د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

خبرونه

افغانستان او ایرلنډ نن څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیمې لوبې د پچې اچونې بهیر
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیمې لوبې د پچې اچونې بهیر

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې نن چهارشنبه په بلفاست کې په څلورمه یو ورځنۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.

دواړه لوبډلې ۵ یو ورځنۍ مسابقې کوي.

د دوی ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بې‌نتیجې پای ته رسېدلې.

د کریک اینفو وېب‌پاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.

د افغانستان لوبډله دغه‌راز هڅه کوي چې له ایرلنډ څخه د دې لړۍ بریا هم خپله کړي.

د پاکستان دفاع وزیر: امریکا او ایران هوکړې ته نږدې شوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان دفاع وزیر وايي چې ایران او امریکا "یو ډول هوکړې" ته نږدې شوي دي.

خواجه محمد اصف دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي چې د سې ‌شنبې په ورځ د «زمري په ۲۰مه» خپره شوې ده.

د پاکستان دې لوړپوړي چارواکي ویلي: "د روانو تحولاتو بهیر یو ځل بیا د یوې هوکړې یا د سولې د تفاهم پر لور روان شوی دی."

د پاکستان دفاع وزیر په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې "په تېرو دوو، درېیو ورځو کې لیدل شوې نښې ښيي چې دواړه لوري یو ډول هوکړې ته نږدې شوي دي."

په همدې حال کې د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د سې ‌شنبې په ماښام تهران ته رسېدلی دی.

اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې مهم رول لوبولی او په دې ورستیو کې یې بیا هڅې تېزې کړي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

سکاټلنډ کې یو افغان د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو

ارشیف، سکاټلنډي پولیس
ارشیف، سکاټلنډي پولیس

د بریتانوي ځواکونو یو پخوانی افغان ژباړن په سکاټلنډ کې د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو.

د بریتانیا د پوځ یو پخوانی ژباړن چې له افغانستان څخه سکاټلنډ ته تر رسېدو وروسته‌یې د ټکسي چلوونکي په توګه کار پیل کړی و، له یوې ځوانې نجلۍ سره د جنسي تېري په تور په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

۳۶ کلن عبدالنبي‌زاده ته د سې ‌شنبې په ورځ د اېډینبورګ په عالي محکمه کې د اووه کلن بند سزا واورول شوه.

نوموړی تېره میاشت په محاکمه کې مجرم پېژندل شوی و.

ویل شوي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د شپې له‌خوا په ټکسي کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ یوې ګوښه سیمې ته بیولې، موبایل ټیلیفون‌یې ترې اخیستی او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

نبي‌زاده لا هم خپل جرم نه‌دی منلی او مدافع وکیل‌یې ډېوېډ ټېلر محکمې ته وویل چې هغه په خپل هېواد، افغانستان کې د امریکا، ډنمارک او بریتانیا له پوځونو سره تر کار کولو وروسته سکاټلنډ ته راغلی و.

نوموړي تر ډېره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه.

د ټېلر په خبره مؤکل‌یې اوس خپل محکومیت ته له دې پلوه اندېښمن دی چې ښایي بېرته افغانستان ته واستول شي.

کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

ارشیف، کابل کې یو نړیوال نندارتون
ارشیف، کابل کې یو نړیوال نندارتون

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د دغه نندارتون له لارې به د هېواد د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د زراعت او مالدارۍ سکټورونه په خپلو کې تجربې او مسلکي نوښتونه سره شریک کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د دې نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د ایران د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی به له دغه نندارتون څخه د لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د هغه په خبره، ایران په دې نندارتون کې فعال ګډون کړی او څه باندې ۵۰ شرکتونو یې خپل تولیدات او محصولات نندارچیانو ته وړاندې کړي دي.

د کابل د نیولو پنځه کاله؛ طالبانو یې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه

ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل د نیولو په مناسبت راتلونکې شنبې د «اسد ۲۴مه» په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې د کابل نیولو ته د "فتحې" نوم ورکړی، هغه ښار چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کوم مقاومت پرته ونیو.

په دې ورځ پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او افغانستان یوې بلې حساسې مرحلې ته داخل شو.

د طالبانو حکومت په تېره پنځه کلنه موده کې له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او افغانستان هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت بشري وضعیت سره مخامخ دی.

پر دې سربېره طالبانو پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه‌یې له بشري حقونو څخه سترې سرغړونې بولي، خو طالبان وایي چې د شریعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

ټرمپ: امریکا د هرمز تنګی له ماینونو پاک کړی او کنټرول یې په لاس کې لري

ولسمشر ټرمپ سپینه مانۍ کې خپل دفتر کې د څرګندونو په مهال
ولسمشر ټرمپ سپینه مانۍ کې خپل دفتر کې د څرګندونو په مهال

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو د هرمز تنګي له ماینونو پاک کړی او دا سمندري لار اوس پرانیستې ده.

ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل: «لکه څنګه چې ښايي تاسو اورېدلي وي، موږ ټول تنګی له ماینونو پاک کړی دی. کېدای شي تاسو دا نه وي اورېدلي. موږ د تنګي سل سلنه کنټرول په لاس کې لرو.»

د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه سمندري ‌لار به کله پرانیستل شي، ټینګار وکړ: «همدا اوس پرانیستې ده. یوازینی ځواک چې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري، د امریکا سمندري ځواک دی.»

