خبرونه
له اوربند وروسته ایران ۵ ځلې له امریکا سره هوکړې ته نژدې شوی و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته د ایران حکومت «پنځه ځله» له امریکا سره د بشپړې هوکړې تر پولو رسېدلی، خو په وروستیو شېبو کې یې شاتګ کړی دی.
هغه په دې مرکه کې ویلي: «هر ځل چې موافقې ته رسېږي، بله ورځ داسې چلند کوي لکه هیڅ خبرې چې نه وي شوي. دا کار پنځه ځله تکرار شوی. یو ځای کې ستونزه شته. رښتیا خبره دا ده چې (ایراني) لیوني دي.»
ټرمپ زیاته کړه: «او ځکه چې لیوني دي، باید اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.»
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې ایران په وروستیو مذاکراتو کې حتی دا هم منلې وه چې خپل ټول غني شوې یورانیم امریکا ته وسپاري.
هغه وویل: «اتومي موضوع ختمه وه. ټاکل شوې وه چې دوی خپل اتومي مواد موږ ته راکړي. هر څه چې موږ غوښتي وو.»
ټرمپ ویلي چې دا خبرې یې چین ته تر سفر مخکې هم له خبریالانو سره شریکې کړې وې.
بل لور ته، د عباس عراقچي په ګډون د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو، دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د امریکا شرطونه یې نه دي منلي.
له ایرانه د ورځې ۶ میلیون لیټره تېل پاکستان ته قاچاق کېږي
په پاکستان کې سوداګرو او د ترانسپورت په کار کې بوختو کسانو د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو ته ویلي چې ایران هره ورځ لږ تر لږه «شپږ میلیون لیټره» تېل په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدوي، هغه اقدام چې د ایران پر ضد د امریکا بندیزونو سرغړونه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، د سون توکو قاچاق د ایران لپاره چې له مالي ستونزو سره مخامخ دی، د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. د ایران، چې په خلیج کې د امریکا تر فشار لاندې دی، د تېلو ګټور صادرات زیانمن شوي او د امریکا او اسرائیل څو اوونیزو بمباریو د دغه هېواد زیربناوو او مهمو صنعتونو ته هم سخت زیان رسولی دی.
راپور وایي، ایران له شاوخوا ۲۰۱۳ کال راهیسې، هغه وخت چې امریکا پر تهران اقتصادي بندیزونه سخت کړل، پاکستان ته د پټرولو او ډیزلو قاچاق پیل کړی و. خو اوس داسې نښې لیدل کېږي چې د ۱۴۰۴ کال د کب له نهمې وروسته، د جګړې له پیل سره د قاچاق کچه نوره هم لوړه شوې ده.
د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې، ایران هرمز تنګی وتاړه، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لاره ګڼل کېږي. دې اقدام د سون توکو نړیوال نرخونه لوړ کړل او نړیوال اقتصاد یې له بېثباتۍ سره مخامخ کړ.
امریکا په افغانستان کې د خپل یوه بې درکه شوي تبعه د موندلو لپاره ۶ میلیون ډالره جایزه اعلان کړه
د امریکا متحدوایالتونو د جمعې په ورځ یو ځل بیا د پاول اووربي، په نوم د امریکايي لیکوال په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه چې تر دوولسو کلونو ډېر وخت کېږي په افغانستان کې ورک شوی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې د هغه د موندلو او بېرته راوستلو هڅې لا هم روانې دي.
د امریکا د ولسمشر د یرغمل د چارو د ځانګړي استازي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د اووربي کورنۍ له ۲۰۱۴ کال راهیسې، کله چې هغه په خوست ولایت کې ورک شو، له «بېځوابه پوښتنو» سره ژوند کوي.
په بیان کې راغلي: «موږ لا هم په بهر کې د امریکایانو د بېرته راوستلو د هڅو ملاتړ کوو او ډاډ ترلاسه کوو چې هیڅ امریکايي هېر نه شي.»
د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د خبرتیا له مخې، اووربي وروستی ځل د ۲۰۱۴ کال د مې میاشتې په منځویو کې په خوست ښار کې لیدل شوی و، هغه مهال چې د یوه کتاب لپاره یې څېړنې کولې. نوموړی د ورکېدو پر وخت ۷۱ کلن و.
د فدرالي پلټنو اداره وایي چې اووربي یو خپلواک لیکوال و، اصلاً د ایلینوی ایالت اوسېدونکی و او په انګلیسي، پښتو او جرمني ژبو یې خبرې کولې.
دې ادارې همداراز ویلي چې اووربي د غوږ د داخلي کانال له ناروغۍ کړېده او درملنې او دوا ته اړتیا لري.
د امریکا دوو وزارتونو د اوربي د موندلو او بېرته ستنولو لپاره ۶ ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده.
افغان فوټبال لوبډلې په کافا سیالیو کې له تاجکستان څخه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د تاجکستان له سیالې لوبډلې څخه دوه د صفر په وړاندې ماته وخوړه.
دا لوبه د جمعې په ورځ ( د مې ۱۵ مه)د منځنۍ اسیا د «کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې تر سره شوه.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په دې سیالیو کې خپلې دوې لوبې پر ازبکستان او ترکمنستان بایللې دي.
د افغانستان وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ (د ثور میاشتې په ۲۷مه) د قرغیزستان پر وړاندې وي.
په دغو سیالیو کې چې په تاجکستان کې روانې دي د کوربه هیواد ترڅنګ د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغیزستان له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلو برخه اخیستې ده چې پایلوبه به یې د مې په اوولسمه وي.
عراقچي: واشنګتن د روغې جوړې خبرو ته چمتو شوی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې تهران د امریکا له متحده ایالاتو څخه پیغامونه ترلاسه کړي چې ښیې د ډونالډ ټرمپ اداره په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرو اترو ته چمتو ده.
عباس عراقچي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل، دا خبره چې امریکا د ایران د روغې جوړې وړاندیز رد کړ دی څو ورځې مخکنۍ خبره ده. د هغه وخت ده چې ښاغلي ټرمپ په خواله رسنیو کې ولیکل چې دا وړاندیز د منلو نه دی.
عراقچي زیاته کړه چې تر دې وروسته بیا ایران د امریکایانو داسې پيغامونه ترلاسه کړل چې دوی خبرو اترو ته لیواله دي.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره د جګړې ادامه ګټه نه کوي او د هرمز تنګی باید ژر تر ژره پرانیستل شي. چین دواړه لوري خبرو اترو ته وهڅول او په منځني ختیځ کې یې د یوه تلپاتې اوربند غوښتنه وکړه.
د بریتانیا شهزاده د افغانستان د جګړې فلم جوړوي
د بریتانیا شهزاده هري او د هغه میرمن میګان د افغانستان د جګړې په اړه له نیټ فلیکس سره یو فلم ډکوي.
د دې فلم نوم دی، د تېښتې لاره نه شته او خلک محاصره دي. دا فلم د ادم جاوټ په نوم د یوه کس د رښتوني خاطرو پر بنسټ جوړیږي.
په دې فلم کې د بریتانیا د یوه پوځي واحد کیسه رااخیستل شوې ده چې په ۲۰۰۶ کال کې په هلمند کې دیره و او طالبانو سخت بریدونه پرې کول.
د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د فلم له دې موضوع سره شهزاده هري اشنا دی، ځکه چې هغه له بریتانوي پوځیانو سره یوه موده په هلمند کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې تیره کړې ده. دی په دوه زره اووم کال کې هلمند ته واستول شو او بیا وروسته د اپاچي هیلکوپتر د پيلوټ په توګه افغانستان ته ولاړ. شهزاده هري د بریتانیا په پوځ کې له لس کلن خدمت وروسته په دوه زره پنځلسم کال کې له اردو بیل شو.
ولسمشر ټرمپ چین ته خپل سفر پای ته ورساوه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیکنګ ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.
تمه کېده چې ټرمپ او شې پر سوداګریزو شخړو، تعرفو او ټیکنالوژۍ تمرکز ولري خو په بحثونو کې تر ډېره د ایران جګړه او له امله یې په نړۍ کې د انرژۍ د بهیر پروړاندې خنډونو باندې خبرې شوي.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې نه غواړي ایران اټومي وسلې ولري او باید د هرمز تنګی هم پرانیستی وي.
هغه د پنجشنبې په ورځ وویل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ وړاندیز وکړ چې ایران سره د هوکړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ د تضمین لپاره مرسته وکړي او ژمنه یې وکړه چې ایران ته پوځي تجهیزات نه لیږي.
پیکنګ کې د امریکا او چین د ولسمشرانو خبرو سره همهاله، ګڼ شمیر هیوادونو یو ځل بیا د فارس خلیج هرمز تنګي کې دبیړیو دتګ راتګ د بیرته عادي کیدو غوښتنه وکړه.
د بریتانیا، فرانسې، بحرین، کاناډا، جرمني، جاپان، قطر ، او جنوبي کوریا په شمول ۲۶ هیوادونو دا غوښتنه کړې.
د دغو هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې « هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د آزادۍ د ملاتړ لپاره د خپلو ګډو ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي ظرفیتونو د کارولو پر ژمنتیا» ټینګار کړی دی.
باجوړ کې دولتي ځواکونو باندې برید کې لږترلږه نهه کسه دولتي ملیشې او لس تنه بریدګر وژل شوي
پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې باجوړ کې دولتي ځواکونو باندې د وسله والو مخالفینو د پنجشنبې برید کې لږترلږه نهه کسه دولتي ملیشې او لس تنه بریدګر وژل شوي دي.
چارواکي وايي د برید پیل کې له موټربم کار اخیستل شوی او وروسته نښته شوې ده.
پېښور کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي له اوږدې نښتې وروسته بریدګر وتښتېدل، خو لږ تر لږه ۳۵ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
په باجوړ کې یوه بل لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د مرګ ژوبلې شمېر تایید کړ.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې، چې په دې سیمه کې ډېره فعاله ده، د برید مسؤلیت منلی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دافغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره ولیدل
د قطر دبهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفی د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائویونگ، سره په دوحه کې لیدلي او په افغانستان کې یې د امنیت او ثبات د ټینګښت په لارو چارو خبرې وکړې.
دقطري رسنیو د رپوټ په اساس ، ددغو خبرو په ترځ کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې افغانستان کې وروستي تحولات وڅيړل شول او په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په لارو چارو خبرې وشوې.
خبر زیاتوي چې قطري چارواکي ټینګار کړی چې دوحه له سوله ایزو لارو دلانجو دحل او سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تقویت لپاره د هلوځلو بشپړ ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې دنورو هیوادونو ترڅنګ قطر او چین هم د افغانستان او پاکستان ترمینځ دروان کړکیچ د حل لپاره هلې ځلې کړي چې په وروستیو دا ډول هلوځلو کې د چین ارومچي ښار د پاکستان او طالبانو دخبرو کوربه وو.
د چین ځانګړي استازي قطر ته له سفر دوه ورځې مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ.
لسګونه هیوادونه هرمز تنګي کې د وضعیت د عادي کیدو غوښتنه کوي
د ۲۶ هیوادونو مشرانو ،پیکنګ کې د امریکا او چین د ولسمشرانو خبرو سره همهاله، د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د فارس خلیج هرمز تنګي کې دبیړیو دتګ تګ د بیرته عادي کیدو غوښتنه وکړه .
اعلامیه د بریتانیا، فرانسې، بحرین، کاناډا، جرمني، جاپان، قطر ، جنوبي کوریا او نورو هېوادونو له خوا خپره شوې ده.
د دغو هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې « هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د آزادۍ د ملاتړ لپاره د خپلو ګډو ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي ظرفیتونو د کارولو پر ژمنتیا» ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «سمندري تګ راتګ باید د ملګرو ملتونو د سمندري حقونو کنوانسیون (UNCLOS) او نړیوالو قوانینو له مخې آزاد وي.»
دغو هېوادونو د دې هدف د پوره کولو لپاره د «یو خپلواک او بشپړ دفاعي څو ملیتي پوځي ماموریت» د جوړېدو ملاتړ هم اعلان کړی، چې پکې د «ماین پاکولو عملیات» هم شامل دي.
هرمز تنګی د پنجشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ او شي جینپینګ ترمنځ د خبرو یوه مهمه موضوع وه. د امریکا ولسمشر ویلي، د چین ولسمشر «غواړي چې هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي» او له ایران سره دهوکړې لپاره چې دغه تنګی یې ترکنټرول لاندې دی، د مرستې وړاندیز هم کړی دی.