خبرونه
د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي
ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.
دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي
ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول.
د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې.
د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.
اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی
اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو.
د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي
د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.
ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.
د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.
اسراییل وایي، د ایران جاسوس یې نیولی
اسراییل نن ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه اسراییلي د نیولو خبر ورکړ. دا کس څو ورځې وروسته تر دې نیول شوی دی چې ایران یو ایرانی اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.
په اسراییل کې نیول شوی تورن کس څو څلویښت کلن دی چې په ریشون لتسیون ښار کې ژوند کوي.
د اسراییلي پولیسو او استخباراتو په ګډه اعلامیه کې راغلې دي چې پر دې کس د پخواني صدراعظم نفتالي بینت کور ته څیرمه عکس اخیست. په بیان کې ویل شوې دي چې دې سړي په خپل ښار کې د بیلابیلو ځایونو عکسونه اخیستې دي او د پیسو په بدل کې یې پلورلي دي.
اسراییل او ایران له اوږدې مودې راهیسې یو بل په جاسوسۍ تورنوي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې
د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.
تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.
ترکیې د داعش ۱۱۵ غړي نیولي
د ترکیې د استانبول د لوی څارنوال دفتر نن وویل چې د اسلامي دولت( داعش) په لسګونو مشکوک غړي نیول شوې دي.
د استانبول د لوی څارنوالي دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي دي پولیسو معلومات ترلاسه کړې وو، چې د اسلامي دولت غړي په ترکیه کې پلان لري چې د کرسمس او نوي کال پر مراسمو حملې وکړي.
د دې څارنوالي د بیان له مخې پولیسو په استانبول کې یوسل او څلرویشت ځایونه پلټلي او له یوسل او اووه دیرش مشکوکو کسانو څخه یې یوسل او پنځلس نیولي دي. په بیان کې د یوشمیر تومانچو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.
د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه
نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.
دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.
په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.
د روسیې په جنوبي بندر کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي، چارواکي یې لامل د اوکراین برید بولي
د روسیې په جنوبي بندر تیمریوک کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي دي.
د کراسنوډر په سیمه کې د نننۍ اورلګېدنې لامل چارواکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید بللی دی.
رویټرز لیکلي چې د اور لمبو شاوخوا دوه زره متر مربع ځمکه نیولې وه.
په پیښه کې د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا د روسیې او اکراین ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پیښه ده، هغه جګړه چې اوسمهال یې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې ډېرې ګړندۍ شوي دي.
پاپ لېو کریسمس د هیلو جشن وباله او د نړیوالې سولې غوښتنه یې وکړه
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو د کریسمس یا حضرت عیسی د زېږېدو د کلیزې په مراسمو کې د نړیوالې مهربانۍ او سولې غوښتنه وکړه.
هغه پرون چهارشنبه ماښام په روم کې د کریسمس مراسمو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل، "کریسمس د هیلو جشن دی او مونږ د سولې په پیغام راوړونکو بدلوي."
له شدید ورښت سره سره زرګونه کسان د سنټ پېټر په میدان کې راټول شوي وو او د پاپ وینا یې د سړک پر سر لګول شویو بوردونو باندې له نژدې کتله.
د کریسمس مراسم په ټوله اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو عیسوي مذهبه ټولنو کې له پرون غرمې راهیسې پيل او د جمعې تر ماښامه دوام کوي.