خبرونه
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
د امریکا د جیولوژۍ سروې اداره د دوشنبې سهاروختي د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبر ورکوي.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۴،۵ درجې ثبت شوی، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په ۹۷ کیلومترۍ کې ۱۰۵ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دې ادارې په وینا د دغې زلزلې ټکانونه ښایي په جرم او شاوخوا سیمو کې احساس شوي وي.
شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په سیمه کې دوه پرله پسې زلزلې شوې وې چې د یوې شدت یې د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې ۴،۵ وو. د دغو زلزلومرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو
د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم د مړینې احتمال زیات شوی دی. سنټکام د جولای په ۱۹مه په خبرپاڼه کې وویل چې په عراق کې امریکايي سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د ایران د یوې راپرځېدلې بې پیلوټه الوتکې ناچاودې مهماتو ته یې په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکوله. د پوځ په خبره په دې پيښه کې یو بل سرتیری برسیرن ټپي شوی چې اوس تردرملنې لاندې دی. سینټکام دغه راز وویل چې پرایران یې د نهمې پرله پسې شپې بریدونه پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د ایران پر ځینو پوځي ځایونو دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شول چې په هرمزتنګي کې په تیریدونکو سوداګریزو کشتیو د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې کړي.
په عین حال کې سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو ویلي چې په کویټ، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پراډو بریدونه کړي دي.
هسپانیا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام اتلولي وګټله
هسپانیا د دې جام په پایلوبه کې چې تیره شپه د امریکا د نیوجرسي په لوبغالي کې ترسره شوه، ارجنټاین ته یوـ صفر ماتې ورکړه.
دواړو ټیمونو د لوبې په عادي وخت، نوي دقیقو کې کوم ګول ونه واهه خو د اضافي وخت په ۱۰۶ دقیقه کې د هسپانیا لپاره یوازنی ګول فیران توریز وواهه او د خپلې لوبډلې لپاره یې د دې جام اتلولي خپله کړه. هسپانیا تردې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.
ایران یو افغان تبعه د یکشنبې په سهار اعدام کړی
د ایران قضایه قوې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره په تړاو د یوه افغان او یوه ایراني د اعدام خبر ورکړ.
د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور په اساس میزان اژانس چې د ایران قضایه قوې پورې تړلې ده خبر ورکړی چې د عرفان اسفندیاري او افغان تبعه ګل محمد محمدي اعدام د یکشنبې په سهار د اصفهان په دستګرد زندان کې اجرا شو.
تېره اوونۍ په ایران کې د نیول شویو کسانو د وضعیت د تعقیب کمېټې خبرداری ورکړی و چې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره د تړلیو ۱۲ کسانو لپاره د اعدام حکمونه د ایران د سترې محکمې له خوا تایید شوي.
د راپورونو له مخې په دې ۱۲ کسانو کې د افغانستان څو اتباع هم شامل دی.
د اصفهان علیخاني میدان قضیه د ۱۴۰۴ کال د جدي/سلواغې ۱۸مې پېښه ده چې د ایران د بسیج ځواکونو څلور غړي په یوه برید کې ووژل شول.
له پېښې سره په تړاو لږ تر لږه ۵۹ کسان نیول شوي.
ایران په دې وروستیو کې د نورو ایرانیانو تر څنګ ګڼ افغانان هم اعدام کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ههنګو په اصفهان کې د افغان تبعه ګل محمد محمدي د اعدام خبر تایید کړی.
د دغه سازمان د یوه راپور په اساس ایران تېره جون میاشت لږ تر لږه ۱۰۹ کسان اعدام کړي. په دې ډله کې پنځه افغان اتباع هم شامل دي.
په نیمروز کې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي
په نیمروز کې طالب چارواکي وایي چې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي.
مخکې د ۱۹ کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی و چې له ډلې یې د نیمروز د امنیه قومندانۍ د ویاند ګل محمد قدرت په خبره د پنځو تنو مړي پيدا شول.
د قدرت په ټکو،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
دا کسان ظاهراً ایران ته د تلو په نیت د نیمروز په دښتو کې ورک شوي.
د لادرکو کسانو د لټون د عملیاتو اړوند خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پوځي هیليکوپټر او موټر د نیمروز په دښتو کې ګرځي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران په دارخوین اټومي تاسیساتو د برید راپورونه څېړي
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې امریکا د یکشنبې په سهار په خوزستان کې د دارخوین د اټومي تاسیساتو په یوه سایټ چې تر کار لاندې وو مرمۍ توغولي دي.
د ایران اټومي انرژۍ ادارې د امریکا دا حمله غندلې او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې بللې.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ویلي چې د ایران دا تاسیسات د بیارغونې په لومړنیو مراحلو کې و او د پخواني تفتیش له مخې لا پکې اټومي مواد نه و ځای شوي.
واشنګتن سمدستي د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دارخوین یوه ملکي اټومي زیربنا ده چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړې.
د ایران د نورو مشهورو اټومي بټیو نطنز او فردو په خلاف چې له بډایه شویو یورانیمو سره تړلې دارخوین به چې کله بشپړه شي د بریښنا د تولید په نیت به کار ترې اخیستل کېږي.
په یوه ورځ کې څه باندې ۴زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي
په یوه ورځ کې څه باندې ۴زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي،"یوازې د جمعې په ورځ نژدې ۸۰۰کورنۍ افغانې کورنۍ چې ۴۲۳۵کسان کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي".
هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ډیر شمیر دغه کورنۍ د تورخم له لارې راغلي.
د فطرت په ټکو،"له ایرانه هم نژدې ۲۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اخراج شوي دي".
پاکستان د روانې جولای میاشتې له لسمې راهیسې یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړه.
په وروستیو کې کلونو کې په میلیونو افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
د نیمروز په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي
د نیمروز ولایت په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبې سیمه ییز رسنیو ته ویلي، "د هغو نهو ځوانانو له ډلې چې غوښتل يې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي د پنځو تنو جسدونه موندل شوي او څلور نور نادرکه دي".
د قدرت په ټکو، جسدونه په دښتو کې موندل شوي.
قدرت وړاندې وویل،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
یو شمیر سیمه ییزو رسنیو د دغه ځوانانو شمیر ۱۹کسان ښودلی دي.
دا معلومه نه ده چې دغه ځوانانو کله سفر پیل کړی و، خو په ټولنیزو کې د هغې هلیکوپترې ویډيوګاني چې ظاهرا په کې د دغو ځوانانو په لټه کې ده د شنبې ورځې راهیسې لاس په لاس کیږي.
له کلونو راهیسې افغان ځوانان د کار په لټه ایران ته په قاچاقي لارو سفر کوي.
له دې مخکې هم په ځلونو په دې لار په سلهاوو افغان ځوانانو ژوند بایللی دی.
پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي
پر ایران د امریکا د بریدونو پرله پسې اتمه شپه؛ د ایران په ځوابي بریدونو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، د ایران په جنوبي ښارونو په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د سنټکام په ټکو،" د ایران هوايي مدافع سیسټمونه، د سواحلو څارونکي سیسیټمونه، سمندري وړتیا او د توغندیو زیرمې په نښه شوي دي".
ایران بیا تیره شپه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل چې دوه امریکايي سرتیري په کې وژل شوي او یو بل نادرکه دی.
دا اتمه پرله پسې شپه چې امریکا د ایران پر بیلابیلو ښارونو بریدونو کوي.
دغه بریدونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
UNDP وایي، د سوداګرۍ جوازونو د ترلاسه کوونکو ښځو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره شوی دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د شمېرو پر بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال مخکې د ښځینه سوداګرو د رسمي جوازونو شمېر د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ ترمنځ و، خو اوس له لسو زرو څخه اوښتی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د استازي مرستیال، دوئل موکرجي، په هغې مرکې کې چې د شنبې په ورځ د دې ادارې پر پاڼه خپره شوې، ویلي چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتېدو اصلي لامل دا دی چې د ژوند نورې لارې ورباندې تړل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې هغه ښځې چې یو وخت یې غوښتل انجینیرانې یا وکیلانې شي اوس غالۍ اوبي او یا هم صابون تولیدوي.
موکرجي وايي، ډېری ښځې په کوچنیو او ټیټ عاید لرونکو سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.
د۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع شوې دي. سربېره پر دې، دوی د منځینو زده کړو، لوړو زده کړو او د تګ راتګ په ګډون د ټولنې په ډیرو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.