خبرونه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی.
ولسمشر ټرمپ پرون شنبې د (میزان۴مه) د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې په کې د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه شوې وه.
ټرمپ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" ما د هغوي وړاندیز رد کړ، هغوی داسې هوکړه غواړي چې له مخې يې د هرمز تنګي د سملاسي پرانیستو غوښتنه شوې، هغوي د ماتې په حال کې دي".
د ټرمپ زیاته کړې،"موږ د بریا په حال کې یو" او په خبره یې د هرموز تنګی واک د دوی په لاس کې دی.
امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یو مشخص اووه ورځنی پلان " وړاندې کړی دی.
عراقچي وړاندې ویلي و چې که د تهران غوښتل شوي شرایط ومنل شي د هرمز په تنګی کې به د اوو ورځو په جریان کې د بیړو تګ راتګ عادي شي.
د جرمني حکومت په پام کې لري چې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له دې هېواده وباسي
د جرمني حکومت په پام کې لري چې نژدې راتلونکې کې شاوخوا ۵۰۰ نور افغان کډوال هم له دې هېواده وباسي.
له دې ډلې ډایزیت اونیزې پرون شنبه د (میزان۴مه) راپور ورکړی چې د روان کال د جولای له ۸مې د سپټمبر تر۱۸مې د جرمني پولیسو ته ۴۸۸ افغان کډوال د اخراج لپاره ورپیژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ۲۶۷ يې هیڅ ډول جرمي دوسیه او مخینه نه لري.
د جرمني حکومت په وروستیو کې افغانستان ته د افغان کډوال د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.
که څه هم د جرمني حکومت ادعا لري چې یوازې مجرم افغان کډوال اخراجوي، خو راپورونه ښيي چې داسې افغانان هم د اخراج په نوملړ کې دي چې جرمي سابقه نه لري، خو د پناغوښتنې قضیې یې رد شوې دي.
جرمني په دې وروستیو کې څو ډلې افغان کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.
د طالبانو حکومت د نورستان په کامدیش کې له خپلو مخالفو وسله والو سره جګړه تایید کړه
د طالبانو حکومتي رسنۍ ادعا کوي چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ ته ورغلي وسله وال د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا روزل شوي دي.
له دې ډلې باختر خبري اژانس نن یکشنبه ( د میزان/تلې ۵مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغو کسانو کې د پخواني جمهوري نظام یوشمېر هغه سرتیري هم شامل دي چې ایران او نورو هېوادونو کې اوسېدل.
پرون شنبه د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
باختر اژانس په جګړه کې نیول شویو کسانو ته منسوبې ویډیوګانې هم خپرې کړي.
په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال ادعا کوي چې د "ازادۍ جبهې"د پیسو د ورکړې په بهانۍ له ایرانه پاکستان ته غوښتی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته اړولی.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۴ سوه بللی چې افغانستان ته یې د ننوتلو هڅه کړې.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په تیره جولای میاشت کې هم د طالبانو د همدغې مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه اوښتني وو.
علي بلال د المپيا نایب اتل شو او د سپینو زرو مډال یې وګاټه
افغان لوبغاړی علي بلال د سړیو د فزیک برخې د المپيا نایب اتل شو.
دا دریم وار دی چې علي بلال په المپیا کې چې د بدني روزنې تر ټولو معتبرې لوبې دي دویم مقام ته رسیږي او د سپینو زرو مډال خپلوي.
بلال تېره شپه د المپيا په سیالیو کې چې د امریکا په لاس ویګاس کې وشوې د سړیو د فزیک په برخه کې له انګلستاني لوبغاړي راین تیري وروسته دویم ځای ترلاسه کړ.
راین تیري د څلورم وار لپاره اتلولۍ ته ورسېد. د بلال ګڼو مینه والو په خپلو ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې علي بلال دا وار د اتلولۍ مستحق و.
علي بلال یواځینی افغان لوبغاړی دی چې د بدن د ښکلا له دغو معتبرو سیالیو مډال ګټي.
د مستر المپيا لقب یا د نړۍ په کچه د باډي بلډینګ تر ټولو لوړ مقام بیا سږ کال امریکايي لوبغاړي بلډر نیک واکر خپل کړ.
د ښځو په برخه کې هم اندریا شا د اووم پرلپسې ځل لپاره د میس المپيا لقب وګاټه.
پولنډ په خپله خاوره کې د امریکايي پوځیانو د اډې د جوړېدو لپاره د امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ
پولنډ د دې لپاره چې په خپله خاوره کې یې امریکايي ځواکونه دایمي پوځي اډه جوړه کړي، امریکا ته د مالي امتیازاتو وړاندیز کړی دی.
د پولنډ دفاع وزارت یوه مرستیال وزیر پاول زالېفسکي د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ته ویلي، وارسا وړاندیز کوي چې په پولنډ کې هر مېشتېدونکي امریکايي سرتېري ته په کال کې ۱۵ زره ډالر ورکړي او د پوځي اډې د زیربناوو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
هغه ویلي، د واشنګټن او وارسا خبرې اوس د دې طرحې پر عملي کولو، د امریکايي ځواکونو پر شمېر، د هغوی پر وړتیاوو او د اډې پر احتمالي ځایونو متمرکزې دي.
د پولنډ حکومت مخکې هم ویلي چې غواړي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د دایمي حضور لپاره اډه جوړه کړي، او د دې پروژې د لګښت یوه لویه برخه به پولنډ ورکوي.
عراق د ایران د الوتنو د بیا پیل لپاره له امریکا سره خبرې کوي
د عراق حکومت وايي، له امریکا سره خبرې کوي چې د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه له هغه بندیزه معاف کړي چې د ایران د هوايي شرکتونو پر الوتکو لګېدلی دی.
د عراق د صدراعظم دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره په مستقیمو خبرو کې دی، څو د درملنې، زدهکړو او زیارتونو په ګډون د بشري موخو لپاره د ایران ځینې الوتنې بېرته پیل شي.
د ایران د هوايي شرکتونو الوتنې د سپټمبر له ۲۳مې بغداد او وروسته نجف، اربیل او سلیمانیې ته هم درول شوې دي. امریکا مخکې د ایران هوايي شرکتونه د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی خدمت کوونکو بهرنیو شرکتونو ته یې د بندیز خبرداری ورکړی دی.
اسیايي لوبې؛ د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلې مخامخ کېږي
د اسیايي سیالیو د کرکټ په څانګه کې سبا (دوشنبې) د افغانستان لوبډله له هند سره مخامخ کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې د اسیايي سیالیو د کرکټ په برخه کې دوې مسابقې کړي چې لومړۍ یې له جاپان څخه ګټلې او دوهمه یې پر نیپال بایللې ده.
سبا د هند په وړاندې د افغانستان سیالي د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي.
دا سیالۍ په دوو ګروپونو کې کېږي او افغانستان په اې ګروپ کې له نیپال، او جاپان سره یوځای دی. حاضردمه نیپال د درو امتیازونو د لرلو له کبله د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی خو که افغانستان نن هند ته ماتې ورکړه، د جدول سر ته به وخېژي.
د سرطاني ناروغیو د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه تصویب شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرطان د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.
د سوداګرۍ خونې پرون (شنبې) وویل، دا روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او په ځانګړې ډول به د سرطاند هغو ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره کارول کېږي، چې بېوزله دي او د درملنې وس نه لري.
د خونې رئیس سیدکریم هاشمي ویلي، دا یوه ملي او بشري طرحه ده چې د سوداګرو، پانګهوالو، خیریه کسانو او خلکو په ګډون به عملي کېږي.
د پروژې د عملي کولو لپاره یوه مسلکي کمېټه هم ټاکل شوې چې د روغتون د جوړېدو ځای، نقشه، طبي وسایل، لګښتونه، مالي سرچینې او د مدیریت څرنګوالی وارزوي او د پروژې جامع اجرايي طرحه چمتو کړي.
د ډیره اسماعیل خان په چاودنه کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسلهوال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسلهوالو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.
د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسلهوالو پرې مخامخ برید وکړ.
د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسلهوالو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.
د نورستان په کامدېش کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتې ادعا
د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
جبهې د شنبې په ورځ، د تلې څلورمه، پر اېکس په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د دې ډلې پر مورچو برید کړی او وروسته نښته رامنځته شوې ده.
د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
ازادي راډیو نه شي کولای چې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.