خبرونه
د سعودي او پاکستان ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو د ګازي تأسیساتو د پروژې هوکړه
د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت «ډېلټا انرژي» له یوه پاکستاني دولتي شرکت سره د شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د نللیکو او نورو تأسیساتو د جوړولو د امکاناتو د څېړلو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په هغې خبرپاڼه کې چې د دواړو شرکتونو لهخوا د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» خپره شوې، ویل شوي چې په دې طرحه کې د افغانستان له پولې د پاکستان تر ګوادر بندر او د هند تر پولې د ګازو د نللیکو غځول هم شامل دي.
سعودي شرکت د افغانستان د کشک د ګازو زېرمې او نورې سرچینې د دغو نللیکو لپاره د ګازو د احتمالي تأمین کوونکو په توګه یادې کړې دي.
د روېټرز په وینا، دا پروژه د ټاپي له پروژې چې د ترکمنستان پر ګازو تکیه لري، جلا ده.
خو شرکتونو ټینګار کړی چې دا هوکړه یوازې د پروژو د امکاناتو د ارزونې لپاره ده او تر اوسهیې د پانګونې یا عملي کار وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
د زېمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې دوهمه ټېسټ لوبه وګټله
د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې دوهمه او وروستۍ ټېسټ لوبه د ۵۷ منډو په توپیر وګټله.
دغه لوبه د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پای ته ورسېده.
زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ او په دوهمه کې ۲۹۵ منډې وکړې او افغانستان تهیې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ او په دوهمه کې ۳۶۰ منډې وکړې او لوبهیې وبایلله.
د افغانستان په دوهمه پاڼۍ کې نصیر خان معروفخېل ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او افسر ځاځي ۸۷ منډې جوړې کړې.
نصیر خان معروفخېل د زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځولو هم ځلېدلی و.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بېپایلې یا مساوي پای ته رسېدلې وه.
د سویس او ناروې سفیرانو د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان په اړه خبرې کړي
د سویس او ناروې سفیرانو د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره په افغانستان او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د سویس سفارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې "په افغانستان کې ثبات د سیمې په ګټه دی".
وړاندې راغلي چې دې موخې ته رسیدل د سیمو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږۍ او خبرو اترو ته اړتیا لري.
لیندسي پاکستان ته له سفر څه موده مخکې افغانستان ته تللی و.
د طالبانو حکومت پرون په یو بیان کې وویل چې لیندسي هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات حل او خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
څه باندې یو کال کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي او پاکستان وخت ناوخت د ختیځو ولایتونو سربیره پر جنوبي او مرکزي ولایتونو هوايي بریدونه کوي.
قطر او ترکیې څو ځلې هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.
اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو په رسونه کې لاسوهنو او نورو محدودیتونو پر دغه بهیر منفي اغیز کړی
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسونه کې لاسوهنو او نورو محدودیتونو پر دغه بهیر منفي اغیز کړی دی.
اوچا نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې اړونده بنسټونو یې په تیره اکټوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسونې پر بهیر د محدودیتونو ۲۹ قضیې ثبت کړي دي.
د اوچا په ټکو دا پېښې په سپټمبر میاشت کې ۳۰ قضیې وې.
اوچا په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په لویدیځ کې د نژدې ۹۰ سلنه مرستندویه بنسټونو وضعیت ارزول وو چې دغو بنسټونو ښځو او نجونو ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې له ستونزو شکایتونه درلودل.
د طالبانو حکومت په څه باندې تیرو پنځو کلونو کې د یوناما په ګډون په ډیر شمیر دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
دا بندیزونه په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو ادارو په افغانستان کې د خوړو د شدیدې ناامني خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو مشر د کابل پوهنتون په هغه سیمینار کې ګډون وکړ چې د ده د فرمانونو اغیزو ته ځانګړی شوی و
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کابل پوهنتون په هغه سیمینار کې ګډون او وینا وکړه چې د ده د فرمانونو د اغیزو څیړلو ته ځانګړی شوی دی.
نوموړي په خپله وینا کې چې ځینې برخې یې د طالبانو ترواک لاندې ملی ټلویزیون خپرې کړي، د امیر په اطاعت او د تفرقې او اختلافاتو په لیرې والې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري ادارو ویلي چې د هبت الله اخوندزاده شاوخوا سلو فرمانونو د نجونو او ښځو حقونه نقض یا محدود کړي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د همدغو فرمانونو له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د کابینې د درېو غړو د نیولو حکم صادر کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی په دې نوم کومه محکمه په رسمیت نه پیژني او پریکړو ته یې هم ارزښت نه ورکوي.
دغې محکمې بیا د روانې لړم میاشتې په ۲۱مه وویل چې د افغانستان په اړه د خپلو څیړنو یوه برخه چې ممکنه وه د امریکایي پوځیانو اړوند وي درولې او د طالبانو د جرمونو پر څیړنه یې محدوده کړې ده.
جي ډي ونس: د ټرمپ اداره نه پریږدي چې له ایران سره جګړه په «بې پایه جګړې» بدله شي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي، د ټرمپ اداره نه پریږدي چې له ایران سره جګړه په یوې «بې پایه جګړې» بدله شي.
ونس پرون دوشنبې فاکس نیوز سره په مرکه کې پر ایران د برید ننګه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن نه غواړي په اوږدمهاله جګړه کې ښکیل شي.
امریکا او اسراییلو په ګډه څه باندې اته میاشتې مخکې پر ایران برید وکړ.
که څه هم دواړه خواوې د جګړې د پایته رسیدو په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي، خو د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي چې کومه پایله یې نه ده ورکړې.
د ایران سپاه ځواکونو پر بحرین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسدارن ځواکونو نن سهار پر بحرین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی او ادعا یې کړی چې په دې هېواد کې یې د شیخ عیسي پوځي اډه په نښه کړې ده.
خپلواکو سرچینو دغه ادعاوې نه دي تاییدې کړي.
بل پلو، د بحرین د کورنیو چارو وزارت د بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې امن ځایونو کې پناه واخلي.
ایراني ځواکونو دغه بریدونه د امریکا د بېپیلوټه الوتکو له خوا د "ایران د هوايي حریم د نقض" په ځواب کې کړي دي.
د دوی په خبره، "د ایران پر وړاندې د امریکا هیڅ برید به بې ځوابه پرېنږدي".
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د تیرې جمعې او شنبې په ورځو هم پر بحرین بریدونه کړي وو.
اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسانو ته بشري مرستې رسول شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې شاوخوا نهه میلونه او نهه سوه زرو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړي دي.
اوچا د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵ مه په خپله ایکسپاڼه د رپوټ په خپرولو سره وویل چې څه دپاسه ۵ ملیونو کسانو د خوړو او کرنې، څلورنیم ملیونو کسانو د روغتیایې خدماتو، درې نیم ملیونو کسانو د ملاتړ او ساتنې،او درې ملیونو کسانو د تغذیې په برخه کې مرستې ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره په داسې حال کې چې د مرستو د دوام خبره کوي د اړمنو خلکو د زیاتیدونکو اړتیاو د پوره کولو لپاره د منابعو د کموالي خبرداری هم ورکوي.
اوچا وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۲۱ ملیونه او نهه سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
۵ اروپايي هېوادونه ډیپورټ کېدونکو پناه غوښتونکو ته رواندا کې یو مرکز جوړوي
پنځه اروپايي هېوادونه غواړي د ډیپورټ کېدونکو پناه غوښتونکو لپاره په رواندا کې یو مرکز جوړ کړي.
روېټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې جرمني، ډنمارک، اتریش، هالنډ او یونان په رواندا کې د دغه مرکز د جوړولو پلان اعلانوي.
دغه پلان کې هغه کډوال شامل دي چې د پناه غوښتنې درخواستونهیې رد شوي دي او د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پاتې کېدو قانوني حق نهلري.
ټاکل شوې ده چې دغه مرکز به په ۲۰۲۷ کال خپل فعالیت پیل کړي.
د بشري حقونو ملاتړو ډلو د دغه پلان د نتایجو او د پناه غوښتونکو د حقونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اوکراین او روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره د «رامشتاین» دفاعي غونډه جوړېږي
ټاکل شوې ده چې د "رامشتاین" په نوم د اوکراین د تماس د دفاعي ډلې هېوادونه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې غونډه وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیز زلنسکي ویلي دي دغه غونډه باید د اوکراین د دافع هوا ځواک د پياوړتیا لپاره په ځانګړې توګه د پاټریوټ او ناسامز توغندیو د سیستمونو په برخه کې کوټلو پایلو ته ورسېږي.
دا غونډه په داسې حال کې دایرېږي چې پر یو بل باندې د اوکراین او روسیې بریدونو زور اخیستی دی.
د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین ۱،۳۳۶ بېپیلوټه الوتکې یې په بېلابېلو سیمو کې نسکورې کړې دي.
دغه شمېر د خپلواکو سرچینو لهخوا نهدی تأیید شوی.
په عین حال کې زلنسکي خبرداری ورکړی چې مسکو په اوکراین باندې نویو توغندیزو بریدونو ته تیاری نیسي.
د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکو هلو ځلو هم تر اوسه د پام وړ کوم پرمختګ نهدی کړی.