ټرمپ د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په اړه وویل چې یوازې امریکا پرېکړه کوي چې کومې بېړۍ دې تنګي ته داخلېدای شي او کومې ترې وتلای شي.

ایران د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګی وتاړه او په یوه برخه کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړل. د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې چې د غبرګولي په میاشت کې لاسلیک شوی و، تهران منلې وه چې د ۳۰ ورځو په موده کې به دغه لار له ماینونو پاکوي.

خو دغه تفاهم‌لیک د چنګاښ په نیمایي کې وروسته لدې له مینځه ولاړ چې ایراني ځواکونو څو تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې او امریکا یې هم په ځواب کې په ایران بریدونه وکړل چې دوه اونۍ یې دوام وکړ.

اف بي آی وايی لاهم هڅه کوي چې محمود شاه حبیبي خپلې کورنۍ ته وسپاري

افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي
افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌اې) د افغان-امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت وايي چې لا هم هڅه کوي هغه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.

اېف‌بي‌اې دوشنبې ناوخته، د زمري په ۱۹مه، پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو لپاره د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو جایزې اعلان تکرار کړ.

مایکل بورګوالډ، په واشنګټن کې د اېف‌بي‌اې د ساحوي دفتر د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې ځانګړی مسوول وايي چې دا اداره ژمنه ده چې محمود شاه حبیبي بېرته د هغه عزیزانو، په ځانګړي ډول د هغه لور ته ورسوي چې د زوکړې له لومړۍ کلیزې راهیسې یې تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی.

اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو استخباراتو محمود شاه حبیبي او موټر چلوونکی یې ، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه، له موټر څخه راښکته کړل او د «اسیا کنسلټینګ ګروپ» د ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای یې ونیول.

اېف‌بي‌اې وايي، د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تر اوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې اریانا نیوز ته په څرګندونو کې وویل : "مونږ د محمود شاه حبیبي په هکله هیڅ معلومات نلرو هغه طالبانو سره نه دی."

تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې طالبان د «یرغمل نیولو» سیاست ته دوام ورکوي.

هغې ټینګار کړی و چې امریکا د ټولو هغو امریکايي اتباعو د خوشې کولو لپاره هڅې کوي چې په ټکو یې «په ناحقه نیول شوي» دي.

د «هانا» د بشري حقونو سازمان له ایران څخه د افغان پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج  د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي

ایران څخه د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې افغان کورنۍ ، ارشیف
ایران څخه د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې افغان کورنۍ ، ارشیف

په ایران کې د «هانا» په نوم د بشري حقونو سازمان د افغان پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د اخراج د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي .

یاد سازمان وايي، په ایران کې د امنیتي فضا له سختېدو سره افغان پناه‌غوښتونکي لا ډېر زیانګالي شوي او د ایستلو دوام یې کولای شي د حقونو د نقض اندیښنه زیاته کړي.

هانا ټینګار کوي چې ماشومان باید د هغوی د انفرادي وضعیت له ارزونې پرته ونه نیول شي، له خپلو کورنیو څخه جلا نه کړل شي ،او ډیپورټ نشي.

یاد سازمان وايی هره هغه پریکړه چې د ماشوم په برخلیک اثر کوي باید د هغه د سترو ګټو ، د کورنۍ د یووالي او د بې سرپرسته ماشومانوځانګړي ملاتړ ته په پاملرنه وشي.

هانا لدې مخکې هم په خپلو دوه بیلابیلو رپوټونو کې ایران کې د افغان کډوالو د نیول کیدو، ورسره بد چلند، ډیپورټ ، او د کورنۍ د غړو بیلتون مواردو ته په اشاره ، ددوی د حقوقو د نقض په اړه خبرداری ورکړی وو.

د ایران کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د بې‌اسناده افغانانو د پېژندنې او ایستلو بهیر دوام لري او د ۱۴۰۴ کال راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته لار وموندله

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرونۍ لوبه کې د ایرلنډ ټیم ته له ماتې ورکولو وروسته، د ۲۰۲۷ کال د یو ورځنیو لوبو (ODI) نړیوال جام ته په مستقیم ډول لار وموندله.

افغانستان به په دې سیالیو کې له استرالیا، چې د تېر پړاو اتل دی، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان، بنګله‌دېش، سویلي افریقا او زیمبابوې سره یو ځای ګډون وکړي.

د نارینه‌وو د ۲۰۲۷ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ به د اکتوبر له ۴مې څخه د نومبر تر ۲۱مې پورې په جنوبي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.

یو ورځنۍ لوبې؛ افغان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندې درېیمه لوبه وګټله

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د دوشبنې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې د ۵ یو ورځنیو لوبو درېیمه لوبه په درېیو وېکټو وګټله.

بلفاست کې د لوبې پیل کې د ایرلنډ ټیم بېټنګ وکړ او افغانستان ته یې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان ټیم وکولای شول چې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په داسې حال کې چې ۳۱ توپونه ورته پاته وو دا هدف ترسره کړي.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د د واړو ټیمونو ترمنځ لومړۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې لغوه شوه، خو د جمعې په ورځ دوهمه سیالي د افغانستان لوبډلې د ۹۲ منډو په لوړ توپیر وګټله.

دغه لوبلړۍ ټاکل شوې د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG