خبرونه
د کرکټ د نړیوال جام په تاریخ کې د ایټالیا لومړۍ بریا
د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ استرالیا له زیمبابوې سره، کاناډا له متحد عربي اماراتو سره او هالنډ د امریکا له متحد ایالتونو سره مسابقه کوي.
د پنجشنې د ورځې په لوبو کې ایټالیا نیپال ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه دا په نړیوال جام کې د ایتالیا لومړۍ بریا ده. د پنجشنبې په بله لوبه کې سریلانکا عمان ته او هند نامیبیا ته ماتې ورکړه.
دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شوی چې پایلوبه یې د مارچ په اتمه ده.
د کابل-بګرام د سړک د پروژې چارې پیل شوې
د کابل- بګرام د سړک د یوې برخې د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه.
د دې سړک اوږدوالی شپږ اعشاریه دوه کیلومتره دی، عرض یې پنځوس متره دی چې له نوي کابل څخه د بګرام په لور غځیدلی دی.
د طالبانو د چارواکو په وینا پر دې پروژې به څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت وشي.
د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره نوې مرسته کیږي
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې( ایف-اې- او)، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.
د دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نژدې دوه پنځوس زره کسانو سره مرسته وشي.
تیرمیلادي کال د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له شپږ زره اووه سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.
سعودي عربستان له افغانستان سره د خرما مرسته وکړه
سعودي عربستان د افغانستان له سرې میاشتې سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال علي محمد الحصان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت دا مرسته شوې ده او ریاض ژمن دی چې په هر راز شرایطو کې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.
نن د شعبان پنځه ویشتمه ده، له ننه څلور یا پنځه ورځې وروسته به د روژې لومړۍ ورځ وي.
IOM: د جنوري میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستان څخه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د دلو په ۲۳مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه افغانان، چې کره شمېر یې ۳۸ زره او ۲۰۱ کسانو ته رسېږي، له پنځو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د IOM په وینا، د جنورۍ په وروستیو دوو اوونیو کې د ستنوشویو شمیرد مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په زوره د ایستل شویو کسانو شمیر ۷ سلنه زیات شوی دی.
د دې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې راهیسې تر دې دمه له پاکستان څخه تر ۱ میلیون او ۱۵۵ زرو زیات افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي، چې له دې ډلې له ۱۵۸ زره زیات یې په زوره ایستل شوي کسان دي.
د IOM په خبره، د هغو بیرته ستنو شویو کسانو سره چې ورسره مرکې شوي، ۹۹ سلنه یې ویلي چې په پاکستان کې د نیول کیدو له ویرې یې دا کارکړی دی.
پر اوکراین د روسیې له نویو بریدونو سره ولسمشر زیلینسکي د فبرورۍ په ۲۴ د انتخاباتو د نیټې د اعلانولو په اړه راپورونه ردکړل
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو تیره شپه د اوکراین پر پلازمینه کییف او نورو ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي هغه راپورونه ردکړل چې وایي، پراوکراین د روسیې د بشپړیرغل د څلورمې کلیزې سره سم به نوموړی د ولسمشرۍ انتخابات یا ټولپوښتنه اعلان کړي.
د کییف ښاروال په دې ښارکې پر یوه خصوصي هستوګنځای د یوه بالستیک توغندي د لګیدو په پیښه کې د لږترلږه دوو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
چارواکو پرجنوبي ښار ادیسه د تیرې شپې په برید کې د ملکي تاسیساتو د ویجاړیدو او لږترلږه د یوه کس د ټپي کیدوخبر ورکړی دی. د اوکراین پریوشمیرنورو ښارونو هم د روسیې په تازه بریدونو کې د مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
په عین حال کې د اوکراین ولسمشرولودیمیرزیلینسکي د فایننشل ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ردکړچې ګواکې دی په پام کې لري چې د فبرورۍ په ۲۴ د ولسمشرۍ انتخابات او ټولپوښتنه یا ریفرانډم اعلان کړي. هغه وویل دا ډیره مهمه نیټه ده، د جګړې څلورکاله پوره کیږي، د هغې جګړې چې د ده په خبره یو زیات شمیرخلکو د هیواد د دفاع لپاره خپل ځانونه قربان کړي دي.
د برلین د فلمونو فیستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات په فلم پرانستل کیږي
د برلین د فلمونومشهور نړیوال فستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل کیږي.
د برلینالي فیستیوال اعلامیه وايي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي.
دا فستیوال د نړۍ له مهمو سینمایي فیستوالونو څخه ګڼل کېږي. د «نو ګوډ مېن» د فلم ډایرکټره شهربانو سادات په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتښتېده او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.
د برلینالي فیستوال په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي چې: "شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده."
شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی دی.
ولسمشرټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پریکړه نده شوې او دی د خبرو دوام غوره ګڼي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې له ایران سره خبرې اترې باید دوام ومومي او یوې موافقې ته رسیدل د ده غوره لومړیتوب دی.
ولسمشرټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروټ سوشیال» کې له نتانیاهو او د هغه د پلاوي له نورو غړیو سره کتنه «ډېره ښه» وبلله او زیاته یې کړه: زما له ټینګارپرته چې له ایران سره باید خبرې دوام ومومي"هیڅ وروستۍ پرېکړه ونه شوه، تر څو څرګنده شي چې ایا یوې موافقې ته د رسېدو امکان شته که نه."
ټرمپ زیاته کړه چې د اسرائیل صدراعظم ته یې ویلي، که داسې یوه موافقه ترلاسه شي، "دا به زموږ غوره انتخاب وي."
د امریکا ولسمشر داهم وویل چې که له ایران سره موافقه ونه شي، "باید ولیدل شي چې پایله به یې څه وي."
ولسمشرټرمپ د ایران پراټومي تاسیساتو د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل چې "تېر ځل ایران پرېکړه وکړه چې موافقه ونه کړي او د ‘نیمې شپې چټک’ د عملیاتو هدف وګرځېد چې د هغوی لپاره یې ښه پایله نه لرله. ټرمپ زیاته کړه، دی هیله من دی چې دا ځل به ایران ډېر منطقي او مسؤلانه چلند وکړي.
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ امریکا ته له سفر مخکې وویل چې له ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې به له ایران سره د مذاکراتو موضوع د ده اصلي لومړیتوب وي.
بېلابېلو رسنیو راپور ورکړی چې نتانیاهو د امریکا له ولسمشر سره په لیدنه کې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه د واشنګټن د لا زیات سخت دریځ غوښتنه کړې ده.
امریکایي چارواکی: متحده ایالات د پیسو په بدل کې په قطر کې میشت افغانان بیرته هیوادته ستنوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته چې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې قطرته لیږدولي او له څوکلونوراهیسې هلته میشت دي، د بیرته ستنولو په بدل کې هغوی ته د پیسو د ورکړې بهیرپیل کړی دی. دا خبره د جنوبي اومرکزي آسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پاول کاپورپرون چهارشنبې د امریکا د کانګرس غړیو ته په یوه غونډه کې وکړه. د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې دې چارواکي ویلي چې دغه بهیرد دې لپاره پیل شوی چې چارواکي غواړي هغه کمپ چې دغه افغانان پکې مشت دي د مارچ میاشتې ترپایه وتړي. د راپورله مخې د امریکا د پوځي اډې په دې کمپ له ۱۱۰۰ ډیرافغانان ساتل کیږي. د دغو افغانانو چې ډیری یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کارکړی او له دې ویرې چې طالبان ترغچ وانخلي قطرته لیږدول شوي، د بیامیشتیدو بهیریې په تیرکال کې د ولسمشرټرمپ ادارې وځنډاوه.
ښاغلي کاپور وویل چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو دا وړاندیز منلی خو ویلي یې دي چې نه پوهیږي چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو په صورت کې به له دوی سره څه پیښیږي. هغه زیاته کړه چې موږ نه غواړو چې افغانان په زوره بیرته هیوادته ستانه کړو.
دې چارواکي همدارنګه وویل چې متحدو ایالتونو له درېیمو هېوادونو سره هم د هغوی د بیا مېشتېدو په اړه خبرې کوي.
د پخوانیو سرتیرو او مدافع ډلو څخه جوړه د افغان ایواک په نوم ډلې مشرشاون وان ډایور رویترز ته وویل چې د لیږدول شویو اصلي غړي ته د ۴۵۰۰ ډالرو او د کورنۍ بل هرغړي ته یې د ۱۲۰۰ ډالر وړاندیز کیږي.
ډیموکراټانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او دا یې د افغان متحدینو پر وړاندې خیانت بللی.
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
د جرمني د جیولوژۍ سروې ادارې د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبرورکړی دی.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۴،۳ درجې ثبت شوی، مرکز یې د بدخشان د مرکز فیض آباد په ۶۷ کیلومترۍ کې وو.
دغه زلزله چې مرکز یې ترځمکې ۵۳ کیلومتره لاندی ثبت شوی، په سیمه ییز وخت بیګا د شپې شاوخوا دولس نیمې بجې شوې. تراوسه یې د زیانونو راپورونه ندي ورکړل شوي خو ویل شوي چې هغه له پولې اخوا د تاجکستان په کولاب سیمه کې چې د دې زلزلې مرکز ته نژدې سیمه ده، احساس شوې.
په افغانستان کې ترټولو خونړۍ زلزله د ریښترپه کچه ۶ درجې د تیرکال په دوبي کې په ختیځ کې وشوه چې ترټولو ډیرځاني او مالي زیانونه یې په کونړولایت کې واړول.