د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۳

خبرونه

د هېواد په اولسو ولایتونو کې د اوریاوو او د سېلابونو د راوتلو اټکل

په ننګرهار ولایت کې باران او سیلۍ (آرشیف)
په ننګرهار ولایت کې باران او سیلۍ (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارو د اټکل له مخې له سبا جمعې څخه د یکشنبې تر ورځې پورې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګو، کابل او پروان په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

په بیان کې له هغو خلکو چې د دې سیندونو ته نژدې ژوند کوي غوښتنه شوې چې باخبره واوسي او د سېلاب د راوتلو پرمهال هغه خلک خبر کړي چې په کوزنیو سیمو کې ژوند کوي.

د اسیا د فوټسال جام په ننیو لوبو کې کوم ټیمونه لوبیږي ؟

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم (ارشیف)
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم (ارشیف)

د اسیا د فوتسال جام دلوبو په ترځ کې نن پنجشنبه هم ۴ سیالۍ ترسره کیږي.

لبنان له ویتنام او جنوبي کوریا له عراق سره لوبیږي. دغه راز د کویټ ټیم تایلند او په یوه بله لوبه قرغیزستان له اندونیزیا سره مخاخ کیږي.

پرونیو لوبو کې دافغانستان ټیم سعودي عربستان ته ۳-۰ ماته ورکړه ، د ازبکستان او تاجیکستان لوبه ۰-۰ مساوي شوه ، او دایران ټیم مالیزیا ته ۴-۱ ماته ورکړه او دغه راز د جاپان ټیم استرالیا ته ۶-۲ ماته ورکړه.

د افغانستان دفوتسال ملي ټیم ددغه جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ د مالیزیا ټیم سره کوي.

افغانستان د جام په څلورمه ډله کې سعودي عربستان ، مالیزیا او ایران سره دی.

د اسیا د فوتسال دجام لوبې د ۱۶ ټیمونو په ګډون د سلواغې په اومه په اندونیزیا کې پیل او دهمدې میاشتې تر ۱۸ به دوام وکړي.

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې اونۍ ویست انډیز او سکاتلند سره لوبې کوي

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د ۲۰۲۶ کال د کریکټ د نړیوال شل اوریزجام د تمریناتي لوبو مهالویش سره سم راتلونکې اونۍ سکاتلند او ویست اندیز سره لوبې کوي.

دافغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې دافغانستان او سکاتلند د ټیمونو ترمینځ شل اوریزه تمریناتي لوبه د سلواغې په ۱۳ مه د دوشبنې په ورځ او د ویست اندیز په وړاندې لوبه د سلواغې په ۱۵ مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.

د ۲۰۲۶ کال دشل اوریز نړیوال جام لوبې دهند او سیریلانکا په کوربه توب د سلواغې په ۱۹ مه پیلیږي.

د کابل څخه لسګونه زره مستحق او حرفه اي سوالګر راټول شوي دي

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د سوالګرو د راټولولو دلړۍ د پیل راهیسې یې په مجموع کې د کابل له ښاره تقریبا ۷۵ زره سوالګر را ټول کړي چې په دوی کې ۳۸ زره تنه د مرستو مستحق او ۳۷ زرتنه حرفه اي سوالګر پیژندل شوي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل چې مستحق کسان سرې میاشتې ته معرفي شوي دي او هره میاشت د بانک له لارې ورسره نقدي مرسته کیږي.

اعلامیه زیاتوي چې ځینې دغه سوالګر دتداوي لپاره روغتیا وزارت اوځینې نور دکار موندنې لپاره دکابل شاروالی ته معرفي شوي دي.

تر دې مخکې کابل کې یوشمیر سوالګرو ازادي راډیو ته ویلي وو چې تراوسه یې کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د طالبانو حکومت په ۱۴۰۱ کال کې سوالګري منع کړه او په بیلابیلو ولایتونو کې یې د سوالګرو راټولول پیل کړل.

فقر او بیکاري د سوالګري عمده عوامل ګڼل کیږي.

اروپايي اتحادیه په ایران بندیزونه لګوي

اروپايي اتحادیې ومنله چې دایران په یوشمیر چارواکو بندیزونه ولګوي.

د اتحادیې د غړو هیوادونو سفیرانو موافقه کړې چې د ایران پر یوشمیر چارواکو د وروستیو مظاهرو په ځپلو کې د ونډې له امله بندیزونه ولګوي.

دغه لاریونونه چې د روانې جنورې میاشتې پیل کې ټول هیواد ته وغځیدل د حکومت لخوا له په مرګونو اقداماتو وځپل شول.

داروپايی اتحادیې هیوادونو په هغو ایراني افرادو او ادارو هم جلا بندیزونه تصویب کړل چې په اوکراین کې یې د روسیې جګړه کې مرسته کړې.

دغه بندیزونه چې د شتمنیو کنګل او دویزو بندیز په کې شامل دي د چهارشنبې په ورځ دسفیرانو لخوا تصویب شول او تمه کیږي چې بهرنیو چارو وزیران به یې دپنجشنبې په ورځ رسما لاس لیک کړي.

ایران کې وروستي لاریونونه د دیسمبر په ۲۸ مه د اقتصادي ستونزو او دبهرنیو اسعارو په وړاندې دایراني ریال د رالویدو له امله په تهران کې پیل شول، وروسته یې د حکومت ضد احتجاج بڼه غوره کړه او لمن یې ټول هیواد ته وغځیدله.

ددغو لاریونو د ځپلو په ارتباط په کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او ۱۴ نورو چارواکو بندیزونه ولګول شول.

ویل کیږي چې ددغو لاریونو په ترځ کې زرګونه ګسان وژل شوي دي.

انقرې د افغانستان دبشري صندوق سره ۵ لکه ډالر مرسته وکړه

د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ترکیې د ۵ لک ډالرو مرستې خبر ورکوي.

دغه صندوق د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه د انقرې لدې مرستې مننه وکړه.

صندوق وايی دغه پیسې د ستنوشویو کډوالو او داخلي بیځایه شویو کسانو په ضروري اړتیاوو لګول کیږي.

دغه ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو لخوا تاسیس شوی دی.

د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږی دفتر ، اوچا، وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ ملیونه کسان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري.

اوچا زیاتوي ددغه شمیر خلکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.

طالبان: د دوی له قوانینو سره مخالفت د اسلامي شریعت مخالفت دی

د افغانستان عدلیه وزارت
د افغانستان عدلیه وزارت

د طالبانو عدلې وزارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټول تقنیني اسناد له شریعت سره سم تدوین شوي دي او له دې قوانینو سره مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

طالبانو روانه اونۍ یوی نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې افغان ټولنه پر ملایانو اشرافو، متوسطه او ټیټې کچې ویشل شوې او پکې ویل شوي دي چې د همدې طبقاتي سیستم له مخې به خلکو ته سزاوې ورکول کیږي.

پر دې قانون د بشري حقونو یوشمیر ډلو انتقادونه کړې دي او پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي ژیل برتراند ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون تصویب جدي اندیښنې پيدا کړې دي.

ایران ته د واشنګتن نوی تهدید

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ.

ډونالډ ټرمپ وویل، هیله ده چې ایران ژر تر ژره د خبرو میز ته حاضر شي او د اټومي وسلو په برخه کې یوې عادلانه معاملې ته غاړه کیږدي. ولسمشر ټرمپ په خواله رسنیو کې په یوه پیغام کې دا هم لیکلي دي چې یو لوی لښکر د ایران په لور روان دی. ټرمپ زیاته کړه چې ده مخکې هم غوښتل له ایران سره یوه معامله وکړي، خو هغوی چمتو نه شول چې له امله یې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشول، خو دا ځل به حمله، د ده په وینا تر مخکنۍ یوې ډیره سخته وي.

د امریکا د ولسمشر تر دې خبرداري مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې له واشنګتن سره د روغې جوړې خبرې ممکن نه دي او دیپلوماسي د پوځي ګواښ له لارې نه اغیزمنه ده او نه ګټه کوي.

په افغانستان کې راتلونکې اونۍ د پولیو نوی کمپاین پیلیږي

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پيل شي.

پولیو فري افغانستان موسسې نن خبر ورکړ چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوې وې او وړم کال مثبتې پېښې پنخه ویشتو ته رسیدلې وې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې لاهم پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د روسیې له ولسمشر سره ګوري

15-10-2024-ارشیف
15-10-2024-ارشیف

کرملین وایي، نن به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د غونډې پرمهال په سوریه کې د روسیي ځواکونو د حضور په اړه خبرې وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دا مشران به په مسکو کې نن د اقتصادي همکاریو او له لویه سره د منځني ختیځ د وضعیت په اړه وغږیږي.

د سوریې د مخکني ولسمشر بشار الاسد حکومت چې د دوه زره څلرویشتم کال په ډسمبر کې د احمد الشرع په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ونړاوه، د روسیې نژدې ملاتړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG