خبرونه
په تیرو ۲۴ساعتونو کې وروښتونو ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ټولو افغانستان کې د وروښتونو له کبله ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي".
د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن چهارشنبې په یوه ویډيو پیغام کې دغه تازه ارقام اعلان کړل.
بل پلو، د هوا پیژندې ادارې نن سهار په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د جاري کیدو خبرداری ورکړی.
همدارنګه دې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل هم کړی وو.
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي دي.
د ترکیې د سمندري ځواکونو ګارد نن چهارشنبې وویل،"دغه افغان کډوال په یوې بادي کښتۍ سپاره وو چې ډوبه شوه".
په سیمه کې د ژوغورنکو ډلې ویلي،" له اوبو ۱۸جسدونه راوستل شوي او په کښتۍ کې ۲۱نور سپاره کسان ژوندي ژوغول شوي دي".
ویل کیږي چې یو کډوال نادرکه دی.
د ترکیې ساحلي ګارډ د کښتې د ډوبیدو علت د سمندر نامناسبه هوا او توپان یاد کړی.
د هوا پیژندنې ادارې راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو اټکل کړی
د طالبانو په واک کې د هوا پیژندې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ډير شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د جارې کیدو خبر ورکړی.
دغې ادارې نن چهارشنبې د (حمل۱۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، " په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د باران اندازه له لسو تر ۱۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده".
د هوا پیژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې سیندونو او سیلابي سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې نن د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل شوی دی.
عباس عراقچي؛ له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي،" له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي او تهران د جګړې د پایته رسیدو په اړه د واشنګټن ۱۵ماده ییز وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی".
هغه چې نن چهارشنبې الجزیزه تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل،"موږ د امریکا له خوا پیغامونه ترلاسه کړي، ځیني يې مستقیم او ځیني يې په سیمه کې د خپلو دوستانو له لارې، هرکله چې اړتیا وه دغو پیغامونو ته به ځواب ورکړو".
د عراقچي په ټکو،"له امریکا سره د مذاکراتو هیڅ چانس نشته".
خو هغه وړاندې وویل،"د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په مرسته له امریکا سره ځیني پیغامونه تبادله شوي دي".
پاکستان تیره اونۍ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی.
هغهمهال دوه پاکستاني چارواکو ویلي و،"اسلام اباد د جګړې د پایته رسیدو په اړه د امریکا ۱۵ماده ییز وړاندیزونه ایران ته سپارلي دي".
خو عراقچي وايي،" پر امریکا باور صفر دی او ایران به اوربند ته غاړه کېنیږدي".
د هغه په ټکو، ایران د جګړې پای او غرامت غواړي.
ایراني رسنۍ؛ په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت بمبار شوی
ایراني رسنۍ وايي، په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت بمبار شوی.
د ایران مهر خبري اژانس نن چهارشنبې د یو راپور په خپرولو سره د بمبارۍ مسول "اسراییل" ګڼلی دی.
د تهران ټایمز مسول مدیر محمد صرفي د دې راپور په تایید سره ویلي،"په تهران کې د امریکا پر پخواني سفارت د برید پیغام دا دی چې امریکا ایران ته له ستنیدو ناهیلې شوې ده".
په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت چې د طالقاني په سیمه کې واقع دی له ۱۳۵۸کال راهیسې د ایران په واک کې دی.
د دغه سفارت ودانۍ د یرغمل شویو امریکايي ډپیلماټانو او د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو له پرې کیدو وروسته په ۱۳۶۰کال کې سپاه پاسدارانو ځواکونو ته وسپارل شوه.
د اسراییلو پوځ؛د لبنان لپاره د ایران د قدس ځواکونو د انجینري څانګې مشر وژل شوی
د اسراییلو پوځ وايي، د لبنان لپاره د ایران د قدس ځواکونو د انجینري څانګې مشر مهدي وفايي وژل شوی دی.
پوځ نن چهارشنبې د (اپریل اوله) په یو بیان کې ویلي،"وفايي د سې شنبې په ورځ د محلاتو پر ښار په بریدونو کې په نښه شوی دی".
د پوځ په ټکو،" وفايي په تیرو شلو کلونو کې د قدس ځواکونو د انجینري څانګې د مشر په توګه په سوریه او لبنان کې د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو د پروژو مدیریت کاوه او د حزب الله او بشارالاسد د حکومت لپاره يې د ځمکې لاندې بنسټونه رامنځته کړي وو".
د پوځ په بیان کې راغلي،" مهدي وفايي په لبنان کې په لسهاوو هغه پروژې مدیریت کړې چې د ځمکې لاندې د پرمختللو وسلو د زیرمه کولو لپاره کارول کیدې".
د اسراییلو پوځ وايي، د وفايي وژل کیدل به د حزب الله ډلې د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو وړتیا کمه کړي.
له دې مخکې د ایران پر محلاتو ښار د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.
د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی دی
د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست چهارشنبې د (حمل ۱۲مه) په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، میدان وردک، دایکندی، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، پروان، لوګر، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل کړی دی.
د باران کچه له لسو تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
په بیان کې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په غربي، جنوبي او جنوب خیتځ ولایتونو کې د سختو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي، د وروستیو وروښتونو او سیلابونو له کبله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي وو.
د ناروې د کډوالو شورا له ایرانه د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې
د ناروې د کډوالو شورا د هغوو افغان کډوالو لپاره د فورې مرستې غوښتنه کړې چې په ایران کې د جګړې د پیل راهیسې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په سیمه کې د دې شورا مشر محمد شفیق پویل وايي،"په ایران د جګړې د پیل راهیسې ۲۸زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
هغه پر خپلې ایکس پاڼې د سه شنبې په ورځ لیکي،" ډیر شمیر دغو افغان کډوالو خپله ټوله شتمني ایران کې پریښې او په خالي لاس راستانه شوي دي".
د هغه په ټکو،"دغه کډوال سرپناه، پاکو اوبو او د ژوند نورو اساسي خدمتونو ته اړتیا لري".
په ایران کې د جګړې په پیل سره په دې هېواد کې میشتو افغان کډوالو ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل بې برخلیک توب په اړه انديښنې شریکې کړي دي.
چین او پاکستان په ګډه په منځني خیتځ کې د جګړې د سمدستي دریدو غوښتنه کړې
چین او پاکستان په یو ګډ بیان کې په منځني خیتځ کې دجګړې د سمدستي دریدو غوښتنه کړې ده.
دغه بیان چې پنځه مادې لري د سه شنبې په ورځ د (مارچ۳۱مه) په پیکنګ کې له خبرو اترو وروسته خپور شوی دی.
په بیان کې راغلي، "چین او پاکستان په فوري توګه په منځني خیتځ کې د جګړې د دریدو او د دې جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کوي".
په عین حال کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په پیکنګ کې کتلي څو په منځني خیتځ کې د جګړې د پایته رسولو او د سولې په بهیر کې د اسلام اباد د رول په اړه ورسره خبرې وکړي.
د بیان له مخې،"چین او پاکستان له ښکیلو لورو ملاتړ کوي څو د اختلافاتو سوله ییز حل ته ژمن پاتي شي او د خبرو اترو په بهیر کې د زور له کارولو ډډه وکړي".
په بیان کې دواړو هېوادونو د جګړې په جریان کې په هرمز تنګي کې د کښتو د امنیت، د ملکي کسانو او زیربناو پر ساتنې او امنیت هم تاکید کړی دی.
پاکستان د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.
پیټ هګسیټ؛ راتلونکې څو ورځې د ایران د جګړې برخلیک ټاکي
د امریکا د متحده ایالاتونو د دفاع وزیر پیټ هګسیټ وايي، " راتلونکې څو ورځې د ایران د جګړې د برخلیک د ټاکلو ورځې دي".
هګسیټ د سه شنبې په روځ د (مارچ۳۱مه) په پنټاګون کې په یوې خبرې ناسته کې وویل،"د امریکا جګړه ییز قدرت په زیاتیدو دی".
د هغه په ټکو،" د ایران د جګړې توان د کمیدو په حال کې دی".
هغه وړاندې وویل،" د نړۍ ټول هېوادونه باید د هرمز تنګي د خلاصولو او امنیت په برخه کې ونډه واخلي".
د هغه په ټکو، "دا یوازې د امریکا مسولیت نه دی".
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سي بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي،"تراوسه په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د ایران د مجبورولو هڅې پریږدي".