خبرونه
متقي : افغانستان له تحمیلي جګړې سره مخ دی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سیمه کې روانې جګړې او کړکیچونه د اندیښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو هیوادونو سفیرانواو دنړیوالو سازمانو له استازو سره د روژه ماتې په غونډه کې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندل او وویل چې پاکستاني ځواکونو په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې بمبارد کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ولسي خلک وژلي دي.
امیرخان متقي وویل چې افغانستان د پاکستان له لورې له یو تحمیلي جنګ سره مخ دی او دافغانستان دفاعي اقداماتو کې په پوځي اهدافو تمرکز شوی دی.
په داسې حال کې چې اسلام اباد وايي چې د تحریک طالبان پاکستان کسانو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې دننه بریدونو تنظیموي او کوي یې متقي یو ځل بیا وویل چې د TTP ستونزه یوه پخوانۍ او د پاکستان کورنۍ مسئله ده او واک ته د طالبانو له راتګ سره نه ده رامینځ ته شوې.
امیرخان متقي د امریکا ،اسرائیلو او ایران ترمینځ جګړه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وباله اوخواشیني یې څرګنده کړه چې دغه نښتې دسیمې نورو هیوادونو ته غځیدلي اوغوښتنه یې وکړه چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.
هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".
د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".
پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.
د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.
سبا سه شنبې په ۲۳ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا سه شنبې په ۲۳ولایتونو کې د واورې، باران او تالنده بریښنا اټکل کړی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې هوا پیژندنې ریاست خپره کړې د کابل په ګډون په لغمان، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، هرات، بادغیس، بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د جګړې دوام
که څه هم په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه یو څه ارامه شوې، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لا هم نښتې روانې دي.
د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې يې د پاکستاني ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات ورکړي نه دي او هم پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.
بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطالله تارړ ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو د جګړې له پیل راهیسې ۵۸۳ طالبان وژلي او ۷۹۵ نور يې ټپیان کړي دي.
خو طالبانو بیا ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان ملکیان په نښه کوي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تاییدولی نشي.
بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړمه ورځ ویلي و،" د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۸۵ملکیان وژل شوي او په سلهاوو نور ټپیان دي".
نژدې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
دغه جګړه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له هوايي بریدونو وروسته پیل شوه، هغه برید چې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي په کې ووژل شول.
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې.
له ۲۰۲۲کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د یوې بوشکې تیلو بیه ۱۱۷ ډالرو ته پورته کیږي.
د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پیل شوې جګړه له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي.
له دغه تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه د تیلو صادارت تیریږي.
د نړیوالو اژانسونو د راپور له مخې، د تیلو تولیدونکي هېوادونو نړیوالو بازارونو د تیلو عرضه کمه کړې ده.
عراق، کویټ او قطر لا له وړاندې دا اقدام کړی.
راپورونه وايي، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم غواړي ورته اقدام وکړي.
د ایران نوي مشر ته د ټرمپ خبرداری؛ "و به ګورو چې څه کیږي"
د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه ای ټاکل کیدو غبرګونونه راپاولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "و به ګورو چې څه کیږي".
هغه دا خبره پرون ناوخته د مجتبی خامنه ای له ټاکلو کیدو وروسته یوې اسراییلي رسنۍ ته کړې ده.
ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته ایران د نوي مشر په ټاکلو کې لومړی د هغه تایید ترلاسه نشي، نو نوی مشر به "ډیر وخت دوام ونه کړي".
بل پلو، چین بیا د ایران په چارو کې د امریکا او اسراییلو له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون نن دوشنبې ویلي، "پکن د ایران په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول مداخلي سره چې په هره بهانه وي، مخالف دی او باید د ایران امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وشي".
له ایرانه پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د نوي مشر د ټاکلو کیدو له اعلان وروسته د حکومت پلویان د "الله اکبر" نارې وهي، په داسې حال کې چې د تهران په ځینو سیمو کې خلک "مرګ پر مجتبی" شعارونه ورکوي.
د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکه.
د ایات الله علي خامنه زوی ایات الله مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکل شو
مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشرپه توګه وټاکل شو.
د ایران د خبرګانو د مجلس دارالانشا په سیمه ییز وخت دوشنبې د حوت په اتلسمه د سهار په لومړیو ساعتونو کې مجتبی خامنه یي د اسلامي جمهوریت د نوي رهبر په توګه معرفي کړ.
د دارالانشا په اعلامیه کې راغلي چې د خبرګانو مجلس د اسلامي جمهوریت د مشر ایات الله علي خامنه یي د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته فوق العاده غونډه وکړه او د استازو د اکثریت په رأیو سره یې سید مجتبی حسيني خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکه.
دې مجلس ویلي چې د جګړې له وضعیت او پر ودانیو یې د بریدونو سره سره د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر د ټاکلو بهیر"پرته له ځنډه" ترسره کړ، "تر څو هېواد د رهبرۍ له تشې سره مخ نه شي." همدارنګه له ښاریانو غوښتنه شوې چې له نوي مشر سره "بیعت" وکړي.
مجتبی خامنه یي د ایران د وژل شوی مشرخامنه یي زوی دی. ویل کیږي، نوموړی چې په ۱۹۶۹ کال کې زیږیدلی، د ایران له سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک سره نژدې اړیکي لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل که ایراني چارواکي لومړی د هغه تایید ترلاسه نه کړي، د اسلامي جمهوریت نوی مشر به "ډېره موده دوام ونه کړي."
هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله
هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله.
د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه چې د یکشنبې په ورځ د هند د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي ترسره شوه، هند د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۵ منډې وکړې چې د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر هند ته وبایلله.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې چې هند او سریلانکا یې کوربه توب کاوه، د افغانستان په ګډون شلو ټیمونو ګډون کړی و. د دې جام لوبې د فبرورۍ په اومه پیل شوې وې چې پرون یکشنبې پای ته ورسیدې.
ترمپ وايي چې د ايران راتلونکی مشر به د امريکا له تاييد پرته ډېر وخت دوام ونه کړي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل چې که ايراني چارواکي د اسلامي جمهوريت د مشرتابه لپاره د نوي مشرد ټاکلو په اړه لومړی د هغه تأييد ترلاسه نه کړي، نو نوی مشر به "ډېر وخت دوام ونه کړي."
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ايران څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د نوي مشر اعلانولو ته نژدې شوې ده. د ايران پخوانی مشر علي خامنه یي د کب یا حوت په نهمه د امريکا او اسرائيل د بريد په لومړيو ساعتونو کې ووژل شو.
ډونالډ ترمپ له ABC News سره په مرکه کې د اسلامي جمهوريت د نوي مشر په اړه وويل: "هغه بايد زموږ تأييد ولري. که زموږ تأييد ترلاسه نه کړي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هر لس کاله وروسته بېرته دې موضوع ته ور ونه ګرځو. هغه هم داسې وخت کې چې تاسو زما په شان ولسمشر ونه لرئ چې دا کار ترسره کړي."
د امريکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا چمتو دی داسې څوک تأييد کړي چې د ايران له اوسني حکومت سره چې اسراییل اوامریکا یې د نسکورولو خبره کړې، تړاو لري، وويل: "هو، د يوه ښه مشر د ټاکلو لپاره به دا کار وکړم. هو، زه به يې وکړم. ډېر کسان شته چې ښايي د دې لپاره وړ وي."
هغه همدارنګه دا احتمال هم رد نه کړ چې د امريکا ځانګړي ځواکونه د ايران د غني شوي يورانيمو د ايستلو لپاره واستول شي او ويې ويل: "هر څه د میزپرسر دي."
د طالبانو د حکومت د محکمو د پریکړو له مخې په کابل او غور کې ۲۴ کسان په درو ووهل شول
د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۱۷مه، په غور ولایت کې ۶ کسان چې ۳ ښځې هم پکې شاملې وې، د "اخلاقي فساد" په تور هر یو په ۳۹ دورو ووهل شول.
دې محکمې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي محکمې د پرېکړې پر بنسټ ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د اعلامیې له مخې، دغه کسان له ۱۰ تر ۳۹ پورې په درو وهل شوي او هم ورته له ۷ میاشتونه تر ۳ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د تورنو کسانو جسمي سزاوې تل د بشري حقونو د سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د پرېکړو له مخې په عام محضر کې د جسمي سزاګانو زیاتوالی په افغانستان کې د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سرغړونه ده.
خو د طالبانو چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت له مخې مجرمینو ته جسمي سزاوې ورکوي او د داډول سزاوو د تطبیق پردوام یې ټینګارکړی.