سلطان پوځي اډه کې د ۱۲ امریکایي سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل په تل ابیب کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې هم دوه ځایه اورلګېدنه شوې چې لامل یې د ایران توغندیز بریدونه بلل شوي دي.
د جرمني صدراعظم: روانه جګړه به په ایران کې د رژیم بدلون رامینځ ته نه کړي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه به احتمالا هلته رژیم ځکه بدل نه کړي چې دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغې جګړې په شدت کې د کموالي هیڅ کومه نښه ونه لیدل شوه.
ښاغلي میرتس په فرانکفورت کې یوې غونډې ته په دې هکله چې ایا په ایران باندې داسرائیلو او امریکا دبریدونو واقعي هدف هلته د رژیم بدلون دی ؟ وویل : « که چیرې هدف داوي ، فکر نه کوم چې ترسره به یې کړي. » هغه په دې اړه دافغانستان جګړې ته په اشاره وویل : «په اکثرو تیرو جګړو کې ، دا کار تر ډیره په غلطۍ پرمخ تللی دی،»
میرتس زیاته کړه : «زه دایران په هکله د یوې ستراتیژۍ د شتون او د پلي کولو د بریالیتوب په هکله یې جدي شک لرم ، »
خو د جرمني صدراعظم وروسته لدې چې په ایران کې د تیرې مرغومې میاشتې ولسي اعتراضونه په شدت وځپل شول په نړیواله سطحه لومړنۍ کس وو چې ویې ویل داچې د ایران حکومت دخپلې بقا لپاره له زوره کار اخلي دایې د زوال نښه ده.
ښاغلی میرتس هغه مهال دایران دولسي اعتراضونو په هکله ویلي وو ګمان کوي چې دا د ایران د حکومت د پای ورځې او اونۍ دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د G7 یا د اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته وویل چې امریکا تمه لري چې په ایران کې به یې روان عملیات نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو په ترځ کې پای ته ورسیږي.
مارکو روبیو وویل چې امریکا د خپلو ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته کولای خپل اهداف ترلاسه کړي.
دافغانستان او ازبکستان د تجارتي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت او ازبکستان د دواړو هیوادونو د سوداګري شورا د تاسیس هوکړه لاسلیک کړه.
دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ وویل چې دغه هوکړه د پنجشنبې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان اوازبکستان د سوداګرۍ د شورا په لومړنۍ غونډه کې لاسلیک شوه.
د افغانستان او ازبکستان چارواکي ددغې شورا تاسیس د دواړو هیوادونو داقتصادي همکاریو لورته یو مهم ګام ګڼي او هیله څرګندوي چې ددوی ترمینځ د تجارتې تبادلې اندازه راتلونکو کلونو کې له ۱.۶۸ ملیارډو ډالرو څخه ۵ ملیارډو ډالرو ته لوړه شي.
تر دې مخکې ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ددواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري او ترانزیتي اړیکو د پراختیا خبر ورکړی وو.
دخونې چارواکو ویلي وو چې داموالو په لیږد او ترانزیت کې اسانتیاوو او دغه راز د ګمرکي موانعو لیرې کولو د تجارتي تبادلې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
ازبکستان په تیرې لیندۍ میاشتې کې افغانستان سره خپله پوله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تړل شوې وه رسما بیا پرانیسته .