د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۵

خبرونه

د طالبانو ویاند له ۶ ټولګي پورته د نجونو د زده کړې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل چې "اوس یې وخت نه دی" او تر دې وړاندې یې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

مجاهد تردې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې حکومت یې د اړینو شرایطو، لکه د ښوونیز نصاب برابرولو او د نجونو لپاره د جلا زده‌ کړو د زمینې برابرولو په برخه کې کار کوي؛ خو د پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

مجاهد په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، پرته له دې چې په مشخص ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څرګندونې وکړي، وویل چې که د افغانستان نفوس ۴۰ میلیونه وي، نو د ده په خبره له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په زده‌ کړو بوخت دی.

هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې ۱۰ میلیونه او ۳۶۳ زره زده‌ کوونکي، محصلین او د دیني مدرسو طالبان په دولتي او خصوصي ښوونځیو، پوهنتونونو او دیني مدرسو کې پر زده‌ کړو بوخت دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو ترڅنګ، د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له پوهنتونونو او د روغتیايي زده‌ کړو له مرکزونو څخه هم راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زمري په ۳۰مه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې نجونې له زده‌ کړو پاتې شوې دي.

 نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده

نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده.

د طالبانو تر واک لاندې په تیرو پنځو کلونو کې د تیر جمهوریت په لسهاوو پوځيان او یو شمیر چارواکي نادرکه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تیرجمهموریت د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمودشاه حبیبي او د هرات د ښځو د زندان مشره عالیه عزیزي د هغو کسانو په ډله کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته نادرکه شوي دي.

پنځه کاله تېر شول خو د دغو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

که څه هم د طالبانو حکومت په ځلونو د تیرجمهوریت د چارواکو او پوځیانو د نیولو او جبري ناردکه کیدو موضوع رد کړې خو د نړیوالو ادارو شمیرې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پخواني نظام یو شمیر پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور يې نادرکه شوي دي.

زلنسکي: د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،" د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده".

هغه دا څرګندونې پرون ناوخته د (اګسټ۲۹مه) په یوې ویډیو کې کړي دي.

روسیي ډرون الوتکو د جمعې په شپه کیف ته نژدې د میلا په کلي کې د پوځي تجهیزاتو پر تاسیساتو برید وکړ.

په دې برید کې لږ تر لږ ۳۷کسان ووژل شوی او لسګونه نور ټپیان شول.

چارواکو ویلي، د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي.

ملګري ملتونه: افغانستان ته د بشري مرستو د کمیدو له کبله د درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه تړل شوي

ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته د بشري مرستو د کمیدو له کبله د درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه تړل شوي دي.

د نړیوالو اړیکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ملیسا فلمینګ پرون شنبه د (اګسټ۲۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" ۳،۷میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي".

د هغې په ټکو،" نژدې یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي".

د ملیسا وړاندې ویلي،" د دې مرکزونو تړل کیدل به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره شرایط نور هم سخت کړي".

له دې مخکې یو شمیر نړیوالو سازمانونو په ځلونو ویلي چې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کافي بودیجه نه لري.

د امریکا متحده ایالتونو ۱۲ افغان کډوال مرکزي افریقا ته اخراج کړي

د امریکا متحده ایالتونو ۱۲ افغان کډوال مرکزي افریقا ته اخراج کړي.

فرانس پریس خبري اژانس نن یکشنبې د (اګسټ۳۰مه) راپور ورکړی چې په دغو ۱۲ افغان کډوالو کې هغه افغان پناه غوښتونکی هم شامل دی چې ورور يې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.

د فرانس پریس د راپور له مخې، د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو اخراج شوي کډوال پرون شنبې د مرکزي افریقا پلازمینې بانګوي ته رسیدلي دي.

په اخراج شویو کډوال کې اته ایرانیان او پاتي کډوال د نیپال او نیکاراګوا اتباع دي.

ایران: د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو

ایران وايي،"د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي پرون ماښام ویلي،" له عمان سره له هرمز تنګي د کښتو د تیریدو په اړه هوکړې ته رسیدلي یو، خو بیړه نه لرو چې دا تنګی خلاص کړو".

هغه وړاندې وویل،" دا هوکړه له ایران سره د امریکا له خوا د شوې موافقې او مکلفیتونو له پوره کیدو وروسته پلي کیږي".

غریب ابادي وړاندې د ایران له همغږۍ پرته له هرمز تنګي د هر ډول کښتو تیریدل رد کړل.

له دې مخکې امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې په وروستیو کې څه باندې زر کښتۍ چې اومه تیل يې لیږدول له هرمز تنګي تیرې شوي دي.

په کییف کې د روسیې د ډرون برید؛ ۳۷ کسان وژل شوي

د اوکراین په کییف کې د روسیې د ډرون برید له امله د مهماتو په یوه زېرمتون کې پراخې چاودنې شوې چې لږ تر لږه ۳۷ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. اوکرایني چارواکي وايي، دا په روان کال کې پر کییف د روسیې تر ټولو مرګونی برید دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، برید د جمعې شپې د «میلا» په کلي کې پر پوځي تاسیساتو شوی چې د توپ مرمۍ، ماینونه، ډرونونه او نور مهمات پکې ساتل کېدل. د چاودنو له امله سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي او د استوګنې ودانیو او د زړو او معلولانو یوه مرکز ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

زیلنسکي استوګنو سیمو ته نژدې د چاودېدونکو توکو ساتل «سخته بې‌پامي» بللې او ویلي یې دي چې د مسوولو چارواکو پر ضد د غفلت په تور دوسیې جوړې شوې دي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې روسیې پر کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک هم د اوکراین لپاره د هوايي دفاع د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان له ګډون پرته په قرغیزستان کې د شانګهای سازمان سرمشریزه

ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه سبا (دوشنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شي. د سازمان د لسو غړو هېوادونو مشران به د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو او د سیمې او نړۍ پر مهمو تحولاتو خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې غونډې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ځي. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي.

افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.

افغانستان په داسي حال کې د بیشکیک په غونډه کې له ګډونه بې برخې شوی چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، له پولو هاخوا وسله‌وال فعالیتونه، سوداګري او سیمه‌ییز اتصال د شانګهای سازمان د غړو لپاره مهم موضوعات دي.

ازبکستان: له افغانستان سره به «قاطع او رغنده» سیاست ته دوام ورکړو

د ازبکستان ولسمشر
د ازبکستان ولسمشر

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې یو نژدې ګاونډی وباله.

میرضیایف پرون (شنبې) د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د هېواد بهرنۍ تګلاره یې پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده، خو له افغانستان سره د راتلونکې تګلارې په اړه یې د کوم نوي اقدام جزییات څرګند نه کړل.

ازبکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال او سوداګریزو پروژو برخه وګرځوي.

افغانستان د ساختماني توکو په تولید کې پر ځان بسیا کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) وايي، افغانستان د ساختماني توکو تر لسو د زیاتو ډولونو په کورني تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.

د دې خونې د زیربنا او ساختماني چارو کمېټې مشر حمیدالله حبیبي ویلي، خصوصي سکتور هڅه کوي چې په نورو ساختماني توکو کې هم د هېواد د ځان‌بساینې کچه لوړه کړي او له حکومت او پانګه‌والو یې غوښتي چې په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د ګول سیخ، فولادي بیمونو، صنعتي رنګونو، ساختماني ډبرو، دروازو او کړکیو، برېښنايي کیبلونو، موزاییک، خښتو او ګچ په ګډون یو شمېر مهم ساختماني توکي تولیدېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG