خبرونه
د ویسټ اینډیز کرکټ لوبډلې افغان ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د درې شل اوروه لوبو وروستۍ یوه تیر ماښام د پنځلس منډو په توپیر بایلوده.
تر دې مخکې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې. دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوې.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
زیلینسکي: امریکا کییف ته امنیتي تضمینونه ورکړي
د اوکراین ولسمشر وایي چې د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه یو سند بشپړ شوی خو له روسیې سره د سولې لپاره د مځکې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.
ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال وویل چې د امنیتي تضمینونو سند د اوکراین د پارلمان او د متحد ایالتونو د کانګرس له لورې تصویبیدو ته چمتو شوی دی، خو ښاغلي زیلینسکي دا ونه ویل چې په امنیتي تضمینونو کې څه شامل دي.
روسیه چې د اوکراین د خاورې شاوخوا شل فیصده یې نیولې ده د سولې په بدل کې غواړي چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمه روسیې ته وسپارل شي، خو کییف له دې سره سخت مخالفت کوي او وایي چې د روغې جوړې په بدل کې دې ته په هیڅ ډول چمتو نه دی چې د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.
د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.
ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.
دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.
ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."
هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.
ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.
د تکواندو روزونکې خدیجه احمد زاده له بند خوشې شوه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې دتکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده.
خبر زیاتوي چې نوموړې دځايی محکمې د حکم په اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه.
خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه دهرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.
د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پرته له جزییاتو بی بی سي ته ویلي وو چې آغلې احمد زاده شرعي مقررات مات کړي.
ښاغلي خیبر ویلي وو چې څو کسه نور هم نیول شوي او محاکمې ته به وړاندې شي.
لسګونه افغان کډوال د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نننۍ خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له توقیف خونو ۱۲۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه کندهار کې د راستنیدونکو دچارو د ریاست د راپور په اساس وايي دغه کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو بندیان وو او ددغه ریاست لخوا د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږل شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ UNHCR خپل تازه راپورکې چې وړمه ورځ یې خپور کړ وویل چې پاکستان کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو، نیولو او ایستلو موارد زیات شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۱ لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان افغانستان ته ډیپورټ یا اخراج یا شوي دي.
د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل
دافغانستان په دیرشو ولایتونو کې نن د واورو او بارانونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوا پیژندنې ریاست وايي کابل، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان ، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنگان، بلخ، کندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزگان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوگر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو اټکل شوی دی.
د واورې کچه له ۱۰ تر ۶۵ سانتي مترو او دباران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملی میترو اټکل شوې ده.
بلخوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د سالنګ لار د واورې او توپان له کبله دچهارشنبې له سهاره د هرډول باروړونکو او مسافر وړونکو وسایطو په مخ تړل شوې ده.
ایران وایي، په لاریونونو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي خو د بشري حقونو ډلې د وژل شویو شمیر ډیر لوړښیي
ایران د چهارشنبې په ورځ په دې هیواد کې د وروستیو پراخو لاریونونو په ترڅ کې د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمیرې خپرې کړې او ویې ویل چې ټولټال ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د ایران د ملي امنیت شورا له خوا خپره شوې،۲۴۲۷ بې ګناه خلک او د نظم او امنیت ساتونکي بلل شوي دي.
دې شورا د ایران زاړه دښمنان، اسرائیل او متحده ایالات تورن کړل چې د جنورۍ د ۸ او ۹ په شپو کې یې د هېواد په لویو برخو کې په قصدي ډول «ډېر ترهګریز اعمال» ترسره کړي دي. د دې ځواکمنې ادارې په وینا، دا د ۲۰۲۵ کال د جون د میاشتې د «تحمیلي جګړې» دوام و.
خو د بېلابېلو اټکلونو له مخې، د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي. په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري بنسټ (HRANA) د اونۍ په پیل کې ویلي وو چې دوی ۴۵۱۹ مړینې تایید کړې او له ۹۰۰۰ څخه ډېرې نورې پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
د راپورله مخې په ایران کې د جنورۍ د میاشتې په ۸ او ۹، ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راووتل څو د اسلامي جمهوریت د استبدادي مشرتابه پر ضد لاریونونه وکړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه وغندله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په کابل کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.
دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او بڼو د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.
په دې چاودنه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وشوه او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست، اوه تنه ووژل شول چې یو یې چینایی وګړی و. د دې پیښې په شاوخوا شلو ټپیانو کې هم د یوه بل چینایي وګړي د سخت ټپي کیدو ویل شوي و.
د ملګروملتونو امنیت شورا د دې اړتیا پر ټینګار سره چې "د دغو کرکجنو ترهګریزو اعمالو عاملین، تنظیموونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید مسؤل وګرځول شي او عدالت ته راکاږل شي" له "ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو له مخې دې په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره فعاله همکاري وکړي."
د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ وویل چې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنه پیل شوې ده.
د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د راپریوتو په پيښه کې درې تنه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي
د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د یوه کور د چت د راپریوتوله کبله دوه نجونې اویو هلک مړه او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د منډول ولسوال ملا محمد سفر هجرت ازادۍ راډیو ته وویل، یوه میرمن او یو هلک چې په پیښه کې ټپیان شوي د درملنې لپاره د منډول روغتون ته انتقال شوي دي. ولسوال د ټپیانو وضعیت نازک وښود او زیاته یې کړه چې دا پیښه د درنې واورې د وریدو له امله رامینځته شوې ده.
د نورستان د منډول لیرې پرته غرنۍ ولسوالۍ د بدخشان ، پنجشیر او لغمان ولایتونو سره ګډې پولې لري.
د امریکا متحده ایالات: په ایران کې اعتراضونه د رژیم د "ناسم مدیریت" له امله شوي نه د کومې بهرنۍ لاسوهنې له کبله چې تهران یې ادعا کوي
د امریکا متحده ایالات وايي چې په ایران کې وروستي لاریونونه د رژیم د "ناسم مدیریت" له امله وشول او نه د کومې بهرنۍ لاسوهنې له کبله چې تهران یې ادعا کوي.
دغه لاریونونه چې د اسلامي رژیم په وړاندې په وروستیو کلونو کې ترټولو ننګونکي بلل شوي پکې د ځپل شویو اعتراض کونکو شمیرې مخ په زیاتیدو دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپلې فارسي ژبې ایکسپاڼه کې وویل چې دغه اعتراضونه، چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې پیل شول، "د کلونو ظلم او ځپنې وروسته د ایراني ولس یو حتمي پاڅون" وو.
د ایران د ولسمشرمسعود پزشکیان په شمول ایراني چارواکو لاریونوال،«تروریست» او «بلواګر» بللي او د مظاهرو په مهال درنه مرګ ژوبله یې چې تراوسه یې رسمي ارقام نه دي خپاره شوي، اسرائیلي عواملو ته منسوب کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایراني چارواکو لخوا دا هڅه چې بهرني حکومتونه ملامت ګڼي او لاریونوال مجرمان معرفي کوی، د واقعیت د بدلولو لپاره د خندا وړه هڅه ده.
په ایران کې وروستي لاریونونه د ډیسمبرپه ۲۸ مه د بهرنیواسعارو په وړاندې د ایراني ریال د بیساري رالویدو او ګراني په وړاندې د تهران له بازاره پیل شول چې وروسته د هیواد ګڼو ولایتونو ته وغځیدل او هغو د ایران د اسلامي جمهوریت د رژیم پر وړاندې د یوه پراخ احتجاج بڼه غوره کړه.
په امریکا کی میشت د بشري حقوقو سازمان ، HRANA د دغو لاریونو په ترځ کې د ۴۵۱۹ کسانو وژل تایید کړي خو په ټوله کې د ۹۰۴۹ کسانو احتمالي وژل کیدل ترڅیړنې لاندې دي. د راپورونوله مخې ۵۸۱۱ تنه نور ټپیان او ۲۶۳۱۴ تنه هم نیول شوي دي.