د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

خبرونه

ټرمپ: هرمز تنګي کې د " دازادۍ د پروژې" عملیات وځڼډول شول

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي هرمز تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د " دازادۍ د پروژې" ترعنوان لاندې عملیات وروسته له هغې “د لنډ وخت لپاره وځنډول شول”، چې په وینا یې “ ایراني استازو سره د بشپړ او وروستي تړون په لور ستر پرمختګ” وشو.

ډونالډ ټرمپ د مې په ۶مه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې وویل چې دا پرېکړه د پاکستان په غوښتنه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، شوې ده.

امریکا دا پروژه د دې لپاره پیل کړې وه چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ چې دایران لخوا درول شوی وو بېرته عادي کړي.

د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.

ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.

د ټرمپ لخوا اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي کمپاین، چې “ایپیک فیوري” (Epic Fury) نومېږي، پای ته رسېدلی دی.

د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې

لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف
لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .

د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.

د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.

دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.

متحده عربي امارات وایي، ایران یو ځل بیا د دوی پر خاوره ډزې کړي

 متحده عربي امارات تهران تورنوي چې د دوی د تیلو پر یوه مرکز  یې برید کړی. د مې ۵ مه-۲۰۲۶
متحده عربي امارات تهران تورنوي چې د دوی د تیلو پر یوه مرکز یې برید کړی. د مې ۵ مه-۲۰۲۶

متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی.

د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي.

په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی.

د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې د ډرون الوتکو د برید له امله تر اورلګیدو وروسته د درې کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شول، چې دا حملې په نړیواله کچه وغندل شوې او ایران بیا وروسته وویل چې دوی دا بریدونه نه دي کړي.

د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي

د ازبکستان پلازمېنه- تاشکند
د ازبکستان پلازمېنه- تاشکند

ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.

د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.

د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.

د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي

هرات. ارشیف- 06.08.2022
هرات. ارشیف- 06.08.2022

په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.

دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.

د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.

روسیي ځواکونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل

زپروژیا د روسیې له برید وروسته- د مې ۵ مه-۲۰۲۶
زپروژیا د روسیې له برید وروسته- د مې ۵ مه-۲۰۲۶

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.

رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.

دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته مخکې تر دې وشول چې د اوکراین له لورې اعلان شوی اوربند پيلیږي.

کییف د سې شنبې د شپې له دولس بجو وروسته د اوربند د پیلیدو وړاندیز کړی دی. تر دې مخکې مسکو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د مې په اتمه او نهمه، یعني د جمعې او شنبې په ورځو به اوربند وي. دا هغه ورځې دي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا جشن لمانځل کیږي او پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي.

په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

بدخشان- ارشیف
بدخشان- ارشیف

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.

د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

 روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی

روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.

د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".

روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.

بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".

د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".

هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".

زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.

د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".

دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.

دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.

د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو

شیخ محمد ادریس، تصویر هغه ته له منسوبې فیسبوک پاڼې اخیستل شوی
شیخ محمد ادریس، تصویر هغه ته له منسوبې فیسبوک پاڼې اخیستل شوی

ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.

پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.

وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.

شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.

تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.

اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.

تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG