د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۶

خبرونه

د ایران حکومت پرون یو افغان اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت یو افغان وګړی پرون چهارشنبې د کرج ښار په قزلحصار زاندن کې اعدام کړی دی.

د راپورونو له مخې دا افغان د خپل ګاونډي د قتل په تور په قصاص محکوم شوی و.

د اعدام شوي افغان د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې د همدې روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ایران حکومت دوه نور افغانان د نشه یې توکو اړونده جرایم په تور اعدام کړي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې ایران په روان ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۵ افغانان اعدام کړي دي.

حوثیانو له سعودي سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پيژندنې غوښتنه کړې

د حوثي یاغیانو جنګیالي
د حوثي یاغیانو جنګیالي

د یمن حوثي یاغیانو له سعودي عربستان سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده.

وال سټریټ ژورنال د سرچېنو په حواله لیکلي چې حوثیانو دا تاوان د سعودي د بمباریو او د یمن د ځینو سیمو د محاصرې د جبران لپاره غوښتی دی.

سعودي عربستان په دې وروستیو کې هڅه کوله چې له حوثیانو سره د مذاکراتو له لارې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ښايي د حوثیانو دا وړاندیزونه ونه مني.

حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي پر نړیوالو هوايي ډګرونو او د تیلو پر تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبانو په خوست کې د موسیقۍ سلګونه وسایل وسوځول

ارشیف، د طالبانو له لوري د موسیقۍ سوځول شوي وسایل
ارشیف، د طالبانو له لوري د موسیقۍ سوځول شوي وسایل

خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د موسیقۍ ۶۵۰ وسایل سوځولي دي.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه وسایل په تېرو څلورو میاشتو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي و.

د هغه په وینا، په سوځول شویو وسایلو کې د اورلوبو ګڼ شمېر توکي هم شامل و.

تر دې وړاندې، «د لړم/ عقرب په ۱۰مه» په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي و چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر محتسبینو په دغه ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر وسایل او د اورلوبو زرګونه وسایل سوځولي دي.

همدارنګه، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د تلې په ۲۸مه راپور ورکړی و چې په کندهار کې د موسیقۍ ۱۴۲ غږوونکي وسایل او لاوډسپیکرونه سوځول شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت په موسیقي او د موسیقۍ د الاتو په غږولو بندیز لګولی دی او سندرغاړو ته‌یې هم د فعالیت اجازه نه‌ده ورکړې.

عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطان او نسايي ولادي روغتونونو د جوړولو کار پیل کړ

د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي
د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي

عزیزي ګروپ د چهارشنبې په ورځ کابل کې د سرطان د درملنې د یوه روغتون د جوړولو د کار د عملي پیل خبر ورکړ.

د ګروپ مشر میرویس عزیزي خبریالانو ته وویل چې په یاد روغتون کې به درملنه وړیا وي او ترڅنګ‌یې د نسايي ولادي یو روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړېږي.

عزیزي خیریه بنسټ ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د «بي‌بي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د عزیزي پر شخصي ځمکه جوړېږي.

فرشتې عزیزي د میرویس عزیزي لور، په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ۲۳ کلنۍ ژوند له لاسه ورکړ.

یاد طبي کمپلکس به چې اداري او مقدماتي چارې یې بشپړې شوې دي، ۴۰۰ بستریز د سرطان د ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون او ۲۰۰ بستریز زېږنتون ولري.

تېره میاشت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون د جوړولو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې وروستیو کې وویل چې د نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر بنسټ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شمېر نه‌تأییدوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت په دوران کې یاد وزارت ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو له‌منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

سره صلیب: افغانې ښځې له ګڼو روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي

ارشیف، د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې بستر شوې ښځې او نجونې
ارشیف، د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې بستر شوې ښځې او نجونې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د مهارتونو د زده‌کړې او عاید ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملاتړو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د ښځو وړتیاوې پیاوړې او د هغوی د ژوندانه وضعیت بهتر کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې فعالیتونه‌یې د ښځو پر مسلکي زده‌کړو او د هغوی د ظرفیت په لوړولو متمرکز دي، څو د دوامدار عاید د فرصتونو په برابرولو سره د کورنیو اقتصادي توان پیاوړی او له بې‌وزلۍ سره د مبارزې وړتیا یې زیاته کړي.

یادې کمېټې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې اقتصادي ناورین او زیاتېدونکو محدودیتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.

کمېټې ټینګار کړی و چې د ښځینه روغتیاپالانو شتون او روزنه د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د طالبانو حکومت نه‌یوازې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، بلکې په روغتیايي روزنیزو مرکزونو کې یې د ښځو او نجونو زده‌کړې هم منع کړې دي.

شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر لور څو توغندي توغولي

ارشیف، د شمالي کوریا له لوري د راکټ توغول
ارشیف، د شمالي کوریا له لوري د راکټ توغول

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې شمالي کوریا د دغه هېواد ختیځو اوبو ته څو توغندي توغولي دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې شمالي کوریا امریکا سره د خبرو اترو له بیا پیل سره مخالفت کړی او خپل توغندیز فعالیتونه‌یې زیات کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جنوبي کوریا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» اعلان وکړ چې پوځ‌یې څو توغندي کشف کړي چې د شمالي کوریا د ختیځ ساحل سوندوک سیمې څخه توغول شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د شمالي کوریا دا ډول څلورم پوځي تطبیقات ګڼل کېږي.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد او امریکا ځواکونه د دغو توغندیو د توغولو جزئیات ارزوي او د پیونګ‌یانګ د احتمالي اقداماتو پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتووالی لري.

شمالي کوریا د روان میلادي کال په اوږدو کې هم د توغندیو څو ازموینې ترسره کړې دي.

د نویو توغندیو توغول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د خور کېم یو جونګ له څرګندونو څو ساعته وروسته ترسره شوي دي.

هغې ویلي چې تر هغه وخته به پیونګ‌یانګ له واشنګټن سره خبرې ونه‌کړي، څو چې امریکا د هغې په وینا خپله دښمنانه پالېسي بدله نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې د روان کال تر پایه د شمالي کوریا له مشر سره بیا لیدنې ته لېوالتیا ښودلې.

قطر د ۲۰۲۷ کال د بسکټبال نړیوال جام کوربه‌توب کوي

بسکټبال
بسکټبال

ټاکل شوې چې قطر د ۲۰۲۷ کال د اګسټ له ۲۷مې څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې د بسکټبال د نړیوال جام سیالیو کوربه وي.

په دې سره به قطر لومړنی عربي هېواد وي چې د بسکټبال د نړیوال جام سیالۍ کوربه‌توب کوي.

د بسکټبال د نړیوال فدراسیون (اېف‌ای‌بي‌اې) د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلې ګډون وکړي او په ټولیز ډول به ۹۲ لوبې ترسره شي.

د نارینه‌وو د بسکټبال نړیوال جام تر دې وړاندې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوی دی.

دغه سیالۍ په ۱۹۵۰ کال کې پیل شوې او لومړی پړاو یې د ارجنټاین په هېواد کې ترسره شوی و.

د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د تیلو بیې راښکته شوي

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډموکراتانو له بریا وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې بدلون راغلی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، نن چهارشنبې د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت لوړ شوی او د نرۍ په بازارونو کې د ډالرو بیه ښکته شوې ده.

پانګوال اندېښمن دي چې ښايي ډموکراتان د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ پر شرکتونو سخت قوانین وضعه کړي.

له ټاکنو وروسته د تیلو بیې هم ښکته تللي دي.

نن په بازارونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۱۰۳ ډالرو ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې په وروستیو کې یې بیه تر ۱۱۷ ډالرو پورته تللې وه.

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې: ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې ښیي چې ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی.

په پرونیو ټاکنو کې ډموکراتان واتونیدل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د کانګرس د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي.

د دې ټاکنو پایلې به ډموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

د ډموکراتانو د بریا سربیره ولسمشر ټرمپ به په ډیپلوماټیکو اړیکو او د پوځي عملیاتو په برخه کې پراخ صلاحیتونه ولري.

په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ هغو ته سیالۍ ترسره شوې.

سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې وشوې.

په غزني کې د طالبانو د پوځي او ملکي موټر د ټکر له کبله ۸ کسان مړه شوي

په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه
په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه

په غزني کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د یوه پوځي موټر او سپرلۍ موټر د ټکر پیښه کې ۸ تنه مړه شوي دي.

غزني کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي رسنیو ته په یوه غږیز پيغام کې پیښه تایید کړې، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې چې د روضې کوتل دغې نننۍ پیښې مړه شوي کسان درې نرینه، یوه ښځه او څلور ماشومان دي.

په افغانستان کې دغه ډول خونړۍ ترافیکي پیښې تر ډیره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او خرابو لارو له کبله رامنځته کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG