د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

خبرونه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او کوربه مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د نوي سر روزونکي له خوا ملي ټیم ته ټول ور بلل شوي لوبغاړي مالدیف کې دي او د لوبو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
تمه ده افغان ټیم له مالدیف وروسته د جون په څلورمه له بنګله دیش او د جون په اوومه له پاکستان سره لوبه وکړي.

طالبانو د غزني په اندړ کې له یوه ډله ځوانانو د تفریح او موسیقي وسایل ټول کړي

غزني ښار کې د طالبانو یو عسکر
غزني ښار کې د طالبانو یو عسکر

په غزني ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو د اندړو ولسوالۍ له پارکه د ځوانانو د تفریح او موسیقۍ وسایل او اسباب ټول کړي.

دې ادارې ویلي چې د لډو ۱۵ تختې، اته ټیپونه او ۱۴ دایرې یې راټولې کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ځوانانو د جامو او ویښتانو د سټایل څخه نیولې تر تفریح او ګڼو نورو برخو له محدودیتونو سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د تمباکو له زیانونو باید افغانان وساتل شي

د تمباکو د نه کارولو نړیواله ورځ
د تمباکو د نه کارولو نړیواله ورځ

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان دفتر د تمباکو د نه کارولو په نړیواله ورځ د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ساتنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیرا سلواډو، وویل چې د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ژغورل د ټولو یو ګډ مسوولیت دی.

دغه سازمان همداراز په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې د داسې کارځایونو په رامنځته کولو ټینګار کړی چې پکې عمدتاً د سګرټو لوګی منع وي.

هر کال، د می ۳۱مه د تمباکو د نه کارولو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې دمګړۍ څه باندې دوه میلیونه کسان سګریټ، چلم یا د تمباکو نور ډولونه څکوي.

په ناروې کې د طالبانو پر ضد د ځینو افغان فعالانو او ښځو اعتراض

ناروې کې د فعالانو اعتراض
ناروې کې د فعالانو اعتراض

لسګونو افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د ناروې پارلمان مخته د طالبانو د زوجینو د اصولنامې او د ښځو په وړاندې د هغوی د محدوونکو پالیسیو پر ضد اعتراض وکړ.

په دې اعتراضي غونډه کې ګډونوالو د طالبانو وروستۍ اصولنامه د کم عمره نجونو د ودونو اسانچارې او د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

فعالانو د ناروې له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره پریکنده اقدامات وکړي.

د شنبې په ورځ هم په برلین کې سلګونو افغان فعالانو او ښځو د طالبانو پر ضد لاریون وکړ او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یې د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه وغندل.

طالبانو له تېرو پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم بند کړی.
که څه هم طالبان ادعا لري چې د ښځو حقونه یې د شریعت له مخې تامین کړي خو افغان ښځې او نجونې په لویه کچه له کار او هر ډول ټولنیزو – سیاسي فعالیتونو محرومې دي.

قالیباف: تهران به هیڅ یوه هوکړه ونه مني چې د ایران حقونه پکې خوندي شوې نه وي

د ایران سترمرکچي او د دې هیواد د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف وایي، تهران به له متحدو ایالتونو سره هیڅ یوه هوکړه ونه مني که د ایران ټول حقونه پکې خوندي شوي نه وي. قالیباف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې واشنګټن د سختو شرایطو وړاندیز بیرته تهران ته استولی دی. نیویارک ټایمز اواکسیوس رسنیو د باخبره سرچینو له قوله د شنبې په ورځ د دې موضوع خبر ورکړ، خو داچې په دغه نوي وړاندیز کې څه سخت شرطونه وضع شوي، نورجزیات ندي په ډاګه شوي. ښاغلي قالیباف په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي ټلویزیون نن خپرې کړې وویل: "موږ به ترهغو هېڅ یوه هوکړه ونه مني تر څو پورې ډاډه شوي نه وي چې د ایران د ولس حقوق خوندي شوي دي."

ولسمشرټرمپ ویلي چې د ده په لومړیتوبونو کې د ایران له خوا اټومي وسلو ته د نه پراختیا ورکول او د کشتیو پرمخ د هرمز تنګي بیرته پرانیستل شامل دي.

د اسراییل پوځ وایي، د لبنان په جنوب کې یې ځمکني عملیات پراخ کړي دي

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې خپل ځمکني عملیات نورو سیمو ته هم پراخ کړي او ځواکونه یې له لیتاني سیند څخه اوښتي دي. پوځ په یوه بیان کې وویل: د دغه هېواد "د پام وړ شمېر" ځمکني ځواکونو د "مخکینۍ دفاعي کرښې" د پراخولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس ډېرو نورو سیمو ته غځېدلي دي.

دغه بیان دوه ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د اسرائیل ځواکونه د لیتاني سیند څخه چې د اسرائیل او لبنان د ګډې پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، تېر شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د لبنان په جنوب کې د شقیف په نوم څوکه چې د منځنۍ پېړۍ لرغونې ستراتیژیکه کلاده، نیولې او د هغې پر سر یې د اسرائیل بیرغ پورته کړی. هغه دغه سیمه "د الجلیل د ښارګوټو او د اسرائیلي ځواکونو د امنیت لپاره له مهمو ستراتیژیکو نقطو" څخه وبلله.

د اسرائیل او د ایران ملاتړې حزب ‌الله ترمنځ اوربند د اپرېل له ۱۷ په رسمي ډول نافذ شوی، خو په عمل کې نه دی مراعات شوی او دواړه لوري پر یو بل د سرغړونې تورونه لګوي.

د لبنان صدراعظم نواف سلام د شنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ چې د لبنان په جنوب کې د "سوځول شوې ځمکې سیاست" عملي کوي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې له ۳ زرو ۳۷۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ټرمپ: له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې

نړۍ ددې په تمه ده چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ به له ایران سره د اوسني اوربند د غځولو لپاره د وړاندیز شوې هوکړې په اړه څه غبرګون وښيي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا د هوايي بریدونو د بیا پیلولو ګواښونه دوام لري. د راپورونو له مخې، ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د وړاندیز شویو شرایطو په اړه یې د لا سختو بدلونونو غوښتنه کړې ده. سپینې ماڼۍ د شنبې د ورځې ترناوخته پورې هیڅ رسمي څرګندونې ندي کړي. یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ په ځانګړې خونه کې ټرمپ له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه له تهران سره د یوې احتمالي هوکړې په اړه وه چې هدف یې د ۶۰ نورو ورځو لپاره د نازک اوربندغځول، د هرمزتنګې بیرته پرانیستل او د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول وو.

د دغې هوکړې مخې، پرنورو سختو او پېچلو مسئلو، لکه د ایران د یورانیمو د غني کولو حق او د هغه ټولیز اټومي پروګرام او همدارنګه پر تهران د بندیزونو د نرمولو د احتمال په اړه به په همدې ۶۰ ورځو کې خبرې اترې کیږي.

څو امریکایي رسنیو د شنبې په ورځ راپورورکړچې ولسمشرټرمپ د هوکړې په شرایطو کې د څو بدلونونه غوښته کړې چې ښې کار لاپاتې دی.

نیویارک ټایمز او اکسیسوس د هغو چارواکو په حواله چې له دغو خبرو اترو خبر دي، جلا جلا راپور ورکړی چې د ټرمپ غوښتنې د هوکړې د شرایطو لا سختولو اړوندې دي او دغه نوي جزئیات بېرته تهران ته د غور لپاره استول شوي دي.

له ایراني اړخه د دې هیواد د مذهبي مشر مجتبي خامنه یي یوه سلاکارمحسن رضایي پرولسمشرټرمپ تور پورې کړی چې هغه "د درېیم ځل لپاره له ډیپلوماسۍ سره خیانت کوي"؛ ځکه چې د ایران پر بندرونو لګېدلی سمندري بندیز یې لا هم نه دی ختم کړی او د خبرو اترو پر مهال یې هغه څه مطرح کړي چې نوموړي یې "له حده زیاتې غوښتنې" بللې دي.

پاریس سنت جرمان د اروپایي کلبونو د فوټبال اتل شو

 پاریس سنت جرمان  د اروپایي کلبونو اتلولي خپله کړه- د مې ۳۰ مه-۲۰۲۶
پاریس سنت جرمان د اروپایي کلبونو اتلولي خپله کړه- د مې ۳۰ مه-۲۰۲۶

د اروپایي کلبونو د اتلولۍ په پایلوبه کې د فرانسې پاریس سنت جرمان لوبډلې د انګلستان ارسنل لوبډلې ته ماته ورکړه.

دا مسابقه شنبه ( د جون ۳۰ مه) په بوداپست کې ترسره شوه . په ټاکلي وخت کې لوبه یو د یو په وړاندې مساوي شوه. بیا په اضافي دیرش دقیقو کې هم لوبه مساوي شوه او خبره پنلټي ته ورسیده. په پنلټي کې پاریس سنټ جرمنان څلور د درې په وړاندې ارسنل ته شکست ورکړ.

د اروپایي کلبونو ترمنځ اتلولي له نولس سوه پنځه پنځوسم کال راهیسې پيل شوې چې په پيل کې د اروپا کلب په نوم پیژندل کیده او اوس یې نوم ( یو اي فا چمپینز لیګ) دی.

پروسږکال هم پاریس سنت جرمنان لوبډلې دا اتلولي خپله کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر: له ایران سره جګړې ته چمتو یو

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر( جګړې وزیر) وایي، که له ایران سره د روغې جوړې موافقه ونه شي، امریکا د جګړې بیا پیلیدو ته چمتو ده.

پیټ هګسټ د شنبې په ورځ( د مې ۳۰) په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته د خبر پر مهال دا هم وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښې موافقې پسې ګرځي داسې موافقه چې ایران کله هم د اټومي وسلو څښتن نه شي.

د هګسټ تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په تروت سوشل کې د ایران د غني شویو یورانیمو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې هرمز تنګي باید ژر تر ژره پرانیستل شي او ایران هلته ایښي مایونونه لرې کړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، د ایران جګړې په دغه هیواد کې یو شمیر افغان کډوال بیکوره کړي

یان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا مشر
یان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا مشر

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي چې په ایران کې وروستۍ جګړې د افغان کډوالو په ګډون د ملیونونو خلکو ژوند سخت اغیزمن کړی دی.

یان ایګلند، چې په دې وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی، د شنبې په ورځ، د جون په ۲۹مه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په ایران کې د وروستۍ جګړې په ترڅ کې، د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون درې میلیونه او دوه لکه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړه چې د دې خلکو اکثرو خپلې سپمولې پیسې او کورونه له لاسه ورکړي او ځینو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل چې د دوی شورا له جګړې ځپلو افغان کډوالو او ایرانیانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.

د ناروې د کډوالو شورا د احصایو له مخې، په ایران کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG