د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۳

خبرونه

ترکمنستان د ټاپي نل‌لیکې له لارې افغانستان ته د ګازو لېږد پیلوي

ارشیف، د ټاپي نل‌لیکه
ارشیف، د ټاپي نل‌لیکه

د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت «ترکمن‌ګاز» مشر مقصد بابایف ویلي چې هېواد یې پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې د ټاپي نل‌لیکې له لارې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي.

د ترکمنستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سرحداباد او هرات ترمنځ د نل‌لیکې د جوړولو چارې روانې دي او د دې نل‌لیکې د لېږد کلنۍ وړتیا ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ده.

بابایف ویلي، د ټاپي پروژه به د انرژۍ د لېږد ترڅنګ د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.

د ترکمنستان او افغانستان د ګازو دولتي شرکتونو هم هرات ته د ګازو د لېږد په برخه کې د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړی دی.

بابایف همداراز ویلي، ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د پراخولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د میتان ګازو د خپرېدو د کمولو هڅې هم کوي.

د انرژۍ نړیواله اداره: د تېلو بازار ښايي ۲۰۲۷ کال کې هم عادي حالت ته رانه‌شي

ارشیف
ارشیف

د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر فاتح بیرول خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ د کړکېچ او د هرمز تنګي د بیا تړل کېدو د احتمال له امله، د تېلو او انرژۍ نړیوال بازار ښايي په ۲۰۲۷ کال کې هم عادي حالت ته راونه‌ګرځي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د سې‌شنبې په ورځ د برنټ تېلو بیه په هر بېرل کې نږدې ۱۱۲ ډالرو ته ورسېده.

د روېټرز د راپور له مخې، دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه بیه وه.

د ورځې په پای کې د برنټ تېلو بیه ۱۰۸.۷۹ ډالرو او د امریکا د لوېدیځ ټکزاس د تېلو بیه ۱۰۱.۷۹ ډالرو ته راکمه شوه.

بیرول په لندن کې د تېلو د صنعت یوې غونډې ته وویل، د دې لپاره هېڅ باوري نښه نه‌ویني چې په ۲۰۲۷ کال کې به د انرژۍ بازار عادي حالت ته راوګرځي.

هغه خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي یو ځل تړل شوی او بیا هم تړل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د څو کړکېچونو یوځای کېدل د انرژۍ پر بازار جدي اغېزې لرلی شي.

د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې د تېلو د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د ایران چارواکي ټینګار کوي چې له واشنګټن سره هوکړه د تهران د شرطونو په پوره کېدو پورې تړلې ده.

د کښتیو د تګ راتګ د څار شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ د تېلو صادرات د اکټوبر تر ۱۸مې په پای ته رسېدونکې اوونۍ کې هره ورځ له ۲۴ میلیونو بېرلو واوښتل، خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد لا هم تر هغه وخت ټیټ دی چې جګړه نه‌وه پیل شوې او هره ورځ شاوخوا ۱۴ میلیون بېرلو ته رسېږي چې د پخوانۍ کچې ۸۲ سلنه جوړوي.

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د «بدر تفاهم‌لیک» په نوم د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دې تړون هدف د پوځي تولیداتو، دفاعي وړتیاوو، تخنیکي روزنې، څېړنې او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو پراخول او د څلورو هېوادونو د دفاعي صنعتونو ترمنځ همغږي پیاوړې کول دي.

د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر هلوک ګورګون ویلي، دغه تړون به د ګډو تولیدي پروژو او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د ستراتېژیکو همکاریو بنسټ برابر کړي.

د افغانستان کرکټ بریالۍ ورځ؛ ملي ټیم او تر ۱۹ کلونو کشر ټیم بنګله‌دېش مات کړ

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته‌یې لار وموندله.

بنګله‌دېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپ‌اچوونکی و.

رحمت شاه د ۶۷، حشمت‌الله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.

افغانستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، د اکټوبر په ۲۳مه به د دغو سیالیو په پایلوبه کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې، خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و، بنګالي لوبغاړو په پیل کې ډېر ښه بېټنګ وکړ او تر ډېرو برلاسي ښکارېدل، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګله‌دېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه.

په افغانستان کې د پولیو ۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا د ګوزڼ د شپږو نویو پیښو خبر ورکوي.

د دې سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه‌ ییز دفتر پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې دغه نوې پیښې روانه اونۍ رپوټ شوي چې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دي.

له دغو نویو پیښو سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر ۴۲ ته ورسید.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په ټوله کې سږ ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه د پولیو ۴۸ پیښې ثبت شوي چې ۴۲ په افغانستان او ۶ پاکستان کې دي.

په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۵۲ موارد ثبت شوي وو چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ پاکستان کې و.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطحه هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې تراوسه له مینځه نه دی وړل شوی.

پولیو یا ګوزڼ ځانګړې درملنه نلري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي

د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.

د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.

خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله ‌والو ډلو د فعالیتونو او د نشه ‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډیر ژرپای ته ورسیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه به " ډېر ژر" پای ته ورسېږي او یوازې "وروستۍ پرېکړه" پاتې ده.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې "څنګه بریا ترلاسه کړو، له ښې لارې او که له هغې لارې چې ښایي ښه نه وي."

هغه دغه راز وویل چې ایران په نړۍ کې "د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی" دی او له همدې امله یې د ایران پر خاوره له برید کولو پرته بله چاره نه درلوده.

د امریکا ولسمشر په تېره یوه میاشت کې څو ځله ویلي چې له ایران سره جګړه به په یوه نه یوه بڼه "ډېر ژر" پای ته ورسېږي.

کریملین: پوتین به نن له ویټکاف سره وګوري

د کریملین یو سلاکاریوري اوشاکوف وایي چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین به نن چهارشنبې له غرمې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړی استازي سټیف ویټکاف سره وګوري.

نوموړی د چهارشنبې په سهار د روسیې سنټ پیټرزبورګ ښار ته رسېدلی، څو د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

دا سفر وروسته له هغه کېږي چې ویټکاف د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ویټکاف به د اوکراین له لوري وړاندیزونه له روسي چارواکو سره شریک کړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر به هم په مجازي ډول د ویټکاف او پوتین په خبرو ګډون وکړي.

سعودي عربستان: پنځه بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې چې پردې هیواد د بریدونو لپاره کارول شوې وې.

د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې دغه الوتکې د سعودي عربستان په ختیځه سیمه او مدینه منوره کې شنډې شوې دي. نوموړي نه دي ویلي چې دا الوتکې چا توغولې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید هم شامل دی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

حوثیانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې پر مکې مکرمې او مدینې منورې به بریدونه نه کوي.

تهران: ترهغو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي له واشنګټن سره به خبرې ونکړو

د ایران د پارلمان ریس وایي، ترڅو چې د تهران غوښتنې نه وي منل شوي، له واشنګټن سره به خبرې ونکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد باقر قالیباف په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیزعاصم منیرسره په کتنه کې ویلي چې امریکا باید د هرمزتنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران اوه شرطونه پوره کړي که نه د تهران باورنشي ترلاسه کولای.

د ایران په غوښتنو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.

د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د سې شنبې په ورځ په تهران کې له عاصم منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان په منځګړیتوب د جون په میاشت کې یوه لنډمهاله هوکړه هم شوې وه خو څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې بیا پیل شوې. دا د جون له میاشتې راهیسې ایران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پنځم سفردی چې ترسره کوي یې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG