د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۱

خبرونه

طالبانو په یو نوي نوم «د حکومت د ځواب ورکونې پروګرام» پیل کړ

ارشیف
ارشیف

مجاهد: د حکومت د خلکو پر وړاندې د ځواب ویلو پروګرام پیل شو

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې حکومت د لاسته راوړنو د رسنیزو کولو پروګرام پیل کړی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر نوم لاندې دا پروګرام څو اوونۍ دوام کوي.

مجاهد وايي د دې پروګرام هدف د حکومت د لاسته راوړنو رسنیز کول دي.

دغه پروګرام د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په نوم ترسره کېده.

د طالبانو حکومت هم په تېرو کلونو کې دا پروګرام په همدې نوم ترسره کاوه، خو سږ کال‌یې نوم بدل کړی دی.

د طالبانو مشر: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول زموږ د مبارزې له اهدافو و

کندهار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست
کندهار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده وایي، د دې ډلې د ۲۰ کلنې مبارزې له مهمو اهدافو څخه یوه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول و.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه دا څرګندونې په کندهار کې له سیمه‌ییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ.

دا اداره په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو او نړیوالو سازمانونو له‌خوا د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورنه شوې ده.

د دغه وزارت چارواکو‌چې ځان د اسلامي شریعت په پلي کولو مکلف بولي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ‌یې پر ښځو او نجونو د حجاب اغوستل اجباري کړي او ګڼ نور محدودیتونه‌یې هم پرې لګولي دي.

ټرمپ: له ایران سره خبرې ډېرې جدي دي، خو که ناکامې شي، سخت پوځي برید به وکړو

ایران کې د یو شمېر پوځي سیمو د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو چمتووالی
ایران کې د یو شمېر پوځي سیمو د هدف ګرځولو لپاره د امریکايي الوتکو چمتووالی

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل، ایران ته‌یې د ډیپلوماسۍ لپاره یو بل فرصت ورکړی، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا به پر ایران ډېر پراخ پوځي اقدامات ترسره کړي.

ډونالد ټرمپ له اکسیوس وېب‌پاڼې سره په مرکه کې وویل: “موږ له ایران سره ډېرې جدي او ژورې خبرې روانې کړې دي. که دا خبرې پایلې ته ونه‌رسېږي، نو بیا به ډېرو پراخو پوځي اقداماتو ته ستانه شو.”

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کومه وخته به ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، وویل: “زیات وخت نه. یا به ډېر ژر پرمختګ وشي او یا به هېڅ پرمختګ ونه‌شي.”

د امریکا ولسمشر پر ایران د ۱۳ شپو له پرله‌‌پسې بریدونو وروسته، د تېرې جمعې په ورځ د دغو پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.

ایران هم چې د دغې جګړې پر مهال‌یې د منځني ختیځ څو هېوادونه په نښه کړي و، اعلان وکړ چې خپل بریدونه‌یې درولي دي.

ټرمپ وویل چې منځګړو هېوادونو ترې غوښتي وو څو خبرو ته یو بل فرصت ورکړي.

د سوریې ولسمشر: له نورو هیوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسراییل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع وایي چې دمشق له څو نورو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسرائیل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسېږي.

الشرع له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې ډول یوې هوکړې بریا به د یوې هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره کړي، پرته له دې چې د جولان پر لوړو سیمو د سوریې حق له پامه وغورځول شي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که لبنان کې ګډوډي وي، نو دا به پر سوریې مستقیم او سمدستي اغېز ولري. نوموړي زیاته کړې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې پراخېدل هم د ټولې سیمې لپاره درنې پایلې لرلای شي.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې دمشق په لبنان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او د وسلو د انحصار او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د لبنان د حکومت د پرېکړې د حق ملاتړ کوي.

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړی انوارالحق احدي وایي دې شتمنو ۷۰۰ ملیون ډالره ګټه کړې

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړی او د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي وايي چې د افغانستان هغې شتمني چې په سویس کې ساتل کېږي، تر اوسه یې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او۴،۲ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې ده.

ښاغلي احدي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۴) د "افغان پوهانو او کارپوهانو ټولنې" په انلاین ناسته کې کړې دي.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، نوموړي په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د پاتې ۳،۵ میلیارډ ډالرو په اړه ویلي چې تر اوسه دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړې کړې دي او ډېر احتمال شته چې درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د خوشې کولو په اړه پرېکړه وکړي ترڅو د افغانستان د خلکو شتمنۍ خوندي پاتې شي.

احدي همداراز ویلي چې تر اوسه په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق له شتمنیو څخه هیڅ کارندی اخیستل شوی او کله چې وضعیت عادي شي، دا شتمنۍ به د افغانستان مرکزي بانک ته ولېږدول شي.

د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې را ولویدې

د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو د دریدو وروسته نن دوشنبې د نړۍ په بازارونو کې د اومه تیلو بیې شاوخوا اوه سلنه را ولویدې.

د دغو بریدونو له دریدو سره دا هیلې زیاتې شوې چې ښايي دواړه هېوادونه بېرته اوربند ته وګرځي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرې اترې پیل شي. د برینټ او ټکزاس اومه تیلو بیې د دوشنبې په ورځ ډیرې راولویدې او د هربیرل بیه یې شاوخوا ۹۰ ډالرو ته ورسیده.

د برېنټ اومه تېلو د هربیرل بیه تېره اوونۍ له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته شوې وه چې دا د مې له میاشتې راهیسې د تیلو ترټولو لوړه بیه وه.

امریکا په ایران کې پر اهدافو د ۱۳ ورځو له بریدونو وروسته د شنبې په ورځ خپل پوځي عملیات ودرول. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي وویل چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ "خبرو اترو ته لږ فرصت ورکوي."

د افغانستان پیژندل شوی ډیپلومات او ادیب عبدالغفور روان فرهادي وفات شو

د افغانستان پیژندل شوی ډیپلومات او ادیب عبدالغفور روان فرهادي وفات شو.

د هغه زوی طارق فرهادي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل پلارمړینه تایید کړه او ویې ویل چې پلار یې د یکشنبې په ماښام (د اسد ۴مه) د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سانفرانسیسکو ښار کې د ۹۶ کلونو په عمر وفات شو.

عبدالغفور روان فرهادي، یو تجربه ‌کاره افغان ډیپلومات و چې څه باندې یوه لسیزه یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه د تاریخ، شعر، ادبي نقد او عرفان په برخو کې هم د افغانستان له پېژندل شویو لیکوالانو څخه ګڼل کېده.

روان فرهادي د ۱۳۰۸ لمریز کال د سنبلې په لومړۍ نېټه (د ۱۹۲۹ میلادي کال د اګست په ۲۳مه) په کابل کې زېږېدلی و. هغه له لومړنیو او منځنیو زده کړو وروسته، په ۱۹۴۹ کال کې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د زده کړو لپاره پاریس ته لاړ.

فرهادي په همدې وخت کې د پاریس د سوربن پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د سانسکریت، اوستا او نورو لرغونو ژبو زده کړه هم وکړه او په ژبپوهنه کې یې څېړنې وکړې. هغه په ۱۹۵۵ کال کې د خواجه عبدالله انصاري د اثارو، افکارو او عرفان په اړه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.

د ادبي څېړنو په برخه کې د روان فرهادي له مهمو کارونو څخه یو د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د شاوخوا دوو زرو منسوبو رباعیاتو لومړنۍ بشپړه انګلیسي ژباړه ده، چې د امریکايي څېړونکي ابراهیم ګامارد په همکارۍ یې ترسره کړه. همدارنګه د فرانسوي ختیځپوه لویي ماسینیون د " قوس زندګي حلاج " اثر ژباړه د عرفان په برخه کې د هغه له ارزښتناکو کارونو څخه ګڼل کېږي.

عبدالغفور روان فرهادي پر دري، پښتو، فرانسوي، انګلیسي، عربي او څو نورو ژبو بشپړ تسلط درلود.

د اوکراین ولسمشر به نن دوشنبې په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم سره وګوري

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي نن دوشنبې د جولای په ۲۷مه په لندن کې د بریتانیا له نوي صدراعظم انډي برنهم سره وګوري. دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي چې پر اوکراین د روسیې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

زیلنسکي به لومړنی بهرنی مشر وي چې برنهم یې د دندې له پیلیدو وروسته کوربه‌ توب کوي. نوموړي یوه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه چې د خپل کارګر ګوند غړي او پخواني صدراعظم کير سټایرمر استعفا ورکړه.

برنهم له زیلنسکي سره ترکتنې مخکې وویل: "بریتانیا له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړه ده او زموږ ملاتړ به ټینګ او نه بدلېدونکی پاتې شي."

نوموړي له زیلنسکي سره د جولای په ۲۰مه، یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د صدراعظم په توګه یې دنده پیل کړه، پرټیلفون هم خبرې کړې وې.

تمه ده چې برنهم به د دې سفر په ترڅ کې اعلان وکړي چې بریتانیا به د خپلې نوې "سټون کلوک" برېښنايي جګړې د سیسټم فکري ملکیت (Intellectual Property) له اوکراین سره شریک کړي، څو دا هیواد وکولای شي چې دغه ټکنالوژي په خپله تولید او پراخه کړي.

چارواکو ویلي، دغه د برېښنايي مداخلې (جمینګ) وسایل، چې د ټابلیټ کمپیوټر په اندازه دي، د ډرونونو له بدنې سره نښلول کېږي او د روسیې د هوايي مدافعې سیسټمونه له دې څخه منع کوي چې ډرونونه تعقیب او په نښه کړي.

ولسمشرټرمپ هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا پوځ د مهماتو له کمښت سره مخ دی. هغه کورنیو رسنیو ته ویلي چې د امریکا د مهماتو زېرمې ډېرې پراخې دي او له اړتیا څخه هم زیاتې دي. تردې مخکې یوشمیرامریکایي رسنیو د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چې امریکا پرایران بریدونه د دې لپاره درولي چې د مهماتو د کمېدو اندېښنو د جګړې د لا پراخېدو په اړه د واشنګټن پلانونه محدود کړي دي.

د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا هم د یکشنبې په ورځ ومنله چې تیرو دووشپو کې امریکا خپل بریدونه درولي او دوی هم په خلیج کې د امریکا پرمتحدینو "غچ اخیستونکي" بریدونه ځنډولي دي.

په عین حال کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیر ویلي چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره روانو ډیپلوماتیکو هڅو ته چې په وروستیو ورځو کې چټکې شوې دي، "د پرمختګ لپاره لږ وخت او فرصت" ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د دغو هڅو پخلۍ کړی او ویلي یې دي، سره له دې چې امریکا پرخپلو ژمنوعمل ندی کړی خو تهران او واشنګټن لا هم د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.

ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه ‌یف چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی، په روان کال کې خپل هیواد ته له افغانستانه د وارداتود زیاتوالي خبر ورکوي. په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ د طالبانو له ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره د هغه د کتنې په اړه خپره کړې، خواجه یف ویلي چې تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات ۱۵۰ میلون ډالره وو خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي او تمه ده چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي. افغانستان ترډیره وچې او تازه میوې، پنبه، د ډبرو سکاره اوغالۍ ازبکستان ته صادروي.

خواجه یف همدارنګه ویلي چې ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړي چې د هغه په ټکو دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي. د ازبکستان د صدراعظم مرستیال چې د لوړپوړوچارواکو، سوداګرو او پانګوالو د یوې لوی پلاوي په مشري کابل ته تللی، دغه راز یې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمیرنورو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړي دي.

په تیرو څه کم پنځوکلونوکې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د منځنۍ آسیا د یوشمیرنورو هیوادونو پرتله له ازبکستان سره یې په ډیرو برخو کې اړیکي پراخې شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG