خبرونه
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی وایي، د ناامنۍ د تلپاتې حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا د امن جرګې سپارښتنې عملي شي، او داسې ونه شي چې یوازې په یو اړخیزو پرېکړو او یا مطبوعاتي کنفرانسونو تکیه وشي.
تر دې وړاندې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (DG ISPR) مشر په یوه خبري کنفرانس کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په اړه د تحریک انصاف ګوند پر دریځ نیوکه کړې وه او ویلې یې و چې په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې ایالت کې د پوځ د عملیاتو مخالفت کوي.
سهیل افریدي پرون د جنرال شریف چوهدري د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې امنیت د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان ګډه موضوع ده، او د ټینګښت لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده، چې پکې سیاسي ګوندونه، پښتانه مشران او نور اغېزمن شخصیتونه شامل وي.
نوموړي زیاته کړه چې پرېکړې باید د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د تړلو دروازو شاته ونه شي، بلکې د ټولو اړخونو او د هغوی د استازیو په ګډون د ګډو او ټولشموله تګلارو له لارې وشي.
د خیبرپښتونخوا ایالت ډیری برخې ناامنې دي.
د ایران د تومان ارزښت نورهم پسې ټیټ شو
په ایران کې پرون (چهارشنبې د جنوري ۷ مه) د اعتراضونو په یوولسمه ورځ د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت یوه بل ریکارډ یعني ۱۴۸ زره تومانو ته ټیټ شو.
په ایران کې وروستي اعتراضونه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت د تیټېدو له کبله پیل شول چې لا هم دوام لري.
پرون (چهارشنبې) د هرې یورو ارزښت ۱۷۳ زره او د هر بریتانیايي پونډ ارزښت ۲۰۰ زره تومانو ته لوړ شو.
د ایران په اعتراضونو کې، چې د روانې جدې په اوومه پیل شوي، تراوسه لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په پاریس کې نن تر سلو ډیرې الوتنې لغوه شوې
د واورو او یخې هوا له امله نن په پاریس کې تر دوه سوه ډیرې الوتنې لغوه شوې.
د فرانسې د ترانسپورټ وزیر فیلیپ تبروت وویل چې شاوخوا صل الوتنې د شارل دوګل او څلور الوتنې د اورلي له هوایي ډګره ترسره نه شوې.
د فرانسې په پلازمینه او شاوخوا سیمو کې عمومي بسونه هم د کنګل لارو له امله دریدلي دي.
د یخې هوا له امله په فرانسه کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی.
ایران یو تن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
د ایران قضایي سیستم اسراییل ته د جاسوسي په تور د علي اردستاني په نوم د یوه تن د اعدام خبر ورکړ.
د ایران د قضاییه قویې رسنۍ، میزان نن د اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چیرته اعدام شوی دی.
د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې علي اردستاني موساد استخباراتي ادارې ته د ایران حساس اطلاعات ورکړي او د اسراییل لپاره مهم کس و.
ایران له اسراییل سره په جون کې د جګړې له پیله تر اوسه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه لس تنه اعدام کړې دي.
طالبان: په چاه اب کې د اعتراضونو په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالي کې د یوه قراردادي شرکت او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
عبدالمتین قانع نن د دې پیښې په تړاو چې د جمعې په ورځ شوې، د دوو تنو د نیولو خبر هم ورکړ.
د ښاغلي قانع په باور په وژل شویو کې درې تنه د سیمې اوسیدونکي دي او یو تن د قراردادي شرکت کارکوونکی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د اوس لپاره د سرو زرو د دې شرکت کارونه دریدلي او د پولیسو تحقیقات ادامه لري.
په ایران کې نن د اعتراضونو یولسمه شوه
په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو غیردولتي موسسې د سې شنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو تراوسه لږ تر لږ اووه ویشت لاریون کوونکي وژلي چې پنځه تنو یې تر اتلسو کلونو لږ عمر درلود.
ایراني چارواکي بیا وایي چې تر اوسه دیارلس کسان چې د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې دي، د لاریونونو په ترڅ کې وژل شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له هغه لاریون کوونکو سره چې د اقتصادي ستونزو لپاره سوله ییز اعتراضونه کوي، نرم چلند وکړي او د دوی او بلواکوونکي ترمنځ توپير وکړي.
دا اعتراضونه په ایران کې د ډالر په وړاندې د ریال د ارزښت د کمیدو او له لویه سره د اقتصادي ستونزو له کبله پیل شوې دي.
خلیلزاد: د دوحې تړون په اړه د پاکستان د پوځ ویاند انګېرنه سمه نه ده
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه امنیتي تړون وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا ډول احتمالي تړون کولی شي د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښه کړي.
زلمي خلیلزاد نن په ایکسپاڼه کې د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال شریف چوهدري د څرګندونو په تړاو لیکلي دي چې دا خبره سمه نه ده چې د دوحې تړون د افغانستان او پاکستان مسایل رانغاړي.
خلیلزاد ټینګار وکړ چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ دې یو بیل تړون لاسلیک شي، داسې تړون چې هر لوری دا ژمنه وکړي چې له یوې ډلې یا کس څخه د داعش او تحریک طالبان پاکستان په شمول د بل هیواد د امنیتي ګواښ په توګه استفاده نه کوي. خلیلزاد زیاته کړه چې د دریمګړي هیواد څارنه کولی شي چې د دې تړون د پلي کیدو تضمین وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي کړکیچن شوې دي، د اکتوبر په میاشت کې پر کابل د پاکستاني الوتکو تر بمباري وروسته افغان طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ، چې تر دې کړکیچ راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ ټولې تجارتي لارې بندې شوې دي.
ایران افغانستان ته چرګوټي صادروي
له پاکستان سره د تجارتي لارو له تړلو وروسته له ایران څخه افغانستان ته د چرګوټو صادرات پيل شول.
د ایران ایرنا خبرې اژانس د خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي په وینا خبر ورکړ چې دا صادرات روانه اونۍ افغانستان ته پیل شوې دي او تر اوسه دوه لکه پنځوس زره چرګوټي د دوغارون له لارې افغانستان ته صادر شوې دي.
له تیر یوه کال راهیسې له ایرانه افغانستان ته چرګوټي نه صادریدل او افغانستان به له پاکستانه چرګوټي واردول، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې چې د افغانستان او پاکستان تجارتي لارې بندې دي، اوس بیرته افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې ده.
مجاهد؛ د پاکستان د پوځ د ویاند خبرې لسموونکې او بې اساسه دي
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ د ویندوی وروستۍ څرګندونې لسموونکې وبللې او هغه وغندلې.
د پاکستان د پوځ ویندوی احمد شریف جودري پرون (سې شنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۵ م کال افغانستان د ټولې سیمې د تروریزم پر اصلي اډه بدل شو او په تروریزم کې د افغانستان د رول په اړه د پاکستان دریځ په نړۍ کې منل شوی دی.
ده همداراز وویل؛ څه چې په افغانستان کې دي، حکومت نه دی او د افغانستان اوسنی جوړښت په خپله ځان یو موقت حکومتي معرفي کوي.
د ښاغلي چودري د دې څرګندونو په غبرګون کې ذبیح الله مجاهد پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د افغانستان د حکومتي او اجتماعي جوړښت په اړه د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري بلکې د یوه مسوول پوځي د موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستي یو کال کې لا ډېرې ترینګلي شوي تر دې چې په اکتوبر میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ څو خونړۍ نښتې وشوې.
پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو طالبانو د پاکستان دا تور ردوي او وايي چې د داعش مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.
په جرمني کې یو افغان د خپلې ښځې د وژلو په جرم په عمري قید محکوم شو
د جرمني یوې محکمې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په جرم په عمر قید سزا محکوم کړی دی. د جرمني رسنیو دا خبر پرون (سې شنبې) خپور کړی دی.
د جرمني د «ټاګسشپیګل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې ۴۵ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په داسې حال کې په چاقو وژلې، چې د دوی څلور ماشومان د کور دننه ویده وو. دا برید د اپارتمان په دهلېز کې شوی او ښځې د چاقو د څو ګوزارونو له امله ساه ورکړې ده.
د برلین سیمهییزې محکمې پرېکړه وکړه چې دا وژنه په ځانګړې بېرحمۍ ترسره شوې ده. د محکمې رئیس مارک سوتر وویل، تورن کس دا کار په قهر او د خپلې مېرمنې د «سزا ورکولو» په نیت کړی، ځکه هغه فکر کاوه چې مېرمن یې د ده له تمو سره سم چلند نه کاوه.
د سوتر په وینا: «تورَن باور درلود چې د یوه مېړه په توګه دا حق لري چې خپلې مېرمن ته سزا ورکړي او حتی ژوند ترې واخلي.»
محکمې ثابته کړه چې ښځه پنځه ځله په چاقو وهل شوې وه. د دوی ماشومانو وروسته تایید کړه چې مور او پلار یې له اوږدې مودې راهیسي جنجالونه لرل. همدارنګه محکمې واورېدل چې تورن د لويو ماشومانو هغه هڅې له پامه غورځولې وې چې غوښتل یې مور ته مرسته ورسوي. د راپور له مخې، هغه خپل اته کلن زوی ته ویلي وو: «زه به درته نوې مور راوړم.»
د قرباني د کورنۍ وکیلانو دا پېښه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی وباله او د عدالت غوښتنه یې وکړه، هغه نظر چې د محکمې له پرېکړې سره سمون لري.
د جرمني رسنیو د تورن کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.