خبرونه
پاکستان او د طالبانو حکومت موافقه کړې چې په خپلو کې تعامل او خبرې اترې پراخې کړي

پاکستان او د طالبانو حکومتونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي او د دواړو ملتونو د ګډې ګټې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې «په کابل کې مې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل. موږ له افغانستان سره د دوامداره تعامل او د متقابلو ګټورو اړیکو ژمنه بیا تائید کړه.»
هغه زیاته کړه: "دواړو لوریو موافقه وکړه چې د جګپوړو چارواکو ترمنځ تعامل او خبرې اترې پراخې کړي، ترڅو دوهاړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې شي.»
د پاکستان ځانګړي استازي، صادق خان، تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه کابل ته سفر کړی و. هماغه مهال پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمباري وکړه چې لسګونه ملکي وګړي یې په لړ کې ووژل شول.
له امیرخان متقي سره د صادق خان د کتنې په اړه د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسته "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د دیپلوماتیکو همکاریو لوړولو، د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ پراخولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو اړوندو مسایلو حل ته ځانګړې شوې وه.»
د سراج الدین حقاني پرسر ټاکل شوې جایزه لیرې شوه

متحدو ایالتونو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په شمول د دوی د دریو جګپوړو مشرانو، پر سر ټاکلې جایزې لیرې کړې.
د امریکا این پي آر یا ملي راډیو د خبر له مخې، سراج الدین حقاني، چې منلې یې ده د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې یې د کابل د سرینا هوټل د برید پلان جوړ کړی و، نور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزو» په ویبپاڼه کې نه ښکاري.
د سرینا هوټل په برید کې د امریکایي تبعه ډېوېډ هېسلا په شمول ۶ تنه وژل شوي وو.
د دې راډیو پر اساس، سره له دې چې د امریکا د عدلیې وزارت په تور لیست کې نور د سراج الدین حقاني نوم نه شته خو تر نن (یکشنبې) پورې لا هم د نوموړي نوم د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې، FBI په ویبپاڼه کې شته.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پرون (شنبې) وویل چې د امریکا حکومت د سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني، او یحیی حقاني پر سر ټاکل شوې جایزې لغوه کړي دي.
امریکا د سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې وه.
په کابل کې د متقاعدینو اعتراض

د شنبې په ورځ (د حمل ۲مه) لسګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
د افغانستان د متقاعدینو د اتحادیې مشر افندي سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مالیې وزارت په دې وروستیو کې د متقاعدینو د معاشونو لپاره یو مهالویش چمتو کړی چې له مخې به یې د ځینو متقاعدینو معاشونه په اوږد مهاله ډول ورکړل شي.
ښاغلي سنګر زیاته کړه چې"دوی د دې لپاره تقسیم اوقات چمتو کړي، او هر وزارت ته هره میاشت وخت ورکول شوي. موږ انتظار کوو، لکه څنګه چې مونږ نظامي وګړي یو، زموږ نوبت به د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې راشي. نور وزارتونه هم ورته وختونه لري او دوی به مهال ویش سره سم فعالیت وکړي. دا هغه څه دي چې طالبانو مونږ ته وویل. ایا دا به ترسره شي یا نه، دا بل ګام دی، مګر د هغو کسانو لپاره چې د اسلامي امارت په جریان کې تقاعد شوي دي د هغو نه ځينو کسانو ته ویشل شوی دی."
د هغه په وينا، د تقاعد شويو کسانو ټول شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره کسان دي ، چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د سوک وهنې افسانوي اتل جورج فورمن د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

د سوک وهنې افسانوي اتل جورج فورمن چې د "بیګ جورج" په نوم پیژندل کیده په ۱۹۶۰ مه لسیزې په لومړیو کې سوک وهنه پیل کړه، د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو. فورمن د څو لسیزو لپاره په دې برخه کې مخکښ شخصیت و،
دغه امریکایي لوبغاړي د بوکس په ۸۱ سیالیو کې برخه اخیستې وه چې ۶۸ یې یوازې په ناک اوټ ګټلې وې او تر ټولو مشهوره سیالي یې په ۱۹۷۴ کال کې له محمد علي کلي سره وه، چې په اتم رونډ کې یې ناک اوټ کړی و.
فورمن په ۱۹۷۳ کال کې د سوک وهنې دروند وزنه نړیوال اتل شو او په ۱۹۹۷ کې یې له سوک وهلو تقاعد واخیست.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې پرون ناوخته په خپله اېکسپاڼه کې تازه راپور خپور کړي او لیکلي یې دی چې افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم پورته ښوونځیو منع کړې دي.
راپور کې راغلي چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي، چې ښوونځیو ته لاړ ې شې او له دوی سره له توپیري چلند لاس واخلي.
یاد سازمان په راپور کې زیاده کړي چې له شپږمه پورته د نجونو ښوونځي بندول د توجیه وړ نه ده او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي او د طالبانو لپاره د حساب ورکونې یو پیاوړي میکانیزم رامینځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دې فورا لغوه کړي.
د دې ادارې اجرایوي مدیرې کترین روسل نن شنبې په یو بیان کې وویل، " که چیرته دا بندیز دوام ومومي تر را رارون۲۰۳۰ کاله پورې به ۴میلیونه نجونې د زده کړې له حقه محرومې شي".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
ټرمپ او زیلینسکي د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د بیارغونې پر امکان خبرې کړي

د امریکا متحد ایالتونه په اوکراین کې حضور لرلی شي؛ البته نه هغسې چې ډیرو یې تمه درلوده.
په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو، ډونالډ ټرمپ او ولودیمیر زیلنسکي ترمنځ، چې په ترڅ کې یې کییف له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړه، د متحدو ایالتونو د حضور موضوع د اوکراین د اټومي بټیو په اړه هم مطرح شوه.
ولودیمیر زیلنسکي وویل چې په دې مکالمه کې یې له ډونالډ ټرمپ سره د زاپروژیا د بیا رغونې په امکان هم خبرې کړې دي. زاپروژیا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده او د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د روسي ځواکونو تر اشغال لاندې ده.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، یوازې دا کافي نه ده چې د زاپروژیا د اشغال پای ته ورسول شي بلکې هلته باید لازم بنسټونه، د اوبو رسونه، تخنیکي پرسونل، او نور مهم پړاوونه جوړ شي، ترڅو بټۍ [په راتلونکي کې] خلکو ته بریښنا او عواید برابر کړای شي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله له ایران سره مخامخ کېږي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د آسیایي هیوادونود اتلولۍ سیالیو په لړکې نن خپله دوهمه لوبه د ایران په وړاندې ترسره کړي. دا لوبه به د کابل په وخت د مازدیګرپه ۴ بجو پیل شي.
افغانستان په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د تیرې جمعې په ورځ متحده عربي اماراتو ته یو د اوو په مقابل کې وبایلله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان ملي لوبډله به دریمه لوبه د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۵ له اندونیزیا سره وکړي. د ټایلنډ په کوربه توب د دې جام سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې دي.
پر اوکراین د روسیې په تازه برید کې دوه کسان وژل شوي دي

د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې د یکشنبې په ورځ، د مارچ ۲۳مه، سهار وختي اعلان وکړ چې په کیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، دې ادارې ویلي چې د برید په پایله کې د استوګنې ودانیو کې اورونه ولګېدل او ګڼ شمېر خلک له کورونو څخه وایستل شول.
د اوکراین د بیړنیو حالاتو خدماتو په ټیلیګرام کې په یوه بیان زیاته کړه چې یوه ښځه د نیپروپیتروسک په سیمه کې وروسته له هغې مړه شوه چې د استوګنې په یوې ودانۍ کې د یوې ویجاړې شوې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د راپریوتو له امله اور ولګید.
له دغې ودانۍ څخه لږ تر لږه ۲۷ کسان ایستل شوي دي. دې ادارې وویل چې یو بل کس د شپې په برید کې په هولوسیفسکي سیمه کې ووژل شو. له بلې خوا، د روسیې په جنوب کې د روستوف سیمې یوه سیمه ییز چارواکي نن په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید خبر ورکړ.
یوري سیلیوسار پر ټیلیګرام چینل لیکلي چې د برید په پایله کې یو موټر اور واخیست او یو کس پکې مړ شو.
د حماس مشر صلاح البردویل د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو

د حماس چارواکي وايي چې د دې ډلې یو سیاسي مشر صلاح البردویل نن یکشنبې د غزې په خان یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د رویټرز په وینا، یوې حماس پلوې رسنۍ ویلي چې پر البردویل سربیره، د هغه میرمن هم په دې برید کې وژل شوې ده.
اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حماس د مشرتابه د رسنیو سلاکار طاهر النونو په خپل فیسبوک کې د البردویل په مړینه خواشیني څرګنده کړه.
د یکشنبې په سهار د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.
د اسراییلو الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان سفارت به ډېر ژر په ناروې کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به په ناروې کې د افغانستان سفارت بیا په کار پیل وکړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې چې پکې په ناروې کې مېشتو افغانانو او نورو مراجعینو ته خبر ورکړل شوی چې په پلازمېنه اوسلو کې به د افغانستان سفارت قونسلۍ خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د حمل له څلورمې نیټې بیا پیل کړي.
په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ خدمتونو بیا پیل یو مثبت ګام بللی دی.
د راپورونو له مخې، په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په دولسمه د ناروې د حکومت په غوښتنه وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول، چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې نور به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو، چې چارې یې د پخواني حکومت چارواکي سمبالوي، له لوري صادر شوي اسناد ونهمني.
خپله د ناروي دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.