د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۴

خبرونه

د ملګرو ملتونو ستر کمشنر: افغانستان او پاکستان باید په خپل مینځ کې لانجه ژرترژره د خبرو له لارې حل کړي

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر برهم صالح
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر برهم صالح

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر وايی افغانستان او پاکستان باید په خپل مینځ کې لانجه ژرترژره د خبرو له لارې حل کړي.

برهم صالح چې افغانستان ته په سفر تللی دی سکای نیوز ته وویل چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ کړکیچ د اندیښنې وړدی چې باید دواړه هیوادونه ورته جدي پاملرنه وکړي اوتندلارو او وسله والو ډلو ته اجازه ورنکړي چې له وضعیت څخه په ګټې اخیستو سیمه او ترې هاخوا ناکرارۍ رامینځ ته کړي.

په تیر اکتوبر میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لارې تړل شوي او له پاکستان څخه دافغان کډوالو ستنیدل هم ګړندي شوي دي.

اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل دا تور ردوي او وايي پاکستان کې د وسله والو ډلو فعالیت ددغه هیواد کورنۍ مسئله ده.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي یو راپور کې وویل چې اسلام اباد داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې ثابته کړي چې پاکستان کې بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه کیږي.

د روغې لپاره په قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین کې خبرو کومه څرګنده نتیجه نه ده ورکړې.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لسګونه روغتیايی مراکز تړل شوي

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د ۲۰۲۶ کال د پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مراکز چې د همکارو بشري مرستندویانو په ملاتړ یې افغانستان کې فعالیت کاوه د بودیجې د کموالي له ا مله یا تړل شوي او یایې فعالیت ځنډیدلی.

یاد سازمان زیاتوي چې افغانستان کې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو او لدې جملې څه د پاسه ۱۴ ملیونه کسان روغتیايی خدماتو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان څانګه د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي خبر کې زیاتوي چې په دغه وضعیت کې روغتیا پالان ماشومانو ته د واکسین کولو توان او میندې او ناروغان ډاډمنو روغتیايي خدماتو لاسرسی نلري.

د یادونې وړه ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د تیرو لسیزو د جګړو له امله زیانمن شوی وو ، په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مرستو د کمیدو او هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو نورهم ترفشار لاندې راغلی دی.

د شاپورځدراڼ جنازه کابل ته ورسیده

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ جنازه نن له هند څخه کابل ته ورسیده. نوموړی د ورپیښې ناروغۍ له امله وړمه ورځ د هند په یوه روغتون کې د ۳۸ کلنۍ په عمر مړشو.

د کابل هوایي دګرته د کرکټ د دغه ستوري جنازې ته د درناوي لپاره د هغه د کورنۍ غړي، خپلوان، کرکټران، مینه وال او چارواکي راټول شوي و.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغه د جنازې لمونځ او خاوروته د سپارلو مراسم به د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شي. شاپورځدراڼ د افغانستان د کرکټ له نوموتو چټکو توپ اچوونکو او اغېزناکو څېرو څخه و.

د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۴۲ ته رسیدلی. څلور یې ملکي وګړي ښودل شوي

آرشیف
آرشیف

د پاکستان پوځ وایي چې په بلوچستان کې په وروستیو څلورو ورځو کې په دریو وسله والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۴۲ ته رسیدلی. په وژل شویو کې ملکي وګړي او امنیتي کسان شامل دي.

د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، په وژل شویو کې څلور ملکي وګړي او نور پولیس او سرتېري دي. تردې مخکې چارواکو د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د نهو غړیو وژل کیدل تایید کړي و.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دغو بریدونو کې ۵۴ وسله ‌وال وژل شوي او یادونه یې وکړه چې پوځي عملیات به دوام وکړي.

د بلوچستان چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې وسله ‌والو د منګي بند پروژې د ساتنې پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې نهه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ورک دي.

وروستی تاوتریخوالی په پاکستان کې په سرحدي سیمو کې د مخ پر زیاتېدونکو هغو وسله ‌والو بریدونو د لړۍ یوه برخه ده چې اسلام‌اباد وايي چې دا بریدونه له افغانستانه تنظیمېږي، خو په کابل کې چارواکو په وار وار دا ادعا رد کړې ده.

د ټرمپ له دې وینا وروسته چې "هوکړه پای ته رسېدلې"، د تېلو بیې څه باندې ۵ سلنه لوړې شوې

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل له ایران سره شوې هوکړه پای ته رسېدلې، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې څه باندې ۵ سلنه لوړې شوې.

د برېنټ اومه تېلو بیه ۵،۳ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه یې ۷۸ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د لوېدیځ ټکزاس د اومه تېلو بیه ۵،۴ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه یې له ۷۴ ډالرو واوښته.

متحده ایالاتو وروسته له هغې په ایران کې څه باندې اتیا هدفونه په نښه کړل چې ایران د جولای په ۵مه او ۶مه په هرمزتنګي کې څو پرڅو کشتیو بریدونه وکړل.

شهبازشریف: باروړونکې بوینګ الوتکه د عربو په سمندرګي کې لویدلې ده

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د یوې بوینګ باروړونکې الوتکې د موندلو لټون پیل کړ، چې د د دې هېواد د جنوبي ساحل په اوږدو کې ورکه شوې وه. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل چې دغه الوتکه، چې پنځه کسان پکې سپاره وو، د عربوپه سمندرګي کې لوېدلې ده.

د پاکستان د هوايي چلند چارواکو ویلي چې د هوايي ترافیکو د کنټرول له مرکز سره د دې الوتکې اړیکه د سې شنبې په شپه پرې شوه. دغې الوتکې چې د متحده عربي اماراتو له شارجې ښار څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، له دې مخکې خبرورکړی ورکړی و چې د لارښود یا نویګېشن په سیسټم کې یې ستونزه پیدا شوې ده.

د صدراعظم په دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شریف د الوتکې د عملې له کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ ټولو اړوندو ادارو لارښوونه کړې چې د لټون او ژغورني عملیات نورهم ګړندي کړي او ټولو امکاناتو څخه کارواخلي.

ټرمپ: له ایران سره هوکړه "نوره پای ته رسیدلې "

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی تفاهم ‌لیک "نور پای ته رسېدلی" او زیاته یې کړه چې نه غواړي له تهران سره خبرې پرمخ یوسي.

ټرمپ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د چهارشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې له پیلیدو مخکې وویل: "زما لپاره، فکرکوم چې دا (هوکړه) پای ته رسېدلې. زه نه غواړم له دوی سره معامله وکړم."

ټرمپ چې د ناټو سرمنشي مارک روټه یې په خوا کې و، وویل: "هغوی بې ‌ارزښته دي. دوی ناروغ خلک دي. دوی د ناروغو کسانو له خوا رهبري کېږي." نوموړي زیاته کړه: "زما له نظره، له دوی سره معامله کول یوازې د وخت ضایع کول دي." خو هغه داهم وویل چې دا د امریکا مذاکره کونکو ته پریږدي چې له ایران سره د سولې خبرې دوام ومومي کنه. نوموړی په دغو څرګندونو سره چې سخت دریځ یې خپل کړی، بیا هم د خبرو اترو لپاره دروازه پرانیستې پرېږدي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهاله اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوې، د دایمي هوکړې په اړه د خبرو لپاره ۶۰ ورځنۍ مهلت برابروي. خو په قطر کې غیرمستقیمې خبرې تېره اوونۍ له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې او د امریکا پوځ د سې شنبې په شپه پر ایران د بریدونو نوې څپه پیل کړه.

د امریکا حکومت د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه جوازیې هم لغوه کړ چې ایران ته یې اجازه ورکوله د تیلو پلور ته دوام ورکړي. دا وروسته له هغې چې په هرمز په تنګي کې ایران په درې تېل وړونکو کشتیو برید وکړ.

د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنر وایي بشري مرستې حیاتي دي خو کافي ندي

د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیر برهم صالح وایي، په افغانستان کې له زیانګالو سره بشري مرستې حیاتي دي خو هغه کافي ندي.

نوموړي د سې شنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې راستنیدونکي ساتنې، معیشت او فرصتونو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې د همدې لپاره له الکساندرډي کرو(د یوان ډي پي مشر) سره زموږ ګډ ماموریت مهم دی. دوامداره حل لاره دې ته اړتیا لري چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ UNHCR او د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام UNDP په ګډه کار وکړي.

د ملګروملتونو دغه دواړه لوړپوړي چارواکي له څو ورځو راهیسې د افغانستان په سفربوخت دي.

د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیر ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۶ ملیونه زیات افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي چې پرټولنو یې چې له مخکې له بشري او پراختیایي ننګونو سره مخ دي، فشارونه نورهم زیات کړي دي.

ایران د امریکا د بریدونو په ځواب کې په بحرین او کویټ کې امریکایي هدفونه په نښه کړل

د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک وایي چې د امریکا د وروستیو پوځي بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین او کویټ کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

په دواړو هېوادونو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه وهل شوي. کویټ وویل چې د هوايي مدافعې سیسټمونه یې د دښمنو توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو د ګواښونو پر وړاندې فعال شوي. د بحرین د کورنیو چارو وزارت له خلکو وغوښتل چې د خبرداري زنګونو له فعالېدو وروسته خوندي ځایونو ته لاړ شي.

ایران په سیمه کې پرامریکایي هدفونو بریدونه وروسته له هغې کوي چې متحده ایالاتو تیره شپه پرایران نوي بریدونه وکړل او د تیلو پلور ته ورکړل شوی معافیت یې لغوه کړ. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې واشنګټن تهران تورن کړ چې په هرمز په تنګي کې یې پر سوداګریزو کشتیو بریدونه کړي دي.

د ډنمارک صدراعظمه: ګرینلنډ ټاپو د پلور لپاره ندی

د ډنمارک صدراعظمې مېټې فریدریکسن د ګرینلنډ ټاپو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه یوځل بیا پرخپل کلک دریځ ټینګار وکړاو ویې ویل چې دا ټاپو د پلور لپاره ندی.

ولسمشرټرمپ د سې شنبې په ورځ په انقره کې بیا ټینګار وکړ چې ګرینلنډ "باید د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک"، او ویې ویل چې دغه پراخه قطبي سیمه د چین او روسیې د بېړیو له خوا محاصره ده.

د ډنمارک صدراعظمې چې د ناتو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته تللې، ټینګار وکړ چې دا په یخ پوښل شوی ټاپو، چې د ډنمارک د سلطنت له خوا اداره کېږي، "د پلور لپاره نه دی."

هغې زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې ټول، د ټولو متحدینو په ګډون، د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته درناوی وکړي. موږ یو خپلواک هېواد یو او اړتیا ده چې هرڅوک زموږ ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی وکړي."

د فبرورۍ په میاشت کې، ډنمارک او متحده ایالاتو د یوه احتمالي راتلونکي تړون په اړه خبرې پیل کړې، چې موخه یې په شمالي قطب کې د امنیت ډاډمن کول دي؛ دا کار به د متحده ایالاتو او د قطبي متحدینو له خوا د ګډو اقداماتو له لارې ترسره کېږي. خوله دې سره سره متحدینو په ګرینلنډ کې خپل حضور زیات کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG