خبرونه
هلو ټرسټ: افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو عملیات ګواښ سره مخ دي
د ماین پاکۍ «هېلو ټرسټ» مؤسسه وايي، د نړیوالو بودجو کمښت په افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو مهم عملیات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د «۲۰۲۶ کال د خوشهیي مهماتو د څارنې» د راپور له مخې چې دغې مؤسسې د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۱۷مه» خپور کړی، دغو مهماتو افغانستان او څو نور هېوادونه لکه اوکراین، سوریه او میانمار کې په ۲۰۲۵ کال کې نوي قربانیان رامنځته کړي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو بودجو کمېدو او بندېدو له دغو مهماتو څخه د ځمکو د پاکولو پروګرامونه نهیوازې په افغانستان، بلکې په موریتانیا او سومالیا کې هم د درېدلو تر کچې رسولي دي.
د خوشهیي مهماتو کارول د ۲۰۰۸ کال د نړیوالو تړونونو له مخې په رسمي ډول منع شوي، خو د دغو وسلو پاته شونو یوازې تېر کال په ټوله نړۍ کې له زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د «هېلو ټرسټ» په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ثبت شویو ټولو قربانیانو ۸۷ سلنه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان و، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر یې تر دې هم ډېر وي.
خوشهیي مهمات چې له ځمکې یا هوا څخه توغول کېږي، په پراخه سیمه کې د ګڼ شمېر کوچنیو بمونو په خپرولو سره، ډېر خطرناک پاتې شوني پر ځای پرېږدي.
د دغو کوچنیو مهماتو له ۱۰ تر ۴۰ سلنې پورې په لومړي ځل نهچاودېږي، بلکې په کروندو، ځنګلونو، سړکونو او ښوونځیو کې خپرېږي او حتی لسیزې وروسته، کله چې پرې فشار راشي، چاودنه کوي.
د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری؛ افغان نجونې او ښځې لاهم له حقوقو محرومې دي
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۵ کلونو کې نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقوقو محرومې شوي او خبریالان او فعالان هم له ځورونې او فشار سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان چارواکې فرشته عباسي په خپل وېډیو پیغام کې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) یې په اکس شبکه کې خپور کړی وايي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو مأموریت باید تمدید شي، د محاسبې نوی مېکانیزم باید تمویل او افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول باید ودرول شي.
مېرمن عباسي زیاتوي چې موده کېږي چې د زورزیاتي قربانیان او خپلوانیې د حقیقت د روښانېدو، عدالت او د زیانونو د جبران په تمه دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زدهکړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.
دغهراز په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیر دولتي مؤسسو کې د دوی کار منع شوی دی.
د اوبو روان کړکېچ؛ ښايي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل د څښاک اوبه وچې شي
بریتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي یو کې) وايي امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل لومړنی عصري ښار شي چې د څښاک اوبه بهیې وچې شي.
د دغې کمېټې مشره فلورا الکسندر چې کابل ته له یوه اوونۍ سفر وروسته بېرته لندن ته ستنه شوې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د هېواد د روغتیايي خدماتو سیستم د نړېدو په درشل کې دی.
د نړیوال سره صلیب کمېټې هم د ۲۰۲۵ کال په راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پاکو اوبو له ناورین سره مخ دی او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې ۳۳ ملیونه خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی نهلري.
بریتانیا لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو پر وارداتو بندیز اعلان کړ
د بریتانیا حکومت لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتو ښارګوټو څخه پر وارداتو بندیز اعلان کړ.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د بریتانیا صدراعظم، اندي برنهام د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) پارلمان ته خپله وینا کې د حکومت له دغې پرېکړې دفاع وکړه.
پر وارداتو د بندیز تر څنګ په دغو ښارګوټو کې ځینو کمپنیو او افرادو باندې هم بندیز لګول شوی دی.
بریتانیا، کاناډا او فرانسه غواړي د دغو ښارګوټو د پراختیا د مخنیوي لپاره په اسرائیلو فشار وارد کړي.
اسرائیلو په غبرګون کې په بیتالمقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی او ۱۲ کسه بریتانویانیې اسرائیلو ته ممنوعالدخول اعلان کړي دي.
د سوریې د وسلو په یوه مرکز کې چاودنه؛ ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
د سوریې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (وږې ۱۸مه) وویل په ادلب ولایت کې د جګړو څخه د پاتې وسلو او مهماتو د راټولولو په یو مؤقت مرکز کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.
د سوریې دولتي خبري اژانس "سانا" د دفاع وزارت چارواکو له قوله وویل چې چاودنه سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د ۱۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
سرمدا د ادلب ولایت شمال کې ګڼ مېشتی ښار او د سیمې د سوداګرۍ اصلي مرکز دی.
ذبیح الله مجاهد: د پاکستان له طبي موسسو او له دې هیواده د افغان محصلینو د ایستلو پریکړه "غیربشري" ده
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان له لوري له طبي زده کړو د افغان محصلینو د منع کیدو او له هیواده د هغوی د ایستلو پرېکړه "غیربشري" او "د خواشینۍ وړ" بللې ده.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۸مه، د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" پروګرام په اتمه خبري ناسته کې پر دې موضوع خبرې وکړې او له اسلام اباد څخه یې وغوښتل چې په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلین چې له پاکستانه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.
د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۶مه، په خپاره کړي مکتوب کې امرکړی چې ټول افغان محصلین دې د دغه هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي بنسټونو کې له زده کړو څخه منع شي.
دې شورا همداراز ویلي چې د نوي تحصیلي کال لپاره دې د افغان محصلینو نوم لیکنه لغوه شي او د طب په برخو کې د برحاله افغان محصلینو د ایستلو بهیر دې په درېیو ورځو کې بشپړ شي.
د پاکستان دغه اقدام به شاوخوا ۸۰۰ هغه افغان محصلین اغېزمن کړي چې په دغه هېواد کې د طب په برخو کې زده کړې کوي.
د ناروې د کډوالو شورا ریس: د ناتو غړیو هیوادونو د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې هیرې کړې دي
د ناروې د کډوالو شورا ریس وایي، پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هرځل چې افغانستان ته تللی، لیدلي یې دي چې په دې هیواد کې بشري وضعیت له پخوا لا خراب شوی دی. یان ایګلنډ نن چهارشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پنځم ځل لپاره بیا افغانستان ته تللی اولیدلي یې دي چې د خلکو د ژوند او اساسي حقونو وضعیت پرله پسې د خرابیدو په حال کې دی. د نوموړي په خبره که څه هم اوس په یوه امن افغانستان کې په آزاده توګه تګ راتګ ممکن دی خو بشري مرستې ورځ تربلې کمیږي او د اړتیاوو زیاتوالي ته په پام د مرستو بودجه کمه شوې ده.
یان ایګلنډ یوځل بیا د ناتو پرغړیو هیوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، کله چې دوی له افغانستانه وتل، ژمنه یې کړې وه چې د افغانستان خلک به هیرنکړي خو اوس موږ وینو چې دوی په حقیقت کې خپلې ژمنې هیرې کړې او د دې هیواد خلک یې بیخي له پامه غورځولې دي.
په نړۍ کې د تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته لوړه شوه
په منځني ختیځ کې د شخړو او د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو له زیاتیدو سره په نړیوالو بازارونو کې د اومه تیلو د یوه بیرل بیه نژدې سل ډالرو ته رسیدلې ده.
په اسیايي بازارونو کې د برېنټ تېلو د یوه بیرل بیه ۹۹ ډالره او ۶۳ سېنټو او د امریکا د وېسټ ټېکزاس د انټرمیډیټ تېلو د یوه بیرل بیه هم نږدې ۹۵ ډالرو ته رسیدلې. دا په نږدې دوو میاشتو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.
د یمن د کورنۍ جګړې پراخوالی او د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه په نړۍ کې د تیلو د بیو د پام وړزیاتوالي مهم لاملونه بلل کیږي.
امریکا او ایران پر یوبل بریدونه بیا زیات کړي دي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام نن چهارشنبې اعلان وکړچې د ایران پنځه تیل وړونکې بیړۍ یې د عمان په خلیج کې ویجاړې کړې دي.
سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پربیړیو دغه بریدونه وروسته له هغې وشول چې سپاه پاسداران ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بریدونو کې د امریکا د سمندري ځواک دوه بیړۍ په نښه کړې وې خو ورته زیان ندی رسیدلی. د خبرپاڼې له مخې امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزن ۱» او «ریسکو» نومي ټانکرونه او د ایران د خارک ټاپو ته نږدې «دریا» ټانکرونه ویجاړ کړي دي.
د سینټکام په وینا د تیلو دغه ټانکرونه د ایران د تېلو د یوې څو میلیارد ډالري شبکې برخه وو چې ادعا کېږي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او په سیمه کې یې د هغوی د متحدینو لپاره مالي سرچینې برابرولې. ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده.
د اردن چارواکو په وینا، ایران تېره شپه د دې هیواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغولي وو چې د هوايي مدافعې سیسټمونو یې ۱۸ توغندي شنډ کړل، خو دوه نور پرهغو سیمو ولګیدل چې څوک پکې نه اوسي. په دغه بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو او په اتو نورو تیل وړونکو بیړیو یې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي. خو دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
خوست کې د ۱۲ خبریالانو پر نیول کېدو د افغانستان د خبریالانو مرکز اعتراض
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري د ۱۲ خبریالانو لنډمهاله نیول او د هغوی د کمرو ضبطول غندلي دي.
دغه مرکز د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۱۷مه» په یوه اعلامیه کې د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریالان د سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې، د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال، د محتسبانو له لوري درول شوي، ورسره سپکاوی شوی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته انتقال شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې خبریالان څو ساعته وروسته خوشې شوي، خو د انځورونو اخیستلو وسایلیې بېرته نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د کاري وسایلو د ژر تر ژره بېرته ورسپارلو او له هغوی سره د سپکاوي چلند د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د خوست د والي دفتر د خبریالانو نیول رد کړي، خو منلې یې ده چې هغو خبریالانو ته چې د نندارتون خبري پوښښیې کاوه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ملاتړې ادارې له لوري سپارښتنه شوې وه چې د ژوندیو موجوداتو عکسونه وانهخلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې دغه اقدام د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د ممنوعیت په چوکاټ کې شوی چې د ۱۴۰۳ کال له زمري میاشتې راهیسې عملي شوی او تر اوسه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ ولایتونو کې عملي کېږي.